اشرف غني: طالبان په داسې حال کې جګړو ته دوام ورکوي؛ چې مونږ سولې ته ژمن یو

عزم دوشنبه، ۱۶چنګاښ، ۱۳۹۹):جمهور رئیس اشرف غني نن ماسپښین د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه «د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا» تر سرلیک لاندې د سیمې هیوادونو استازو سره مشورتي غونډه کې د خپلې وینا پرمهال یوځل بیا پر طالبانو نیوکې کړې چې ګواکې خبرو ته نه حاضریږي او هیڅ راز انعطاف نه ښیي.

د ارګ خبرپاڼه وایي: په دې غونډه کې چې د ویډیو کنفرانس له لارې د سیمې د شلو هیوادونو او د ملګرو ملتونو سازمان استازو ګډون درلود، اشرف غني یې پرمهال دسیمې له هیوادونو د ګډوموخو د تعقیب غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چې ټوله هڅه یې داده تر څو یو “دیموکراتیک افغانستان”رامنځته کړي«موږ د سیاسي ژمنتیا ظرفیت لرو چې جګړه پایته ورسوو او طالبانو ته یوه سیاسي حللاره وړاندې کړو ترڅو تاوتریخوالی بس کړي»

خبرپاڼه وړاندې وایي چې« جمهوررئیس له امریکا متحدو ایالتونو څخه د افغانستان د ثابت قدمه شریک په توګه په مننې وویل، دغه هیواد له افغانستان سره یو ځای د سولې پروسه کې د نړیوالې او سیمه ییزې اجماع د پياوړتیا لپاره زیاتې هڅې کړې دي.»
د خبرپاڼې له مخې، اشرف غني د سولې د خبرو پیل خپله لاسته راوړنه وبلله او زیاته یې کړه چې د اوسني تاوتریخوالي کچه د تېر کال په پرتله لوړه ده« د اوربند وړاندیز او ټولشموله مذاکره کوونکی پلاوی مو جوړ کړ او همداراز د ملي مصالحې عالي شورا مو جوړه کړه او په دې برخه کې قوي ملي اجماع جوړه شوه»
غني ویلي چې طالب بندیان یې د خپلو بندیانو د خلاصون لپاره آزاد کړي او ټینګار یې وکړ چې مونږ سولې ته ژمن یو خو د افغان عسکرو پر وړاندې د طالبانو روانه جګړه ملي اجماع ته زیان اړوي.

اشرف غني داسې مهالدا څرګندونې کوي چې په همهاله توګه کابل حکومت په نا اعلان شوې بڼه په ولایاتو کې د طالبانو پر وړاندې عملیات توند کړي او هم یې د بندیانو د خلاصون لړۍ چې د بین الافغاني مذاکراتو پیل ته لار پرانیزي، په قصدي ډول له ځنډ او خنډ سره مخ کړې ده.

 

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button