یواځې افغان جاپان روغتون ته د روغتیایي توکو پیرلو کې تر ۸میلیونه افغانیو ډیرې پیسې وهل شوې

عزم سه شنبه، ۲۴چنګاښ، ۱۳۹۹):په داسې حال کې چې د کرونا له امله په هیواد کې د ښارونو د قرنطین پروسه پای ته رسیدلې، اوس ورځ تر بلې هغه لوړ مالي فسادونه چې چارواکو د دغې ناروغۍ د خپریدو پرمهال له موقع څخه په استفادې له دولتي بودیجې کړي ورځ تر بلې رسنیز کیږي.

پژواک آژانس په خپل یوه څیړنیز راپور کې ویلي چې د عامې روغتیا وزارت افغان- جاپان روغتون ته د ۲۶ قلمه درملو، طبي تجهیزاتو او وقایوي محصولاتو په پېرلو کې تر اته ۸ميلیونه ډېرې افغانۍ غلا کړې دي.

دلته ددغه آژانس د موندنو راپور چې د یادو ۲۶طبي توکو په هکله یې ترتیب کړی، کټ مټ ستاسو مخې ته ایږدو.

د تشناب کاغذ:

دو سوه روله تشناب کاغذ تر ۲۳زره په ډېرو افغانیو پېرل شوی چې هر رول یې له ۱۱۵ افغانیو په لوړه بیه تمام شوی دی.

خو د دغه تشناب کاغذ د هر رول اصلي بیه په بازار کې ۱۵ افغانۍ ده چې د ۲۰۰ روله تشناب کاغذ بیه درې زره افغانۍ کېږي او په هغو کې له ۲۰زرو ډېر اختلاس شوی دی.

د جذب کاغذ:

۵۰۰ روله د جذب کاغذ له یو ميلیون او ۳۱۵زره افغانیو په لوړه بیه پېرل شوی چې هر رول یې له ۲۷۰۰ افغانۍ په لوړه بیه تمامېږي.

خو په بازار کې د جذب کاغذ د یوه رول بیه ۲۵۰ افغاني ده چې د پنځه سوه هغو بیه ۱۲۵زره افغانۍ کېږي او په هغو کې له یو ميلیون او ۲۲۶زره افغانیو ډېره غلا شوې ده.

۵۰۰ ملي لېتره ګلوکوز سیروم له ۱۰٪ سېټ سره

د یاد سند له مخې، د ۵۰۰ ملي لېتره ګلوکوز سیروم څلور زره خلتې له ۱۰٪ سېټ سره، له یو ميلیون او ۸۵۳زره افغانیو په لوړه بیه پېرل شوي او هر سیروم له ۴۶۰ افغانیو په لوړه بیه تمام شوی دی.

خو ۵۰۰ ملي لېتره ګلوکوز سیروم له ۱۰٪ سېټ سره، په بازار کې په ۶۰ افغانۍ پلورل کېږي چې د هغو څلور زره خلتې ۲۴۰زره افغانۍ کېږي او په پېرلو کې یې یو ميلیون ۶۱۳زره افغانۍ درغلې شوې ده.

۵۰۰ ملي لېتره ګلوکوز سیروم له ۵٪ سېټ سره

۵۰۰ خلتې ۵۰۰ ملي لېتره ګلوکوز سيروم له ۵٪ سېټ سره هم نږدې په ۲۳۱زره افغانۍ پېرل شوي چې هره خلته یې له ۴۶۰ افغانۍ په لوړه بیه تمامېږي.

خو د ۵۰۰ ملي لېتره یوې خلتې ګلوکوز سیروم بیه له ۵٪ سېټ سره په بازرا کې ۶۵ افغانۍ ده چې پنځه سوه خلتې یې ۳۲۵زره افغانۍ کېږي او په هغو کې له ۱۹۹زره افغانیو ډېر اختلاس شوی دی.

۵۰۰ ملي لېتره ميکس سيروم له سېټ سره:

د ۵۰۰ ملي لېتره میکس سیروم زر خلتې له سېټ سره، له ۴۶۳زره افغانیو په لوړه بیه پېرل شوي چې هره خلته یې له ۴۶۰ افغانیو په لوړه تمامېږي.

خو له سېټ سره د ۵۰۰ ملي لېتره ميکس سیروم د یوې خلتې بیه په بازار کې ۶۵ افغانۍ ده چې ۱۰۰۰ خلتې یې په ۶۵زره افغانۍ تمامېږي او په پېرلو کې یې له ۳۹۸زره افغانیو ډېر اختلاس شوی دی.

۵۰۰ ملي لېتره رینګر سيروم له سېټ سره:

له سېټ سره د رینګر سيروم پنځه زره خلتې په دوه ميلیونه او ۳۱۶زره افغانۍ پېرل شوي چې هره خلته یې له ۴۶۰ زره افغانۍ په لوړه بیه تمامېږي.

خو د رینګر سيروم د یوې خلتې اصلي بیه په بازار کې ۶۵ افغانۍ ده چې پنځه زره خلتې یې ۳۲۵زره افغانۍ کېږي چې په هغو کې هم یو ميلیون ۹۹۱زره افغانۍ درغلي شوې ده.

ویال سفټراکسون امپول:

لس زره ویال سفټراکسون امپول په یو ميلیون ۶۲۱زره افغانۍ پېرل شوي چې هر امپول یې له ۱۶۰ افغانیو په لوړه بیه تمام شوی دی.

خو یو ویال سفټراکسون امپول په بازار کې په ۱۱۵ حافغانۍ پلورل کېږي چې د لسو زرو یې یو ميلیون او ۱۵۰زره افغانۍ کېږي، په دغو امپولونو کې له ۴۷۱زره افغانیو ډېره غلا شوې ده.

د معاینې کوچني، متوسط او لوی دستکش:

په کوچنيو، متوسطو او لویو سایزونو کې سل دانه يي ۶۰ کارتنه د معاینې دستکش له ۱۴۸زره افغانیو په لوړه بیه پېرل شوي چې هر کارتن دستکش په ۲۴۷۰ افغانۍ تمامېږي.

خو یو کارتن دغه دستکش په بازرا کې په ۸۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې د ۶۰ کارتنونو بیه ۴۸زره افغاني کېږي، یاد حساب ته پکتو په هغو کې تر ۱۰۰زره افغانیو ډېره درغلي شوې ده.

محافظوي مکمل سېټونه:

د روغتیايي کاکوونکو ۲۰۰ مکمل محافظوي سېټونه له دوه میلیونه افغانیو په لوړه بیه پېرل شوي چې هر کارتن یې له ۱۰زره افغانیو په لوړه بیه راځي.

خو د محافظوي کېټ یو مکمل سېټ په بازار کې ۱۵۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې دوه سوه کېټونه یې په ۳۰۰زره افغانۍ راځي، په دغه حساب په هغو کې له یو ميلیون او ۷۰۷زره افغانیو ډېره درغلي شوې ده.

ښونه:

دوه سوه بستې پاپوښونه په نږدې ۳۰۹۰۰ افغانیو پېرل شوي چې هره بسته یې له ۱۵۴زره افغانیو په لوړه بیه معامله شوې ده.

یو د یوې سل دانه یي بستې پاپوښونو بیه په بازار کې ۱۵۰ افغانۍ ده چې د دوو سوو جوړو یې ۳۰زره افغانۍ کېږي، په دغو کې نږدې ۹۰۰زره افغانۍ درغلي شوې ده.

محافظتي عینکې:

۵۰ جوړې محافظتي عینکې په نږدې ۸۵زره افغانۍ پېرل شوې، چې هره جوړه عینکې په ۱۷۰۰ افغانۍ تمامې شوې دي.

خو په بازار کې یادې یو جوړ عینکې په ۳۰۰ افغانۍ پلورل کېږي، په ۵۰ جوړې یې تر ۱۵زره ډېرې افغانۍ کېږي او په هغو کې نږدې ۷۰زره افغانۍ اختلاس شوی دی.

یو ځل کارېدونکې محافظتي چپنې:

۲۰۰ بستې یو ځل کارېدونکې محافظتي چپنې له ۹۲زره په ډېرو افغانیو پېرل شوې دي چې هره یوه یې په ۴۶۳افغاني افغانیو راځي.

خو یوه بسته یو ځل کارېدونکې دغه چپنې په بازار کې په ۱۵۰ افغانۍ پلورل کېږي چې دوه سوه بستې یې په ۳۰زره افغانۍ کېږي، په دغو کې له ۶۲زره افغانیو ډېره غلا شوې ده.

۵ لېتره کاغذي سفټي باکس:

۵۰ کارتنه ۲۵ دانه یي ۵ لېتره کاغذي سفټي باکس له ۴۶۳۰۰ په ډېرو افغانیو پېرل شوی چې هر کارتن یې له ۹۲۶زره افغانيو په لوړه بیه تمام شوی دی.

خو یو کارتن سفټي باکس په بازار کې په ۱۰۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې د ۵۰ کارتنونو ۵۰زره افغانۍ کېږي؛ دا په داسې حال کې ده چې تېر ته په کتو، اوس مهال بیې راټیټې شوې دي.

۲،۵ لېتره ۹۶ سلنه ایټایل الکول:

لس بوتله ۲،۵ لېتره ۹۶فیصده ایټایل الکول له ۲۱زره په ډېرو افغانیو پېرل شوي چې هر بوتل یې په ۲۱۶۰ افغانۍ تمامېږي.

خو د یو بوتل ۲،۵ لېتره ۹۶فیصده ایټایل الکولو بیه په بازار کې ۱۵۰۰ افغانۍ ده چې د لسو بوتلونو ۱۵زره افغانۍ کېږي؛ په دغو کې هم له ۶۶۰۰ افغانیو ډېره درغلي شوې ده.

د روغتیایي کاکوونکو لپاره چپنې:

د روغتیایي کارکوونکو لپاره ۲۰ چپنې له ۱۱۵۸۳ افغانیو په لوړه بیه پېرل شوې دي چې هره یوه یې نږدې په ۵۸۰ افغانۍ تمامه شوې ده.

خو د روغتیایي کارکوونکو لپاره یوه چپنه په بازار کې په ۳۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې د شلو یې شپږ زره افغانۍ کېږي، په دغو کې هم له ۵۵۰۰ افغانیو ډېره درغلي شوې ده.

پد الکول:

۳۰ باکسه پد الکول له ۲۳۱۶ افغانیو په لوړه بیه پېرل شوي چې هر باکس یې له ۷۷زره افغانیو په لوړه بیه راځي.

اوس مهال یو بکس پد الکول په ۲۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې د هغو ۳۰ بکسونه شپږ زره افغانۍ کېږي؛ خو تېر ته په کتو اوس مهال بیې لوړې شوې دي.

یو ځل کارېدونکي ترمامېترونه:

یو ځل کارېدونکي ۱۰۰۰ ترمامېترونه له ۳۸زره په ډېرو افغانیو پېرل شوي چې هر یو یې تر ۳۸ افغانیو په لوړه بیه تمام شوي دي.

خو دغه هر ترمامېتر په بازار کې په ۱۵۰ افغانۍ پلورل کېږي، د هغو ۱۰۰۰ دانې ۱۵۰۰۰ افغانۍ کېږي، د دغو ترمامېترونو بیه هم نسبت پخوا ته لوړه شوې ده.

نمونه لېږدوونکي بکسونه:

د ۱۰۰ په شمېر نمونه لېږدوونکې بکسونو له ۳۹۳زره افغانیو په لوړه بیه پېرل شوي چې په دغه حساب هر بکس یې له ۳۹۳۸ افغانیو په لوړه تمامېږي.

خو د نمونه لېږدوونکي یوه بکس بیه په بازار کې ۱۰۰۰ افغانۍ ده چې په دغه حساب د سلو بکسونو ۱۰۰زره افغانۍ کېږي. په دغو کې هم له ۲۹۳زره افغانیو ډېره درغلي شوې ده.

جارو:

د شلو په شمېر جاروګان له ۷۷۲۲ افغانیو په لوړه بیه پېرل شوي چې هر یو یې له ۳۸۶ افغانیو په لوړه بیه معامله شوی دی.

خو یاد یو جارو په بازار کې په ۴۰ افغانۍ پلول کېږي چې د شلو یې ۸۰۰ افغانۍ کېږي چې په دغو جاروګانو کې هم نږدې له ۷۰۰۰ افغانۍ ډېره درغلي شوې ده.

کثافت دانۍ:

۵۰ پلاستیکي کثافت دانۍ نږدې په ۲۹زره افغانۍ پېرل شوې دي، د هرې یوې بیه له ۵۷۹ افغانیو لوړه تمامېږي.

خو یوه یاده کثافت داني په بازار کې په ۳۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې د ۵۰ هغو قیمت ۱۵زره افغانۍ کېږي؛ په دغو کې هم له ۱۳۹۰۰ افغانیو ډېر اختلاس شوی دی.

بالښتونه:

۹۵ ترکي بالښتونه نږدې په ۳۷زره افغانۍ پېرل شوي چې هر یو یې له ۳۸۶ افغانۍ په لوړه بیه راځي.

خو په بازار کې یاد یو بالښت په ۲۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې ۹۵ بالښتونه په ۱۹زره افغانۍ تمامېږي، په دغه حساب په هغو کې هم له ۱۷۶۰۰ افغانیو ډېره غلا شوې ده.

بوټونه:

۵۰ جوړې بوټونه له ۱۹۳۰۰ افغانیو په لوړه بیه پېرل شوي چې د هرې جوړې بیه له ۳۸۶ افغانیو لوړه راځي.

خو په بازار کې یاد یوه جوړه بوټ په ۲۵۰ افغانۍ پلورل کېږي چې ۵۰ جوړې یې ۱۲۵۰۰ افغانۍ کېږي چې په دغو کې هم ۶۸۰۰ افغانۍ اختلاس شوی دی.

ټاټسکوپونه:

څلور پایې سټاټسکوپونه له ۲۷۸۰ په ډېرو افغانیو پېرل شوي چې هر یو یې له ۶۹۵ افغانیو په لوړه بیه راځي.

خو یوه پایه یاد سټاټسکوپ په بازار کې په ۴۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې د څلورو هغو بیه ۱۶۰۰ افغانۍ کېږي، په دې کې هم ۱۲۰۰ افغانۍ درغلي شوې ده.

د فشار الې:

د فشار ځلور الې له ۷۷زره په ډېرو افغانیو پېرل شوې دي چې هره یوه یې له ۱۹۳۰۰ افغانیو په لوړه بیه راځي.

خو د فشار یاده یوه اله په بازار کې په ۱۳۰۰ افغانۍ پلورل کېږي چې د څلورو یې ۵۲۰۰ افغانۍ کېږي او په هغه کې ۷۲زره افغانۍ فساد شوی دی.

په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت له خوا د ډېزل تېلو پېرلو سند او د پژواک خبري اژانس له خوا د ډېزل تېلو پېرلو بېلونه په لاندې ډول دي:

د تېلو پېرل:

د ۱۳۹۹/۰۲/۰۱ تر ۱۳۹۹/۰۲/۳۱ نېټې د تېلو پېرلو په سند کې چې پژواک ترلاسه کړی، ښیي چې ۴۷۹ لېتره ډېزل تېل له ۳۰زره په ډېرو افغانیو پېرل شوي چې یو لېتر یاد تېل په ۶۳ افغانۍ تمام شوي دي.

خو به همدې نېټه د پژواک خبري اژانس له خوا د پېرل شوو تېلو بېلونه ښیي چې یو لېتر ډېزل تېل په ۴۶ افغانۍ پلورل شوي چې د تېلو په قراراداد کې هم له ۸۰۰۰ افغانیو ډېره درغلي شوې ده.

د افغان جاپان روغتون مسؤلین وایي چې د تړونونو او پېرلو په بهیر کې د افغان- جاپان مدیریتي ټېم برخه نه لرله، بلکې د طبي تجهیزاتو، درمل او وقایوي محصولاتو پېرل د عامې روغتیا د تدارکاتو په وسیله ترسره شوي دي.
خو د روغتیا وزارت هیڅ یوه ویاند یا هم چارواکي د دې سترې غلا په هکله څه نه دي ویلي.
د یادونې وړ ده چې د دغه وزارت چارواکو پاکستان ته د وینټیلاټورونو د قاچاق په برخه کې هم تر اوسه کوم څرګند ځواب نه دی ویلی او نه یې هم په دې هکله د پژواک آژانس راپور ته کوم قانع کونکی ځواب موندلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د هشت صبح ورځپاڼې د څیړنو له مخې کابل ښاروالي د کرونا پرمهال د رامنځته شوي قرنطیني حالت نه یواځې د وچې ډوډې په ویش کې ۸ میلیونه افغانۍ په بډه وهلې وې.

 

https://www.facebook.com/199493823435561/posts/3341622885889290/

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button