غزني: د دهیک ولسوالۍ امنیې قوماندان په یوه چاودنه کې وژل شوی

عزم چهارشنبه، ۱۸چنګاښ، ۱۳۹۹):راپورونه وایی چې د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ د امنیې قوماندان “حبیب الله” په یوه چاودنه کې له خپلو څو تنو ملګرو سره یوځای وژل شوی دی.

سرچینې وایي چې نوموړي نن سهار سیمه کې د طالبانو پرضد د عملیاتو تابیا نیولې وه چې د ولسوالۍ له مرکز تر اوښتو لږ شیبه وروسته یې پر موټر د یوه ځمکني ځای پرځای شوي ماین چاودنه وشوه.

طالبان وایي، چاودنه کې یې د امنیې قوماندان سره له ۴ نورو پولیسو سره یوځای وژلی دی.
د یادونې وړ ده چې د سیمې خلکو دغه قوماندان په سیمه کې په اخلاقي او جنایي جرایمو کې هم ښکیل بللی وه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button