مسیر ورځپاڼه: ناکامورا د ګمبیري د دښتې له امله ووژل شو

عزم (دوشنبه، ۳۰، چنګاښ، ۱۳۹۹ل): مسیر ورځپاڼې په خپله نننۍ سرلیکنه کې د ګمبیري په دښته کې د هوايي ډګر په جوړولو او د دغه ډګر پر ضد د یو شمېر خلکو لاریون باندې بحث کړی دی. ورځپاڼې لیکلي، د ګمبیري دښته یوه کرنیزه ځمکه ده او که د کونړ سیند اوبه راوګرځوي، نو زرګونه جریبه ځمکه پرې خړوبه کېږي.

«افغان حکومت په دې وروستیو کې د ګمبیري پر دښته د هوایي ډګر د جوړولو پروژه پرانیسته. د افغان حکومت ځینې پخواني چارواکي وایي چې دغه ځمکه د زراعت لپاره په پام کې نیول شوې ده، باید د اوبو یو بند جوړ شي او دغه بند به له کونړ سیند د ګمبیري دښته خړوبه کړي چې زرګونه هکتاره ځمکه به د کرکيلې وګرځي. پرون په همدې تړاو په جلال اباد او بغلان ولایتونو کې لسګونو کسانو د حکومت پر وړاندې اعتراض کړی و او له دوی یې غوښتي وو چې ژر تر ژره دې له خبلې دغه پرېکړې په شا شي. د دوی په خبره، د ګمبيري دښته د سردار محمد داوود خان د ماسټر پلان له مخې زراعتي ځمکه وه او د دې ځمکې لپاره د کونړ پر سیند باید بند جوړ شي، چې د دې هدف د پوره کولو په موخه جاپاني الاصله افغان ناکامورا د پاکستان لخوا ووژل شو، څو دلته بند جوړ نه شي او د کونړ د سیند اوبه پاکستان ته روانې وي.»

د سرلیکنې له مخې، ننګرهار هوايي ډګر لري، نو بل هوايي ډګر ته څه اړتیا ده. بل حکومت ولې په لوی لاس د حیاتي پروژو مخه نیسي.

«اوس د حیرانتیا خبره دا ده، چې له دې ځمکې د دومره مهم کار د اخیستو شونتیا شته ده، نو بیا ولې هوايي ډګر ورباندې جوړ شي؟ ننګرهار هوایي ډګر لري او پر دغه ډګر دومره بیروبار نه دی چې بل هوايي ډګر ته دې اړتیا وي. حکومت ولې په لوی لاس هغه پروژې ناکاموي یا مداخله پکې کوي چې د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري. ولس په یوه خوله وایي چې دوی هوايي ډګر نه غواړي، پر ځای یې د اوبو بند غواړي او دغه بند باید د ګمبیري دښته خړوبه کړي، خو حکومت د هوايي ډګر پر پروژه ولاړ دی.»

ورځپاڼې لیکلي، حکومت په ننګرهار کې کومه پروژه بشپړه کړې ده، چې اوس د هوايي ډګر د جوړولو تابیا یې کړې ده. «بله خبره دا چې حکومت خپله کومه پرانیستې پروژه بشپړه کړې ده؟ په ننګرهار کې د ستر روغتیایي کمپلکس د جوړولو پروژه څه شوه؟ د ستر اسلامي پوهنتون د جوړولو پروژه څه شوه؟ د بندونو د جوړولو او تورخم، بیا جلال اباد، بیا کابل ته د رېل پټلۍ د جوړولو طرحې څه شوې؟ حکومت دې نور په ورته کړنو د ولس سترګو ته خاورې نه شیندي او ولس ته هم په کار ده چې خپلې حیاتي پروژې دې د څو ورځو نمایشي پروژو لپاره نه قرباني کوي.»

د مسیر په باور، افغان حکومت پاکستان منزوی کړی نه دی، بلکې په افغانستان کې د پاکستان ګټې ښې پالي. «بلخوا حکومت په دې وروستیو کې د پاکستان پر وړاندې خورا نرم دریځ غوره کړی دی. په ننګرهار کې وروستۍ پېښې د خورا حیرانتیا وړ دي. یو ولسوال ځکه له دندې ګوښه کېږي چې هغه د پاکستاني اغزن سیم د غځولو پر وړاندې مقاومت کړی و. پاکستاني عسکر ورځ تر بلې له فرضي کرښې را اوړي، پاکستان پر فرضي کرښه ډول ډول اقدامات کوي، د سولې په برخه کې دوه مخی چلند کوي، په سوداګریزه برخه کې یې چې څه ډول اصول زړه وغواړي، وضع کوي یې، خو د حکومت کمزوري سیاست نه پاکستان منزوي کړ، نه یې نړیوال په دې باوري کړل چې پاکستان د افغانستان د ملي ګټو ضد اقدامات کوي. اوس حیرانتیا دا ده، چې افغان حکومت او ځینې چارواکي د پاکستان پر ضد دي که تر څنګ؟ دا به وخت ثابته کړي چې رښتیا هم سیاست روان دی، که هر څه د افغانستان په زیان دي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button