یوه میاشت د ورځې ۲۲ ساعته پرلپسې کمپیوټري لوبو کولو یو چینایی په دماغي سکته اخته کړ

عزم (دوشنبه، ۲۳ چنګاښ، ۱۳۹۹): د یوه ۱۵-کلن چینایي کیڼ لاس او مټ تر یوې میاشتې پورې تقریبًا بېدمې د کمپیوټري لوبو له کولو وروسته شل شوي دي.

د ډېلي مېل ورځپاڼې د خبر له مخې، د شیاوبین په نوم دې ماشوم به د ښوونځي د رخصتیو له امله په ورځ کې ۲۲ ساعته پرلپسې کمپیوټري لوبې کولې. نوموړی په کور کې تر ناڅاپه بېهوښۍ وروسته یوه روغتون ته یووړل شو.

د شیاوبین مور وايي چې زوی به یې زیاتره وخت په خپله خونه کې و. دروازې او کړکۍ به یې په ځان پسې وتړلې. کله چې به دوی پوښتنه ترې وکړه چې څه کوي، شیاوبین به ویل چې آنلاین درسونه ګوري. وروسته یې مور ته معلومه شوه چې نوموړي د ورځې ۲۲ ساعته بېدرنګه کمپیوټري لوبه کوله.

د نوموړي مور وايي، ”ما د ده له ملګرو سره د ده پیغامونه ولیدل. ده ورته ویلي و چې ارام یې ښه نه و او په ورځ کې حداکثر دوه ساعتونه ویده کېده“.

تر CT معاینې وروسته معلومه شوه چې په شیاوبین دماغي سکته راغلې، او په کیڼ مټ او لاس کې یې د حس ادراک هم ختم شوی دی.

د لي په نوم د روغتون د دماغي ناروغیو یو متخصص وايي چې د بېدرنګه کمپیوټري لوبو کولو خپل غیرصحي عادت او تر ناوخته کښېناستو شیاوبین دې حالت ته رارسولی دی.

ډاکټر لي سیمه ییزو رسنیو ته ویلي، ”اصلي لامل دا دی چې د ده خوب او خواړه بېوخته وو. د خوړو او ارام کموالي د ده په دماغ کې د وینې او اکسیجن کچه راټیټه کړه او دماغي سکته پرې راغله“.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button