فراه کې د طالبانو له خوا تاریخ تېر درمل وسوځول شول

 

عزم (سه شنبه، ۱۷ چنګاښ، ۱۳۹۹) : په لویدیځ ولایت فراه کې د طالبانو د صحت کمیسیون له خوا هغه درمل وسوځول شول، چې وخت یې تېر او په زهرو بدل شوي وو.
د راپورونو پر اساس د فراه ولایت د بکوا ولسوالۍ اړوند ټول کلینیکونه او دواخانې وپلټل شوې، وخت تيري درمل ترې راجمع او وسوځول شول.
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي:
“له تیرو څو ورځو راهیسي د فراه ولایت د بکوا په ټوله ولسوالۍ کې، د افغانستان د اسلامي امارت د صحت کمیسیون له خوا ټول کلینیکان او سیمیزې دواخانې وکتل شوې او تر وخت تېر درمل او دواګانې یې ترې ټولې او وسوځول شوې”.
د ښاغلي احمدي له قوله؛ د طالبانو د صحت کمیسیون مسؤلینو ټولو دوا پلورونکو او ډاکترانو ته خبرداری ورکړ چې که تر دې وروسته؛ بيا هم له چا سره تر وخت تېر درمل وموندل شول، نو د شکایت حق نه لري.


د یادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې هم د طالبانو د صحت کمیسیون مسؤلینو ټول سیمه ییز درملتونونه او کلینیکونه وپلټل او تر وخت تېر درمل یې وسوځول.


همداراز تر دې وړاندې هم د هېواد بېلا بېلو سیمو کې د تاریخ تېرو درملو په اړه طالبانو جدي غبرګون ښودلی.
مګر د حکومت تر واک لاندې سیمو کې په عامه توګه تاریخ تېر او بې کیفیته درمل پلورل کیږي.
چې له امله یې تل د حکومت پر ګمرکي مسؤلینو او د روغتیا پر وزارت نیوکې کیږي او هېواد ته د بې کیفیته او تاریخ تېرو درملو پر واردولو تورنیږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button