واټسنه! پورته وګوره او ماته ووايه چې څه شی وينې؟ /جالبه کیسه ګۍ

 

د شېړلوک هولمېز او مرستيال يې ډاکټر واټسن يو ماښام زړونه تنګ شول، له ښاره د باندې ووتل، په شنه دښته کې يې توشکې اوارې کړې، په سر يې دوه نفري خېمه له پاسه لکه کړه (ودروله) او ویده شول.
شپه نيمايي ته رسېدلې وه چې هولمېز له خوبه راويښ شو، اسمان ته يې وکتل او بيا يې واټسن راويښ کړ، ورته ويې ويل:
واټسنه پورته وګوره! او ماته ووايه چې څه شی وينې؟
واټسن وویل: په ميليونونو ستوري وينم!
هولمېز وويل: څه نتيجې ته رسېږې؟
واټسن وويل: له معنوي اړخه دې پايلې ته رسېږم چې خدای پاک څومره لوی ذات دی او موږ په دې دنيا کې څومره کوچنی او کمزوری مخلوق يو.
د‌ ستورپوهنې له نظره دې نتيجې ته رسېږم چې زهره سياره؛ د‌ مشتري په برج کې ده، نو معلومیږي چې د اوړي لومړۍ شپې ورځې دي.
له فزيکي لحاظه دې نتیجې ته رسېږم چې مريخ د‌ قطب په موازاتو کې دی، نو  وخت باید د‌ شپې درې نيمې بجې وي.
هولمېز  ور وکتل او ورته ويې ویل:
ياره واټسنه!  سخت شين دبی يې، غرق شې لا له دې منطق سره!
مهمه او اوله نتيجه چې بايد اخيستې دې وای؛ داده چې زموږ خېمه چا پټه کړې …..!

پند:
نو کله کله انسان له ‌هغو پېښو او حادثو چې په نږدې‌ کې يې تېرېږي ځان ناخبره او ناپامه ساتي، لرې لرې سوچونو ته تمبه وي، رنګا رنګ سم او ناسم برداشتونه، کرنې او رېبنې کوي، ناسم تصميمونه نيسي، ښې زرينې موقعې او فرصتونه له لاسه ورکوي.
که دغسې نه ده؟!

نور احمد عايل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button