سوله مهمه ده، که ۱۹کلنې لاستهراوړنې!؟
خط اول:
اوسنی حکومت ځان د ولس استازی گڼي او دغه خبره ډېره تکراروي، چې په سوله کې به په تېرو ۱۹کلنو لاستهراوړنو معامله نه کېږي. که له حکومتي چارواکو وپوښتې چې ایا حکومت خپله دغه لاستهراوړنو ته ژمن دی؟ د دې پوښتنې ځواب نه له اشرف غني سره شته او نه یې له ټول حکومت سره؛ ځکه حکومت هره ورځ په لاستهراوړنو پښې ږدي، خو د سولې په خبرو کې پرې کلک ولاړ دی او دفاع ترې کوي. د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له تړون وروسته حکومت باید د سولې په خبرو کې ډېر نرم شوی وی او که چېرې امریکا، ناټو او د دوی نړیوالو ملگرو د سولې په خبرو کې کومه بېځایه لاسوهنه کولی، نو دوی یې باید مخه نیولی وی؛ خو خبره برعکس ده او اوس د سولې ډېر مخالفین په ارگ کې ناست دي.
د طالبانو او امریکا ترمنځ له شوي تړون نږدې ۵میاشتې تېرېږي، خو تراوسه نه ۵زره طالب بندیان خوشې شول، نه بین الافغاني خبرې وشوې، نه ورته پلاوی وټاکل شو، نه د طالبانو پر ضد منفي تبلیغات کم شول او نه هم حکومت د سولې لپاره یوه وړه هڅه وکړه، بلکې تراوسه د سولې پر ضد ولاړ دي او له هرې شته لارې هڅه کوي چې د سولې روان بهیر له خنډ سره مخ کړي او خپله واکمني نوره هم وساتي. که د طالبانو ۴۴۰۰بندیان خوشې شوي، نو حکومت دې دغه احسان پر ملت نه کوي، بلکې دغه کار یې هم د امریکا په زور کړی. که د امریکا فشار نه وی، نو حکومت ته خو انس حقاني هم سره کرښه وه او خپل بندي یې ګاڼه؛ خو حکومت خبر هم نه و، چې انس حقاني خوشې شو. اشرف غني په بیا ـ بیا ډېر ژر، ژر خپلې سرې کرښې ماتې کړې. لومړی یې له ټول طالب بندیانو له خوشې کولو انکار کاوه، وروسته یې ۲زره بندیان خوشې کړل، کله چې فشار ډېر شو، نو دغه شمېر تر ۴۴۰۰ته ورسېد او اوس یوازې ۶۰۰طالب بندیان پاتې دي چې خوشې شي او د طالبانو هغه شرط پوره شي، چې د ۵زره طالب بندیانو له خوشې کولو مخکې بین الافغاني خبرې نه کوي.
د حکومت په تېرو ۱۹کلنو لاستهراوړنو کې د بیان ازادي، د افغانستان اساسي قانون او رسنۍ دي. ایا دغه وضع شوي قوانین د یوه انسان له ژوند ډېر ارزښت لري؟ هېڅکله یې هم نهلري. دلته هره ورځ په جگړه کې لسگونه خلک مري او اشرف غني بیا افغان ځوانانو ته پېغور هم ورکوي، چې ولې د جگړې لیکو ته نه ځي. که له اشرف غني پوښتنه وشي، چې ولې دې جگړې ته خپل نازولی زوی نه رالېږې، نو ځواب به یې څه وي؟ دلته د حکومت په جگړه کې نه د اشرف غني، نه د امرالله صالح، نه د سرور دانش، نه د اسدالله خالد، نه د معصوم ستانکزي او نه هم د عبدالله عبدالله بچیان مري او نه د عسکرو ژوند ورته یوه ذره ارزښت لري. که دلته په جگړه کې د اشرف غني زوی مړ شوی وی، نو اوس به وختي اشرف غني د سولې سرلاری وی او په هره بیه به یې سولې ته غاړه کېښوده.
اساسي قانون د نړۍ له گڼو هېوادونو راوژباړل شو او یوازې پکې د افغان کلمه ورزیاته شوه. اساسي قانون خو په تېرو ۱۹کلونو کې یوازې یو سېمبولیک حیثیت غوره کړی او یوازې د کاغذ پرمخ پکې لیکل شوی. په همدغه قانون اشرف غني پرلهپسې شپږ کاله پښې کېښودې. گډ حکومت، سرپرسته کابینه، د ټاکنو ځنډول، ماشومانو ته لوړې څوکۍ ورکول او … هغه څه دي چې له اساسي قانون سره په ښکاره ټکر دی. د حکومت د بیان ازادي او د رسنیو یې دا حال دی، چې یو کس په فېسبوک کې د اشرف غني مخالفت وکړي، نو د حکومتي کړیو له لوري وژل کېږي. نو حکومت په کومه خوله د ۱۹کلنو لاستهراوړنو خبره کوي او د سولې مخالفت پرې کوي.