ویسا: ځینې افغان ـ امریکايي شر غوښتونکي د سولې مخالف دي

عزم (شنبه، ۱۴، چنګاښ، ۱۳۹۹ل): ویسا ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې پر افغان سوله او د ځینو افغان ـ امریکايي شر غوښتونکو په هغه کړنو بحث کړی، چې غواړي د افغان سولې روان بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کړي او په افغانستان کې جګړه روانه وساتي. ورځپاڼې لیکلي، په افغانستان کې د امریکايي عسکرو پخواني قومندان سکاټ مېلر یو له هغه کسانو دی، چې په افغانستان کې سوله نه غواړي او له ده سره ځینې افغانان هم ملګري دي.

«له هغه وخته چې د امریکا متحده ایالاتو رسماً اعلان وکړ چې له طالبانو سره سوله کوي او زلمی خلیلزاد یې د بهرنیو چارو وزارت لخوا دغه کار ته د استازي په توګه وټاکه، دا شکونه موجود وو چې په واشنګټن کې ځینې کړۍ، خصوصاً پوځي رهبري د دغې پروسې په اړه مثبت نظر نلري. دا شکونه هغه وخت زیات شول چې د ولسمشر غني لخوا جوړه شوې مشورتي لویه جرګه کې چې په واقعیت کې د سولې پروسې د مخنیوي لپاره جوړه شوې وه د جنرال سکاټ میلر له مالي او لوژستیکي حمایت څخه برخمنه شوه. د افغانستان امنیتي او دفاعي سکتور ته د داسې مسؤولینو راوستل هم چې پر جګړې ټینګار لري او له سولې سره یې علاقه په نشت حساب ده ددغه امریکايي جنرال په مشوره او سپارښتنه تر سره شول.»

د سرلیکنې له مخې، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته په هېواد کې ځینې مبهمې پېښې هم زیاتې شوي. طالبان یې ردوي؛ خو مسوولیت هم څوک نه اخلي، چې ښې بېلګې د هلمند وروسته پېښه ده.

«اوس په داسې حال کې چې خلیلزاد د بین الافغاني مذاکراتو په زمینه سازۍ بوخت دی او په کابل کې د مصالحې عالي شورا د ډاکتر عبدالله تر مشرۍ لاندې جوړه شوې، پنتاګون په یوه راپور کې د امریکا کانګرس ته لیکلي چې ګواکې طالبان د هند نیمه وچه کې د القاعده شبکې سره خپلې اړیکې ساتلې دي. د دوحې موافقتنامه کې چې د روان میلادي کال د فبروري پر ۲۹ د طالبانو تحریک او امریکا متحده ایالاتو تر منځ لاسلیک شوه په واضح توګه وايي چې طالبان به د القاعده په څېر تروريستي ډلو سره اړیکې نه پالي. دا د دوحي د توافق مهمه برخه جوړوي. په داسې حساسه مرحله کې د امریکا دفاع وزارت لخوا داسې راپور کانګرس ته لیږل عملاً د سولې پروسې د ځنډولو او ختمولو معنی لري. حال دا چې طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا ادعا رد کړې او خپلو تعهداتو ته يې ژمنتيا يو وار بيا تکرار کړې ده. له دې سره چې د وروستیو اونیو بې آدرسه تروريستي مرګوني بریدونو ته وګورو په ډاګه کیږي چې داسې لاسونه شته چې غواړي د سولې روانه پروسه له خنډ او ځنډ سره مخامخ کړي. هغه لاسونه چې د یوناما مشرې «شر غوښتونکي» بللي دي. د دوحې د موافقتنامې راهیسې په افغانستان کې د داسې مرګونو بریدونو شمېر زیات شوی چې طالبانو غندلي او مسؤولیت یې نه دی منلی. د دشت برچي پر سل بستریز روغتون وحشیانه برید، د سنګین ولسوالۍ پر مېله برید او په کابل او ولایاتو کې د سرک غاړې او مقناطیسي ماینونو چاودنې له ورایه ښکاره کوي چې واقعاً یو شر غوښتونکی لاس شته چې د سولې مخه غواړي ډب کړي.»

د ویسا په باور، زموږ خلک باید راويښ شي او هغه لاسونه لنډ کړي، چې غواړي د افغان سولې روان بهیر له خنډ سره مخ کوي؛ ځکه که موږ دغه موکه هم له لاسه ورکړو، نو په یوه اوږده کې جګړه کې هم حتماً ښکېل کېږو.

«د جان بولټن وروستی کتاب چې د «پېښو خونې» تر عنوان لاندي را ووت پخپل وار سره دا په ډاګه کوي چې په واشنګټن کې ولسمشر ټرمپ د سولې پروسې کامیابول غواړي خو دده پوځي مسؤولین او جنرالان ور سره علاقه نه لري. په کتاب کې په تکرار راغلي چې ټرمپ د خپل پوځي مشرتابه له دغه دریځه ناخوښ ؤ خصوصاً چې دوی د جګړې په ډګر کې کامیابي هم نه تر لاسه کوله. دا چې سي آی اې څه غواړي موږ نه پرې پوهیږو خو حدس وهلی شو چې دغه سازمان هم شاید سولې ته خاصه لېوالتیا ونلري. په واقعیت کې د امریکا “ژور دولت” چې د قدرت اصلي واګې یې په لاس کې دي او په نظامي صنايعو او کانګرس کې ژورې ریښې لري د افغانستان د سولې پروسې سره خاصه علاقمندي نه لري. د سولې په هکله د ټرمپ د ليوالتيا اصلي دليل هم ډير ښکاره نه دی. دا د پوښتنې وړ ده چې آیا ټرمپ فکر کوي د افغانستان د جګړې ختمول به دده د هیواد مالي لګښتونه کم کړي او یا دغه پروسه صرفاً د خپل انتخاباتي کمپاین یوه برخه بولي. ولسمشر ډونلډ ټرمپ څلور کاله  مخکې ژمنه کړې وه چې هغه جګړې به چې ده ته په میراث پاتې دي پای ته ورسوي. په هر صورت د ټرمپ د سولې غوښتنې سیاست زموږ افغانانو لپاره کیدای شي په یوه چانس بدل شي. موږ کم له کمه د روان مرګوني او په ټپه ولاړ حالت څخه را وتلو ته ضرورت لرو. دا چې دا پروسه افغانانو ته واقعي سولې راولي زموږ په وطندوستۍ او سیاسي تعهد او بصیرت پورې هم اړه لري. د اوس لپاره ټول افغانان باید د سولې پروسې ملاتړ ته را ودانګي خو په عین وخت کې خپله سیاسي هوښیاري هم وساتي. که داسې وشي موږ به ښودلې وي چې داسې یو ملت یو چې د بقا ارزښت لرو.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button