سوځیدلې زانګو د چا وه؟

 

شپه مو په ځنګل کې تیره کړله، طیارې او څرخکې ګرځیدي، د چاپې خطر ؤ،سهار کلي ته راکوز شوو،

اوس د ورځې (د پکتیکا ولایت نکې ولسوالي د اوشاکۍ کلي) یوه ویران کور کې ولاړ یو،دروازې او کړکۍ یې خلاص دي او سوځیدلې زانګو مو مخې ته پرته ده.

دا زانګو ولې سوځیدلې ده؟

کلیوال: “دا د (طه) ده”

(طه)څوک دی؟

“(طه)درې کلن ماشوم د خپل کور یوازېنی وارث دی،کله چې د شپږو میاشتو ؤ، یوه شپه په خپل کور کې پلار او دوه ترونه یې یو ځای ګډو ځواکونو شهیدان کړل، بیا یې د (طه)پوښتنه وکړه”

نو امریکایانو “طه” نوم هم زده ؤ؟

“هو،خود امریکایي عسکر ترجمان ته وویل ته پوښتنه تري وکړه چې (طه) چیرته دی، مور یې ورته و ویل هلته زانګو کې پروت دی، عسکر ورغلل او زانګو ته یې اور ورته کړ، خو مور یې ور منډه کړه، د اور له منځه یې راویست، لږ څیره او بدن یې سوځیدلې ؤ، اوس یې کور ویران دی، سره له مور د ماما ګانو کور کې اوسیږي، دوی یې کفالت کوي”.

کلیوال خبرې کوي او زه سوچ وړی یم چې لویدیځوال په خپل وطن کې یو حیوان له مرګه وژغوري نو په میاشتو یې انځورونه نشروي چې موږ دومره زړه سوانده خلک یو، خو افغانستان کې په همدغو لویدیځوالو څه وشول؟ زموږ د زانګو ماشومانو څخه هم د ژوند حق اخلي ولي؟

د دوی اصلي څیره له مرګه ژغورل شويو حیوانانو سره ګډ انځورونه دي که د طه سوځیدلې زانګو ده؟

د نصیب ځدراڼ یونلیک (ازاد ولس محکوم وطن) څخه اخیستل شوې کیسه

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button