ټول کارونه بايد د اسلام په رڼا کې وي

په ټوله نړۍ کې ټول واکمنان او يا د واکمنۍ ترلاسه کولو نوماندان دا نارې سورې وهی، چې واک (کار) به اهل کار ته سپارو، خو کله چې موقع راشي بيا دروغژنان هغه ژمنې او وعدې په طاق نسيان کې کېږدي او د چارو مسؤلين له وزيره تر معلمه پورې هغه کسان ټاکي، چې هغه ولسمشر، لومړی وزير او ستر انتظامي مشر ته مخلص وي، کمپاين يې ورته کړی وي او له دې ور هاغه خوا هغه کسان په دندو ګومارل کيږي، چې د سترو هېوادونو د جاسوسي شبکو له خوا يې نومونه نهايي شوي وي. د هغوی لپاره د کار اهليت شرط نه دی، شرط دا دی چې د هماغه هېواد اهداف د وظیفې اخيستلو هېواد کې پلي کړي او د هغه لپاره خدمت وکړي. تر اوسه پورې چې د افغانستان دولت مشر کوم وزيران ټاکلي، ډېری د استخباراتي کړيو له خوا ولسمشر ته ور معرفي شوي او هغه هم په پټو سترګو ټاکلي دي. د پوهنې وزارت ته يوه ښځينه خوښه شوې ده، چې هغه خوارکۍ په پښتو او دري نه پوهيږي. دا د افسوس خبر ده، ځکه ياد وزارت له ماشومانو سره کار لري. سمه ده چې وزېره خو نېغ په نېغه له ماشومانو سره خبرې نه کوي، هغه به د ځان لپاره څو مرستيالان ټاکي او هغوی به د دې ستونزې هواروي، خو د ياد وزارت رئيسان به څه کوي، هغوی هم اړ دي چې ځان ته ژباړونکي تعين کړي، تر څو له وزيرې سره خبرې وشي او که نوي رئيسان ټاکي چې پښتو او دري يې زده وي، هغوی د معارف په کارونو نه پوهيږي هغوی هم مجبور دي چې د ځانونو لپاره داسې کسان د مرستيالانو به حيث د دولت مشر له خوا ترلاسه کړي، چې په کار باندې پوه وي او کارونه ترسره کړي.
په افغانستان کې قحط الرجال نه دی، چې د کار سړی و نه لرو، له ولسمشرۍ څوکۍ نه نيولې تر وړوکي ماموريته پورې په هر ډګر کې پرېمانه نارينه لرو، چې هغوی خپله دنده د اهليت او وړتيا په اساس ترسره کولی شي، د بېلګې په ډول: ډاکټر فاروق اعظم پخوا هم د پوهنې وزير پاتې شوی، اوس هم د دې لپاره ښه موزون دی، هغه د ملت بچی دی، ليکوال دی، سياستوال دی، شاعر دی، سياستپوه او … دی. ولې د کومې کړۍ ګوډاګی نه دی، چې هغه کړۍ د دولت مشر ته د ده سپارښتن وکړي. او له ډاکټر صاحب پرته نور ډېر افغانان شته چې هغوی د وزارتونو څوکۍ (دندې، وظيفې او مسؤليتونه) په ښه ډول ترسره کړي.
د افغان دولت مشر حکومتي څوکۍ له عبدالله عبدالله سره تقسيم کړې دي، نوموړی به هم خپل کسان د چارو د سمبالښت لپاره ور معرفي کوي او له اشرف غني سره صالح او دانش برخه وال دي، نو هغوی دواړه به هم خپله خپله برخه غواړي او د نړۍ استخباراتي کړۍ هم خپل عاشفان او معشوقان په څوکيو ګومارل غواړي، نو د افغانستان نوې کابينه به له هر لوري په تول پوره او په کار پوه وي، هم به ټيکنوکراټه وي هم به ډېموکراټه وي، هم به همه شموله وي او هم به د هېواد له ټولو پرګنو څخه جوړه وي!! دا ځکه اشرف غني نوي ځوانان په حکومتي څوکيو کېنوي، چې په پښتو او دري خبرې هم نشي کولای، ټيکنوکراټان او ډېموکراټان د ده سهم دی. همداراز عبدالله عبدالله د همه شموله کابينې مدعي دی، له پنجشېر، تخار او بدخشانه به خپل همه شمولیت ثابت کړي او د ټول هېواد استازوليتوب به کوي!!
د اسلام مبارک دين په قرآن کريم کې د وزير کلمه بيان کړې ده، موسی عليه السلام له الله جل جلاله څخه ښه فصيح وزير غوښتی، څو له ده سره مرسته وکړي او قوم يې په ژبه پوه شي. الله جل جلاله وايي: [وَاجْعَلْ لِّیْ وَزِیْرًا مِّنْ اَھْلِیْ] . سورة طه (۲۹) آيت. ژباړه: او زما لپاره زما له کورنۍ يو ملاتړی وټاکه.
وزير بايد د قوم په ژبه پوه وي، نه داسې وزير چې هغه له ملت سره د ترجمان په واسطه غږيږي!
همداشان په حديثو کې هم د حامي، ملاتړي او مرستيال يادونه شوې ده او په اسلامي فقه کې خو د وزير ټول مواصفات ذکر شوي، د هغه ډولونه ياد شوي. لنډه دا چې د (وزير او وزارت) په هر اړخ بحث شوی. د مصر پاچا چې د خپل خوب د تعبير په اړه له يوسف عليه السلام سره وغږېده او هغه (يوسف) راتلونکي ستونزې او د هغو د مخنيوي لارې چارې بيان کړې. يوسف عليه السلام د وزارت چارې په لاس کې واخيستلې. [فلما کلمه قال انک اليوم لدينا مکين امين (۵۴) قال اجعلنی علی خزائن الارض انی حفيظ عليم (۵۵)] ژباړه: نو کله چې د يوسف عليه السلام پاچا ته راغی او پاچا له هغه سره خبرې وکړې، نو ويې ويل: «له نن څخه له مونږ سره ستا مرتبه لوړه ده او پر تا پوره پوره باور دی.»
يوسف عليه السلام وويل: «ته ما د هېواد د خزانو (پر انتظام) وټاکه. باور وکړه چې زه په حفاظت کولو ښه پوهېږم. (او) زه (د دې کار) پوره علم لرم. د يوسف سورت (۵۴ او ۵۵ آيتونه)
يوسف عليه السلام دوه ځانګړتياوې بيان کړې؛ يوه حفاظت او بله پوهه. د نړۍ وزيران او چارواکي دا دواړه صفات نه لري، د مثال په ډول: که په مالي چارو کې پوهه او دوکتوراوې هم لري، خو د حفاظت صفت نه لري او د ملتونو شتمنۍ ولوټي. شاوخوا دوې اونۍ وړاندې اشرف غني د ماليې وزارت اړوند ځينې چارواکي د مالي فساد په تور ممنوع الخروج اعلان کړل.
هر څه بايد د اسلامي اصولو په رڼا کې وي، ډېموکراسي او نور نظامونه چاته نېکمرغي نشی وربښلی، برعکس په کړاوونو کې يې اخته کوي.
ليکنه: عباس عابد

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button