له مړينې د مخه، د انسان کوم حس تر پايه کار کوي؟

د ژوندانه په وروستيو لحظو کې، کله چې شعور لمنځه ځي، نو په دغه وخت کې هم دماغ د شاوخوا آوازونو تجزيه بيخي داسې کوي، لکه د يو صحتمند ځوان دماغ يې چې کوي. دا ادعا په يوه نوې څېړنه کې شوې.
د ساینټېفیک (علمي) راپورونو مجلې لخوا په يوه خپاره شوي تحقيق کې ويل شوي: د مرګ په بستر د پراته تن خواخوږي چې څه وايي، کېدای شي چې دغه خبرې د مړ کېدونکي کس لخوا څه عکس العمل يا ځواب ونلري. خو دا خوشې هم نه ځي، بلکې د مرګ پر خوله کې، کس ته سکون ورکولی شي.
د دغې څېړنې پر مهال د کاناډا په وينکوو ښار کې طبي ماهرينو په وروستيو شېبو کې د هوښ او حواسو بايلونکو افرادو دماغي فعاليتونه د EEG يا د سر د برقي ګراف اخستلو ماشين په ذريعه تر څار لاندې ونيول، د EEG یا د سر د ګراف، مقايسه د روغو کسانو او نور نو هوش له لاسه ورکوونکو کسانو ترمنځ هم وشوه. د هر ګروپ لپاره مختلف زنګونه په ځانګړيو اندازونو کې وکړنګېدل.
دغه راز څېړونکو خاصې دماغي سيالې، MMN، P3A او P3B وليدلې. دا نښې يا سيالې هغه وخت په نظر راځي، چې دماغ د معمول خلاف اوازونو باندې توجه راغونډوي.
څېړونکو ويلي، مرګ ته په نږدې ناروغانو کې د دغو سګنلونو يا سيالو غبرګون په Tune يا مخصوص غږ د بدلېدو پر مهال وليدل شو، داسې ښکارېدله (معلومېدله) چې په دغو کسانو کې د اورېدو حس له مړينې نه څو ساعته دمخه هم داسې کار کاوه، لکه د روغو او ځوانو کسانو د اورېدو حس چې څه رنګې فعال وي.
د څېړنې له مخې، مرګ ته د نږدې (نور نو مړهٔ کېدونکو) کسانو، دماغو له مړينې څو لمحې وړاندې ځانګړي غږونه پېژندل، خو دا څرګنده نه ده، چې په دغه حالت کې څوک (مړ کېدونکی) په شعوري توګه په اورېدونکو الفاظو سم پوهيږي يا نه!؟
څېړونکي وايي، دماغو د اوازونو په وړاندې غبرګون ښوده، مګر مونږ ته په دې پوهېدل ناشوني دي، چې دوی دا غږونه پېژني که نه؟ يا په ژبه مو پوهيږي؟
خو بيا هم د دوی په خبره، له پايلو نه دا څرګنديږي چې مرګ ته نږدې کسان د خپلو خواخوږو او عزيزانو غږونو ته توجه کولی شي او آرام ورته رسي.
څېړونکو زياته کړې، چې دا د يو چا د ژوندانه په وروستيو ورځو او شېبو کې اهميت لرلای شي، چې وګړي په شخصي توګه يا په ټيليفون او موبايل له دوی سره د مينې څرګندونه او خدای پاماني وکړي.
ژباړه: خالد مشال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
%d bloggers like this: