د کورونا ویروس د ”درملو“ له جوړوونکي حکیم الکوزي سره د عزم مرکه

عزم (یکشنبه، ۸ چنګاښ، ۱۳۹۹): حکیم الکوزی څو میاشتې وړاندې ادعا وکړه چې د کوویډ-۱۹ د درملنې لپاره یې درمل جوړ کړي دي. د نوموړي دې درملو په خواله رسنیو کې تود هرکلی او اختلاف له ځان سره درلود. روغتیا وزارت د ښاغلي الکوزي درمل ناتایید شوي وبلل او په پلازمېنه کابل کې یې د درملو د توزیع کلینک وتاړه.

ښاغلي الکوزي تازه له عزم ویبپاڼې سره په مرکه کې ویلي چې نوموړي خپل فعالیت د افغانستان ۳۴ ولایتونو ته غځولی، او تر دې دمه یې تر ”یوملیون او شپېتو زرو“ زیاتو خلکو ته دا درمل وړیا ورکړي دي. الکوزی وايي چې هره ورځ په کابل ”پنځوسو زرو“ کسانو ته دا درمل ویشي.

”له ولسمشر څخه نیولې بیا تر چپړاسي پورې، هیڅوک نه دی پاتې شوی چې زموږ درمل یې نه وي خوړلی، نه یې وي استعمال کړي، دوی او د دوی فامیل ټولو خوړلي دي“.

الکوزی وايي، کورونا کوم نوی مرض نه دی، ”هغه زړه تبه، زکام، ټوخی، رېزش محرقه ده. دا هغه پنځه شپږ مرضونه د الله پاک په امر سره یوځای شوي دي … دوی چې کومې خبرې کوي، دا کاملا زه ردوم“.

عزم په خواله رسنیو کې د حکیم الکوزي لخوا د جوړو شویو درملو په اړه خلکو ته پیدا شوې پوښتنې رایوځای کړې، او له ښاغلي الکوزي سره یې شریکې کړې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button