څه ضرور؟!

دا ځینې انسانان هم عجیبه دي! سره له دې چې یو کار نشي کولای او یا یې مخه نشي نیولای؛ مګر بیا هم په تبلیغاتي ډګر کې د خپل وزن د زیاتوالي په موخه افواهات خپروي او داسې ښيي چې ګواکې بشپړ لاسبری او خپله پرېکړه په خپلواکه توګه کولای شي.
په دغه انسانانو کې زموږ د افغانستان ځینې خلک هم شامل دي. هغه دا چې اوسنۍ د اشغالګرو په لاس د رامنځته شوې ادارې واکمنان، سره له دې چې پوهېږي، هیڅ پرېکړه د خپل بادار له خوښي پرته نشي کولای؛ مګر بیا هم لګیا دي او داسې په اصطلاح اکټونه کوي چې سړی ورته حیران شي.
له ۲۰۰۱ نه تر اوسه؛ کله چې یوه موضوع رامنځته کېږي د کابل ادارې واکمنان پرته له دې چې د پلي کولو یا نه کولو اجازه ترلاسه کړي، په خپل سر داسې یو کار وکړي چې بلاخره هم افغان ملت ته او هم په نړیواله کچه وشرمېږي. مګر دوی سره له دومره شرمونو بیا هم همغه تېروتنې تکراروي- شرمېږي به نو ولي؟ ځکه د اشغالګرو له مرستې او خپل هیواد کې هغوی په ځان امیران ګرځول خپله یو لوی شرم دی، خو دوی نه پرې شرمېږي، په بل څه به څنګه شرم وکړي- او ځانونه شرموي.
د کرزي له واکمنۍ به راتېر شو، ځکه اوس هر سړی پوهېږي چې د کرزي واکمني څنګه وه او کومې ناخوالې یې درلودې. رابه شو د غني واکمنۍ ته! کله چې په لومړي ځل غني واکمن کېده او د ټاکنو(!) لپاره میدان ته داخل شو، له ملت سره به یې عجیبې او غریبې وعدې کولې. حال دا چې ښه پوهېده چې پوره کول او نه کول یې د ده تر سویې لوړ دي او دی هسې د سفارت د یوه مامور دنده لري. کله به یې ویل سترخوانونه به مو له ډوډۍ ډک کړم، کله به یې ویل غلا، رشوت، فساد، زورواکي او… به ورک کړم، کله به یې آسمان ځمکې و ځمکه آسمان ته خېژوله؛ خو ټولې وعدې یې هغه مهال مسخره شوې، چې غله، فاسدین، جنایتکاران، غاصبین او… یې په خپل دربار کې په غوښنو کرسیو وګمارل او لا یې زمینه ورته برابره کړې چې ملت ښه کنډ- کپر کړي. لنډه دا چې لومړۍ دوره واکمني یې خورا په ریشخند تېره کړه او یوازې به کرايي لیکوالانو و فیسبوکیانو د زرکلنۍ قصیدې ورته زمزمه کولې.
په دوهمه دوره کې هم خورا غوړې-غوړې وعدې له ملت سره کولې او په هره وینا کې به یې هغه لاپې ویشتې چې د ده تر وس بر کار و. کله چې بریالی او ګټونکی اعلان شو او بیا ناخوالې راپورته شوې، چې څه رویه یې ورسره وکړه، هغه بېله خبره ده. مګر د ده له دوهم ځل ګمارلو سره هم مهاله د امریکايي اشغال د خاتمې تړون لاسلیک شو او پکې د بندیانو د خلاصون سربېره زیات داسې مسائلو شتون درلود چې غنې یې په ډېر غرور و ویاړ مخالفت کاوه او دا چاره یې د ځان لپاره سره کرښه بلله چې ګواکې څوک به یې تر وانه ړوي. لومړی یې د زندانیانو د خلاصون بشپړ مخالف وښود، کله چې زور پرې تېر شو د یو نیم زر د خلاصون فرمان لاسلیک شو، بیا چې لیږ زور لا په تېر شو د دوه زره فرمان یې ورکړ او ویې ویل چې نور نه کېږي؛ خو کله چې بیا د سفارت لخوا لیږ د غوږ پېچک ورکړل شو، د زرو نورو د خلاصون فرمان یې ورکړ او تقریباً ۴۵۰۰ د دوی په خوله ازاد شول… .
په دې وروستیو کې یې یو ځل بیا په یوه موزه دواړه پښې ننباسلي او اوس وچ کلک منکر دی چې ۶۰۰ بندیان به په هیڅ قیمت ازاد نه کړي، حال دا چې مازې د سفارت یوه اشاره او د غور پېچ غواړي. اوس چې سړی د کابل ادارې ناخپلواکي او د تصمیم په برخه کې نه واک ته وګوري، سړي ته افسوس ودرېږي چې وه سړیه څه ضرور؟ چې د هیڅ پرېکړې صلاحیت نه لرې او نه هم دومره وړتیا لرې چې خپل ډونر یا بادار ته په زغرده د نه ځواب ورکړې؛ بیا څه ضرور چې هم خپل ملت ته او هم نړیوالو ته ځان شرموې؟! دغه شپږ سوه بندیان به خاماخا خوشي کوې؛ نو تر دې چې ابرو و عزت دي لا پایمال او هغه د چا په اصطلاح سم زیر خاک شي، غوره ده ترڅو د سولې د روانو هڅو څخه په زغرده ملاتړ وکړې او له لنډمهال شرم و مختورۍ څخه ځان وساتې. کنه نور خو دي په ټوله نړۍ کې هم ځان او هم ستا په څېر نور د پردیو مخلصین وشرمول!

 

عنایت الله خاموش

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button