د جوبایډن خپسه….!

هغوی چې ګومان کوي د افغان سولې بهیر او یا افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د پاتېدو او وتلو بحث یوازې له راتلونکو امریکايي ټاکنو پورې تړلی دی، ښايي په دې اړه بیا فکر وکړي.
جو بایډن چې د متحده ایالاتو راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې د ټرمپ مخکښ سیال دی په تازه څرګندونو کې يې په ډېرو صریحو او توندو ټکو افغانستان او نورو هېوادونو ته د امریکايي پوځیانو له استولو سره مخالفت کړی.
له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وېستلو مسئله امریکايي سیاست کې پر یوې منلې ولسي سوژې بدله شوې. نژدې ټول امریکایان غواړي پوځیان یې وطن ته وروګرځي. دا جګړه هغوی ته نوره بې‌مفهومه شوې.
جوبایډن ویلي، ده ته دا مهمه نه ده چې په افغانستان کې څه ډول وضعیت واکمن دی، ښځې حقونه او ازادۍ لري کنه، بلکې د ده مسوولیت د امریکا د ګټو ساتنه او پالنه ده.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې که د امریکايي ځواکونو د وتلو په صورت کې طالبان واک ته رسېږي او ښځې خپل حقونه له لاسه ورکوي دی د مسوولیت احساس کوي، بایډن وايي «نه، زه په دې اړه د مسوولیت احساس نه کوم. صفر مسوولیت…زما مسوولیت دا دی چې د امریکا ملي ګټې خوندي کړم او [د خپل وطن] د ښځو او نارینه‌وو ژوند له ګواښ سره مخ نه کړم…دا هغه څه دي چې د ولسمشر په توګه به یې زه وکړم».
مېرمن لورل مېلر چې پخوا یې د متحده ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت کې کار کړی او اوس د کړکېچ نړیواله ډله کې مخکښه کارپوهه او څېړونکې ده د بایډن د دغو څرګندونو په باب وايي:
«زه هیله‌منه یم چې دا به هغو افغان مشرانو ته د ويښېدو زنګ وي چې د افغان سولې بهیر په دې هیله په ځنډ پرمخ وړي چې متحده ایالتونه به خپل مسیر بدل کړي او که بایډن د نومبر ټاکنې وګټلې په افغانستان کې به پاتې شي».

 

ذاکر جلالی

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button