امریکا: د افغان چارواکو هغه ادعا ناسمه ده چې وړمه اونۍ په تیرو ۱۹ کلونو کې تر ټولو خونړۍ وه

عزم شنبه، ۷چنګاښ، ۱۳۹۹):امریکایي خبري شبکې “سي ان ان” د پنټاګون د چارواکو له قوله ویلي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا هغه خبر ناسم ده چې ګواکې تیره اونۍ د تیرې ۱۹کلنې افغان جګړې په ترڅ کې تر ټولو خونړۍ وه.

د ملي امنیت شورا تیره اونۍ راپور ورکړی وه چې طالبانو په یوه اونۍ کې د هیواد په ۳۲ ولایتونو کې ۴۲۲ بریدونه کړي، چې په نتیجه کې یې ۲۹۱ ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي او ۵۵۰ نور زخمیان شوي دي، چې له امله یې دا اونۍ په تیرو ۱۹کلونو کې ترټولو خونړۍ وه.

خو سي ان ان په خپل راپور کې ویلي چې امریکايي چارواکي په خصوصي ملاقاتونو کی وايي «دا غلطه ده چې تیره اوونۍ تر ټولو خونړۍ وه.»
امریکایي چارواکو دغه راز ویلي چې طالبانو پر امریکايي ځواکونو د بریدونو نه کولو ژمنه پرځای ساتلې ده.
باید وویل شي چې د امنیت شورا نن ورځ هم ویلي چې طالبانو د یوې اونۍ په ترڅ کې شاوخوا ۵۱ملکیانو ته مرګ ژوبله ور اړولې، خو په هکله یې نور جزئیات ندي رسنیز کړي.
بل لور ته طالبانو هم ویلي چې دوی د خپلو بریدونو ګراف خورا راټیټ کړی او مقابل لوری”حکومت” غواړي د تعرضي عملیاتو په ترسره کولو سره د خپلو ځواکونو تلفات زیات او په مټ یې د سولې روانه پروسه سبوتاژ کړي.
طالبان وایي حکومت د تلفاتو زیات ارقام له دې امله ډاګیزوي، ترڅو خپلې مرموزې موخې چې یوه یې هم په واک کې د بقاء خبر ده، ترلاسه کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button