د طالبانو او بهر مېشتو هېوادوالو تر منځ د ویډیویي کنفرانس مهم ټکي

عزم (یکشنبه، ۲۹ چنګاښ، ۱۳۹۹ل): تېره ورځ د طالبانو د سیاسي دفتر غړي او د بین الافغاني څانګې د تماس مشر محترم شیخ شهاب الدین دلاور او د دې څانګې نورو اعضاوو، بهر کې میشتو پیژندل شویو افغانانو سره د فیسبوک پر صفحه په ژوندۍ بڼه کانفرانس درلود.
دغه کانفرانس؛ چې زرګونو افغانانو په ژوندۍ بڼه تعقیباوو، د سیاسي دفتر د یاد بخش مشر او اعضاوو یې په خپل نوبت سره د افغانستان د نوي راتلونکي اسلامي نظام، د بندیانو د خلاصون، بین الافغاني مذاکراتو، د ښځو حقوقو او نورو مهمو موضوعاتو په هکله د ګډونوالو پوښتنو ته مفصل ځوابونه وویل او هر اړخیزې معلومات یې وړاندې کړل.
د طالبانو د مذاکراتي ټیم غړي شیخ حلیم صاحب وویل، د فاطمینو او داعش پدیدې د مخنیوي لپاره شرعي تعلیم ته وسعت ورکول اړین دي. ځکه چې دده په وینا « له داسې ډلو سره د خلکو یوځای کیدو لامل د شرعي اړینو معلوماتو کموالی دی».

نوموړي ددې لپاره د قومي او ژبني تعصباتو لمنځه وړل، افغاني عنعناتو ته پاملرنه، د فقر ختمول، د خپلمنځي یووالي ساتل، د خارجي استخباراتو د لاسوهنو پریکون او د عدالت پلي کېدل اړین وبلل.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین وویل چې اسلامي نظام کې ټولو داخلي او بهر میشتو افغانانو ته د خدمت زمینه برابره ده او ټول افغانان د خپلو اړوندو مسلکونو په پرمخ بیولو کې ونډه اخیستلای شي.
نوموړي زیاته کړه، که بین الافغاني مذاکرات پیل شي، نو موږ د ګډ کلتور، فرهنګ او لید له مخې،  ډېر ژر تفاهم ته رسیدلی شو. ان شاء الله

د سیاسي دفتر یو بل غړي او د بین الافغاني څانګې د تماس مشر شیخ شهاب الدین دلاور وویل چې د حکومت مذاکراتي ټیم کې ستونزې شته، د مصالحې شورا یې بله ستونزه ده او په غزني ولایت کې د اشرف غني هغه څرګندونې چې تر مذاکراتو وروسته به خلک د سولې د کولو او نه کولو په هکله وروستۍ پریکړ ه کوي، بل مشکل دی.

ښاغلي دلاور زیاته کړه چې تیرو ۴ میاشتو کې چې څومره وینې توی شوې، مقابل لوري ته یې مسؤلیت راجع کیږی.
«موږ په صراحت ورته ویلي ؤ چې موږ مو بندیان په یوه ورځ کې در آزادوو، خو د دوی خپلمنځي اختلافات ددې لامل شول چې دا پروسه وځنډیږي.»

همداراز د سياسي دفتر غړي ډاکتر مزارګل صالح وویل چې له امریکایانو سره لاسلیک شوې توافقنامه کې نه یوازې د بهرنیانو وتل، بلکې د راتلونکي اسلامي حکومت او نورو موضوعاتو یادونه هم شوې ده.
نوموړي وویل: «بین الافغاني مذاکرات مو د کابل له انحصاره ایستلي، هغوی به د دې ټیم یوه برخه وي، نه مسؤل لوری.
حکومت غواړي خپل لړزېدونکی واک د بندیانو په نه خوشې کولو وځنډوي».
ښاغلي صالح زیاته کړه چې همدا اوس یې هم غیر رسمي مذاکرات له سیاسیونو او مشرانو سره روان دي.

د ګوانتنامو زندان پخواني بندي مولوي محمد نبي عمري وویل چې له ټولو افغانانو سره به یو شان برخورد کیږي، سیاسي توافق کې د بندي دوسیې څیړلو ته ضرورت نشته او ټینګار یې وکړ چې «که نور غربي هیوادونه د بندیانو خلاصون کې خنډ جوړوي، نو دا د هغوی څرګنده مداخله ده او دوی د دې حق نلري».
نوموړي وویل، که د اوسنۍ جګړې د ختمولو هوډ مو نه درلودی، نو مونږ ته هم خلک د جنګي مجرمینو د نه خوشې کولو سپارښتنه کوي.
ښاغلي عمري زیاته کړه: ځینو بندیانو ته جعلي دوسیې او اسناد جوړ شوي، تر څو دا پروسه وځنډوي. ځکه هغوی ښایي د طالبانو ځینې ډلګۍ مشران وي.

نوموړي هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې خوشې کیدونکي بندیان د دوی پوځي لیکو ته ور ګرځي او په ټینګار یې وویل: «په قسم سره وایم، دومره زیات استشهادیان لرو چې نوبت نه ور رسیږي، آزادیدونکو بندیانو ته مو د جنګ صف کې د دخول هیڅ اجازه نه ده ورکړې».

ورپسې شیخ صاحب دلاور د میرمنو د حقوقو په هکله وویل چې اسلامي امارت د ښځو ټولو حقوقو ته ژمن دی او د اسلامي احکامو او افغاني عنعناتو په رڼا کې یې د تحصیل او مصؤن کاري چاپیریال د برابرولو لپاره زمینه سازي کوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button