عبدالستار میرزکوال د کندوز نوی والي ټاکل شوی

عزم (پنج‌شنبه، ۱۹، چنګاښ، ۱۳۹۹ل): د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې د کونړ اوسنی والي عبدالستار میرزکوال د کندوز لپاره د نوي والي په توګه ټاکلی دی.

له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي«میرزکوال تر دې وړاندې د کونړ د والي په توګه د رغونې، د امنیت په ټینګښت او په سیمه‌يیزه کچه د سولې په تامین کې د بریالۍ تجربې او دندې د ترسره کولو سربېره، د ماسټري په کچه لوړې زده‌کړې او پرېمانه کاري تجربه لري.»

د کندوز اوسنی والي حشمت الله رحیمي و، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې یې د سرپرست په توګه دنده ترسره کوله.

همدارنګه د سیمه‌ییز ارګانونو د ادارې د لوګر ولایت لپاره رابعه ستانکزۍ د مرستیالې والي په توګه ګمارلې ده.

څو ورځې وړاندې اشرف غني لوګر ته په خپل سفر کې د دغه ولایت خلکو سره ژمنه کړې وه، چې د والایت لپاره به یې ښځینه مرستیاله والي په توګه ورته وټاکي.

د سیمه‌ییزو ارګانونو ادارې روانه اوونۍ د اوو ولایتونو لپاره نوي والیان وټاکل، چې زیات یې له یوه ولایت څخه بل ولایت ته بدل شول او یوازې دوه تنه پکې نوې څېرې دي، چې تراوسه یې د والي په توګه دندې نه دي ترسره کړي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button