په لومړي ځل؛ د افغانستان او پاکستان ترمنځ لوبلړۍ اعلان شوې

د لومړي ځل لپاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ يو بشپړ سيريز اعلان شو.
د راتلونکي کال د اګسټ او سپټمبر په مياشتو کې به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۳ پنځوس اوريزو او ۳ شل اوريزو لوبو لوبلړۍ ترسره شي.
دا لوبلړۍ به د افغانستان په کوربه توب ترسره کيږي، خو د لوبو د ځای په اړه لا حتمي پرېکړه نه ده شوې.
افغانستان د کرنتين تر پېله پورې د هندوستان، ګريټر نويډا او لکنو لوبغالي د هندوستاني کرکټ بورډ د همکارۍ په سلسله کې، د کوربه توب په موخه کارول، خو پاکستانۍ لوبډله به زړه ښه نه کړي، چې افغانستان يې په هند کې کوربه توب وکړي.
د کرکټ د شنونکو په وينا، ډېر امکان شته، چې د دغو لوبو سيريزونه په متحده عرب اماراتو کې وشي.
څرګنده دې وي، چې په دې نژدې ماضي کې افغانستان او پاکستان څو لوبې سره وکړلې، چې پاکستانۍ لوبډلې خورا په زړه خوړينۍ او د لوبڅارانو د غلطۍ پر مټ وګټلې.
دغو جالبو لوبو اوس د افغانستان او پاکستان د ملي لوبډلو او د دواړو هېوادونو د وګړيو ترمنځ ډېر زيات احساسات او رقابت پیداکړی.
د افغانستان د کرکټ بورډ رئيس د افغانستان د راتلونکو نورو لوبو لوبلړيو مهالوېش هم اعلان کړی دی، چې په لاندې ډول دی:
۱ ــ افغانستان د زمبابوې پر وړاندې، ډسمبر ــ ۲۰۲۰ ، ۳ شل اوريزې ، ۳ پنځوس اوريزې او يو ټيسټ.
۲ ــ افغانستان د آيرلېنډ پر وړاندې، جنوري ــ فبروري ۲۰۲۱ ، ۳ پنځوس اوريزې او يو ټيسټ.
۳ ــ افغانستان بيا هم د زمبابوې په خلاف، فبروري ــ مارچ ۲۰۲۱ ، ۳ شل اوريزې او ۲ ټيسټ لوبې.
۴ ــ افغانستان د اسيايي سيال سرې لنکا پر وړاندې، جولايي ــ اګسټ، ۲۰۲۱ ، ۳ شل او ۳ پنځوس اوريزې.
۵ ــ افغانستان د ګاونډي پاکستان په خلاف، اګسټ ــ سپټمبر ۲۰۲۱ ، ۳ ــ ۳ شل اوریزې او پنځوس اوريزې.
۶ ـــ افغانستان د پياوړي هندوستان پر وړاندې، سپټمبر ۲۰۲۱، ۳ پنځوس اوريزې.
۷ ــ افغانستان د اسټراليا پر وړاندې، سپټمبر ــ اکټوبر ۲۰۲۱ ، ۳ پنځوس اوريزې.
او د افغانستان، اسټراليا او ويسټ انډيز ترمنځ درې اړخيزه لوبلړۍ، د ۲۰۲۱ په اکټوبر مياشت کې.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button