د امت په قیادت کې د ملا مسؤولیت

 

عزام مهاجر

مولوي او دینې عالم ته الله تعالی له دې امله چې د هغه د مقدس صفت علم حامل دی، ستر او هسک شان ورپه برخه کړی دی. د همدې ستر صفت پر اساس الله تعالی هغه په یو بل داسې صفت سره متصف کړی چې له بشریت څخه یې هېڅوک په خپل مقدس کلام کې په هغه سره نه دی یاد کړی چې هغه د خشیت یا له الله تعالی څخه د ویرې صفت دی. د فاطر په سورة کې الله تعالی فرمایي:
إِنَّمَا يَخْشَى اللَّهَ مِنْ عِبَادِهِ الْعُلَمَاءُ (سورة فاطر:۲۸)
«د الله تعالی په بندګانو کې له هغه څخه علماء وېریږي.»

همداراز پیغمبر صلی الله علیه وسلم علماء نه یوازي د ځان بلکې د ټولو انبیاء کرامو علیهم السلام وارثان بللې او دا رنګه یې د پیغمبرانو د وراثت ستر او مبارک ویاړ هم په برخه شوی دی. له هغه صلی الله علیه وسلم څخه روایت شوی دی:
العلماء ورثة الانبیاء إنما الأنبیاء لم یورثوا دینارا ولا درهما و لکن ورّثوا العلم، فمن أخذه أخذ بحظ وافر(رواه الترمذي و ابو داود).
«علماء د انبیاء کرامو علیهم السلام وارثان دي، انبیاء کرامو علیهم السلام په میراث کې دینار او درهم نه بلکې علم یې پرې ایښی دی، نو چا چې هغه واخیست(حاصل یې کړ) نو یوه پوره برخه یې واخیسته.»

لکه څومره چې ملا او عالم ته الله تعالی عزت، شرافت او مرتبې ورپه برخه کړې دي، د همدې فضیلت د حجم پر اساس یې مسؤولیت هم همدومره بلکې له دې څخه زیات دروند دی.
له نړۍ څخه د پیغمبر صلی الله علیه وسلم له سترګو پټولو وروسته هغه چارې پر مخ وړل د ملا مسؤولیت ګرځي کومې چې پیغمبر ترسره کولې. پیغمبر که خپلو اصحابو رضي الله عنهم ته توحید، پر الله تعالی ایمان او کلکه عقیده لرل ورښودل، همدا د ملا مسؤولیت دی چې د پیغمبر صلی الله علیه وسلم امتیانو ته د الله تعالی د وحدانیت، ایمان بالغیب او نورو هغو شیانو لارښونه وکړي کوم چې د ایمانیاتو سره تړاو لري. د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم که خلکو ته د ټولنیز ژوند کولو طریقه ورښودل او د خپلو قریبانو، ملګرو او نورو عامو مسلمانانو سره د تعامل کولو تعلیمات یې ورکول، هغوی ته یې د مېرمنو او ګاونډیانو سره د حسن سلوک توصیه کول همدا فرض منصبي د هغه وارث ملا ته راجع کیږي چې په اجتماعي چارو کې د مسلمانانو لارښونه وکړي. رسول الله صلی الله علیه وسلم که مسلمانانو ته فکري، روحي، اقتصادي او سیاسي روزنه ورکوله، همدا د ملا ذمه واري ده چې په سیاسي، اقتصادي، روحي او فکري چارو کې د امت رهبري وکړي او د اسلام او پیغمبر صلی الله علیه وسلم د تعلیماتو مطابق قالب کې یې واچوي.

د ریښتېنې اسلامې ټولنې د تشکیل لپاره، چې حاکم او محکوم پکې دواړه پر شرعي نهج برابر وي. حاکم د شریعت التزام ته وهڅوي تر څو له ټولنې څخه د اجتماعي، اقتصادي او سیاسي ظلم ټغر ټول شي او محکوم د اسلام پر اوامرو او نواهیو عمل کولو ته راوګرځوي تر څو یې په نتیجه کې اخلاقي، سلوکي او روحي فساد له منځه ولاړ شي، ملا مسؤول دی چې دا دین او له دین څخه زده کړی علم ژوندی او متحرک کړي.
ملا بايد ټولنې ته وښيي چې دا دین د نورو ادیانو په څیر فقط د څو جامدو رسمونو دین نه دی چې پر ټاکلې وخت به ترسره کیږي، بلکې دا د عقيدې، قول او عمل دین دی چې یوازې څو شعائر او زړه ته د هغو ننه ایستل کفایت نه کوي، بلکې د ځمکې پر سر پر ربانې منهج او الهي شریعت او د هغه پر مقتضی باندې په واقعي ډول عمل کول او هغه د ژوند په چارو کې حاکم ګرځول د دې دین له اصلي او بنسټیزو ضروریاتو څخه دي.

که ملا شرعي علم له کتابه تر سینې، له سینې بیرته تر کتابه او کتاب بیا تر المارۍ پورې په محدوده غوندې دائره کې ونه څرخوي بلکې د عصر مطابق عملي او ژوندۍ بڼه هم ور واغوندي، نو ملا په واقعي ډول د قومونو، ملتونو بلکې د امت د قیادت وړتیا او صلاحیت لري، نه یوازې وړتیا بلکې له بل هر چا ورته موزون او په ښه طریقه یې چارې ترسره کولی شي.
ملا باید دا فکر ونه کړي چې له مسجد څخه د ملایي، درس و تدریس، جنازې او فاتحې تر څنګ دا ټول کارونه نه شې تر سره کېدای. ځکه چې د امت تر ټولو ستر مقتدا او پیشوا محمد رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ټول له مسجد او محرابه ترسره کول. د رسول الله صلی الله علیه وسلم مسجد یوازې د پنځه وخته لمانځه او ذکر لپاره نه و بلکې هغه د مسلمانانو لپاره د تعلیم مرکز او مدرسه هم و؛ د صحابه کرامو رضي الله عنهم لپاره د اجتماعاتو او مشورو مجلسِ شوری هم و؛ د مختلفو خلکو او قبیلو د شخړو د رفع کولو لپاره عدلیه او د قضاء مرکز هم و او د کفارو د ځپلو او د اسلام دائرې ته د وسعت ورکولو لپاره سرایا او جهادي لښکرې هم له همدې مسجد او منبر څخه رسول الله صلی الله علیه وسلم رهبري کولې. نه یوازې د اسلام پیغمبر صلی الله علیه وسلم بلکې له هغه وروسته د هغه له څلورو خلفاوو څخه هر یوه دا ټول امور له مسجد او محراب څخه قومانده او رهبري کړي دي.

اسلامې تاریخ ته که نظر وشي نو ښه څرګندیږي چې ملا د امت رهبر او په روحي، فکري، اقتصادي، اجتماعي او سیاسي چارو کې د هغه قائدپاتې شوی دی. کله چې هم پر امت یرغل شوی نو جهاد ته د بلونکې فریضه ملا ترسره کړې؛ خلکو ته یې د الله تعالی او آخرت او هغو جنتونو یاد ورپه زړه کړی کوم چې د ریښتېنو مجاهدینو انتظار کوي. بلکې ډېر ځله یې خپله په جهاد کې ګډون کړی او د لښکرو مشري یې کړې ده.

• که ملا دا کار ونه کړي؟

که چېرې ملا ځان تر حجرې او مسجد پوري محدود کړي؛ په فکر کې يې انجماد او په عمل کې انحصار وي؛ ولسونو او مسلمانو ملتونو ته په ځان پوري پیوند ورنکړي؛ په علمي، سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو چارو کې هغوی پر ځان راټول نه کړي؛ فقط پر پنځه وخته جماعت ورکولو، فاتحه او جنازه باندې اکتفاء وکړي او بالآخره پرېږدي چې په فکري، روحي، اجتماعي، اقتصادي او سیاسي امورو کې د ملا او محصل، پوهنتون، ټولنې او عوامو تر منځ بیلتون رامنځته شي نو نتیجه به یې دا شي چې دغه تشه به بیا نور خلک ډکه کړي؛ له دې سوړو به بیا اغیار او د هغوی له لوري ګمارل شوي خلک د پردیو افکارو، نظریو، عنعناتو، کلتور رسم او رواج سره راداخل شي چې له يوې مخې به ولس بدل او د خپلو شعائرو سره نا اشنا کړي.

دې خبرې ته که له بلې زاویې وګورو نو مطلب به یې دا وي چې انسان تل په عقیدوي، مذهبي، فکري، اخلاقي، اقتصادي، سیاسي، اجتماعي او روحي چارو کې یو لورې ته میلان لري؛ له یو چا سره پیوند اخلي؛ د یو چا رهبري منې او یو فکر یا عقیده د تګلاري په توګه مني. تر څو چې انسان پر سالم فطرت باندې وي نو دغه فطري میلان یې د الله تعالی او د کائناتو د خالق او مالک لور ته وي. خو کله چې یې په فطرت کې فساد راشي نو بیا په شرک اخته کیږي او نورو عقیدو، افکارو او نظریاتو ته میلان پیدا کوي. د ملا ذمه واري ده چې په پورتنیو ذکر شوو ټولو امورو کې د مسلمانو ټولنو رهبري وکړي او خلک د فطرت لور ته وبولي. که چېرې ملا له دې مجال څخه شاته شي او دا منفذونه همداسې خالې پرېږدي نو له دې خالې ګاوو څخه بیا پردۍ آیډیالوژي او هغه کسان داخلیږي چې انسانیت د فطري فساد او له مستقیمې لارې څخه د انحراف لور ته سوق کوي؛ په مسلمانو ټولنو او ملتونو کې سرایت کوي؛ هغه په بره نیسي او په بشپړ ډول یې په هغه قالب کې پوښې د کوم سره چې یې ټولنې ته لاره موندلې وي. په هم مهاله ډول خلک په ټولو مجالاتو لکه تعلیم، صحت، اقتصاد او رفاهي کارونو کې پرمختګ ته دعوتوي اوپه فکري، مادي او نورو ډګرونو کې یې له تخلف یا شاته پاتې کېدلو څخه وتلو ته هڅوي.

کمونستان له خپلې عقیدې سره راځي او په فکري او عقیدوي مجال کې خلک تر خپل تأثیر لاندې نیسي. کپیټالیستان له خپلې اقتصادي نظريې سره راځې او د یو اسلامې شرعي اقتصادي نظام پر ځای خپل وضعي اقتصادي قانون خلکو ته ورتلقینوي، د هغه ښېګڼې ورته بیانوي او ولسونه ورته دعوتوي. لبرالان د آزادۍ له تصور او شعار سره داخليږي او په اخلاقي چوکاټ کې ملتونو ته د خپلې راواردې کړې مفکورې محاسن بیانوي او خلک فحشا، عریانۍ، بې حیایۍ او ډمتوب ته بولې او د ټولنې لوېدلي خلک او ډمان د هنرمندانو په عنوان ورمعرفي کوي. مطلب داچې هره غربي نظریه، فکر، عقیده او نظام د خپلو رنګینیو سره له دغو منافذو څخه مسلمانو ولسونو او ملتونو ته لاره مومي او په هر ممکن ډول یې له الله تعالی، دین او مذهب څخه لري کوي او په بې دینۍ، غرب ګرایۍ او هر ډول بدبختیو یې ککړوي. د وخت په تېرېدلو سره بیا ملا او متدینه طبقه هم خلکو ته بد ورمعرفي کوي؛ د شاته پاتې والې او مادې عدم پرمختګ سبب دین او اسلام ته متعهد پاتې کېدل ښیي، او د پرمختګ یوازینۍ لار د غرب، افکار، نظریات، تګلاره، له دین څخه ليرې والی او پر هغه خپلې منګولې سستول ګڼي. او کله چې ساحه هم له ملا څخه دوی ته ورخالې وي نو بیا خو په بیخې موثر ډول خپل اهداف ترسره کولی شي او خلک هم هغه څه حق او پرمختګ بولي څه چې د دوی له لوري راوارد شوي او ورتلقینیږي.

په ډېرو اسلامې هیوادونو کې له ساحې څخه د ملا د شاته کېدلو له امله همدا تجربې تکرار شوي او مسلمانان ورسره لاس او ګرېوان شوي دي. د بېلګې په توګه مصر یادولی شو چې هلته د یرغل پر مهال ملایانو ځانونه تر مسجد، مدرسې او کتاب پورې محدود کړل؛ خپل علم ته یې د پخوانیو مثالونو او حوادثو سره پیوند ورکاوه او په موجوده دور کې چې د خلکو کوم ضرورتونه او تنده وه هغه ملا په خپل علم سره نه خړوبوله او حال داچې دې خلا ډکېدل غوښتل چې دا فرصت بیا پردیو یا د هغوی کارمندانو غنیمت وګاڼه، میدان ته راوړاندې شول، په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز، فکري او نورو مجالاتو کې یې قیادت ته ټټر وواهه او خلکو هم د ضرورت پر اساس په هغوی پورې لاسونه ونیول؛ د هغوی سیاسي قیادت یې ومانه؛ د هغوی افکار یې قبول کړل، په ټولنیز ژوند او نورو چارو کې یې هغوی د رهبرانو په حیث تسلیم کړل او په نتیجه کې یې له یو اسلامي مصر څخه ننی غربي او سیکولر مصر راووت.
قاسم امین له فرانسې څخه د ښځو د آزادۍ د شعار سره راغی او د «تحریر المرأة» او «المرأة الجدیدة» په نامه کتابونه یې ولیکل او مسلمانې ښځې یې د یورپ په څیر آزادۍ، بربنډتوب او غربي توب ته پکې دعوت کړې. رفاعة الطهطاوي د پاريس د ستاينو لیکلو ته ځان وقف کړ او د غرب او یورپ په اوصافو او رنګینیو بیانولو سره یې خلک له اسلامې هیوادونو او ټولنو څخه اروپایي نړۍ ته مایلول.
همدارنګه محمد عبده د دین او سیاست تر منځ پر بیلتون راوستلو کار وکړ او ویل به یې چې دین یو پاک شی دی، باید د ناولې سیاست سره ګډ نه شي.(تر څو سیاسي میدان په بشپړ ډول غرب او د هغه پلویانو ته خالې شي او دینداره طبقه له سیاست او واک څخه لرې وساتل شي.) سعد زغلول د استعمار او اشغال په خلاف د مسلمانو جهادي پاڅون او خوځښت په وطن پرستۍ او خاورې ساتنې بدل کړ او خلکو ته به یې ویل چې د خاورې په ساتلو کې به دین نه راګډوئ ځکه چې دین یوازې د الله تعالی دی او وطن د ټولو دی.

له هغه وروسته به یې له دین، متدینې طبقې او اسلام څخه خلک متنفر کول او د اروپا په مثال ویلو سره به یې د هغوی په زړونو کې د کرکې تخم کاره او ویل به یې چې په اروپا کې چې تر کوم وخت پورې دیندار خلک د ژوند په ټولو چارو کې دخیل و نو ژوند له فساده ډک و او اروپا په تیارو، شاتګ او جهالت کې ډوبه وه. خو کله چې دین او دیندار خلک د واقعي ژوند په چارو کې له مداخلت کولو څخه وګرځول شول نو حالت د سمون لورته روان شو؛ اروپا پرمختګ وکړ او د تمدن، ارتقاء او مثالیتوب بام ته وختل. زموږ په اسلامې هیوادونو کې هم قضیه همدا ده هغه دا چې یا خو متدینه طبقه په سیاسي، اقتصادي، اجتماعي امورو او د ښځو په قضیه کې له مداخلت کولو څخه منع کړئ او یا به هم په پخوانې شاته پاتې او پسمانده حالت کې همداسې پاتې یو. موږ تر هغه وخته پرمختګ نه شو کولای تر څو چې دین په دې ټولو شیانو کې له دخالت کولو څخه ونه ګرځول شي او په هغو چارو کې منحصر نه کړای شي د څه لپاره چې راغلی دی. دین خو د خدای او د بنده تر منځ د علاقې نوم دی او ځای یې زړه دی په واقعي او مثالې ژوند کې باید دين دخیل ونه ګرځول شي. د دین یې د سیاست سره څه تړاو؟ دین د اقتصاد سره څه کار لري؟ دین د ټولنې سره څه علاقه لري؟ د دین او د ښځې د لباس او له کور دباندې د هغې د کار کولو تر منځ حد مشترک څه دی؟ خلکو ته به یې داسې مفکورې ور القاء کولې او مثال به یې تل د اروپا او غرب ورکاوه.(د تفصیلاتو لپاره د استاذ محمدقطب رحمه الله کتاب «واقعناالمعاصر» ته باید رجوع وشي).

زموږ ځینې هیوادوال هم کټ مټ همداپورتني دلائل وایي چې ملا نو کله په سیاست، اقتصاد او اجتماعي چارو پوهیږي؟ هغه نو له ماډرنتوب او پرمختګ څه خبر دی؟ ملا خو باید خپله ملایي وکړي او کار یې له مسجد او کتاب سره وي. موږ چې دا دومره پسمانده پاتې یو همدا ملا مو تل په مخکې خنډ ګرځېدلی.

زه وایم چې دغه خلک چې له اسلام، اسلامي فکر او اسلامي تمدن څخه بېګانه شوي او په عقیدوي، فکري، سیاسي، اجتماعي، عسکري، روحي، علمي او اخلاقي چارو کې د اسلام پر ځای غرب ته میلان کوي او د هغوی له لورې وړاندې شوي نظريات د پرمختګ ضامن ګڼي، له دې امله چې ملا هغه منفذونه نه دې تړلې له کومو چې د دې شیانو په اړه غربي مفکوره راوارده شوې ده. ملا په دې مجال کې ډېر خلک نه دې راخپل کړي؛ پر هغوی یې کار نه دی کړی؛ دا ساحه یې دښمن ته پرې ایښې او مسلمان ملتونه یې تر خپل ژور تأثیر لاندې نیولي دي. که نه په حقیقت کې دا ټول خلک له همدې مفکورې او اثر سره نا اشنا وو، د دې خلکو نیکونه او پلرونه متدین مسلمانان او اسلامې اقتصاد، سیاست، نظام او ټولنې ته معتقدین پاتې شوي دي. دې خلکو ته نور له هیڅ لورې نور څه نه دې القاء شوي پرته له دې چې ملا دا خلک پرې ایښي تر څو د غربې لیوانو لپاره غوړه ګوله وګرځي.

زه دا هم نه وایم چې ملا بیخي هیڅ نه دي کړي، بلکې اوس هم ملا دومره ډېر کار کړی چې بیخې ډېر د ستایلو وړ دی. دا نن چې زموږ هیواد د نورو مستعمره هیوادونو په څیر نه دی؛ د نورو ملتونو په څير زموږ ملت په فکري او عقیدوي ډول نه دی ځپل شوی او دلته د اشغال، پردېپالو او پردیو مفکورو په خلاف مسلحه، لساني او قلمې مبارزه روانه ده، دا ټول د همدې ملا برکت دی او همدا ملا دی چې په پراخه کچه یې خلک له خپل دین او فرهنګ سره د نا اشنا کېدلو او د پردیو تر تأثیر لاندې له راتللو څخه ژغورلې دي. خو هغه یو څه چې راڅخه پردې شوي او پردی رنګ یې اخیستی دی د هغوی د راخپلولو، له ذهنونو او عقیدو څخه یې د دې پردې رنګ او زنګ د توږلو او له انحراف او پردې کېدلو څخه د نورو د ژغورلو لپاره ملا نوره هم اړتیالري چې له انجماد او محدودوالې څخه راووزي؛ انقلابي نظریه په ځان او ولسونو کې پیدا کړي او په سمه معنا د امت په قیادت کولو کې خپل مسؤولیت اداء کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button