غزني کې د کابل — کندهار لویه لاره د اعتراض په توګه تړل شوې

 

عزم (سه شنبه ، ۳۱ چنګاښ، ۱۳۹۹): د غزني ولایت مرکز اړوند د آرزو سیمې اوسېدونکو، د کابل- کندهار لویه لار د ترافیکو په مخ تړلې او په مظاهرو یې لاس پورې کړی.
دغه مظاهره کوونکي وايي چې تېره ورځ په یاده سیمه کې د ملي اردو ځواکونو له لورې د هاوان مرمۍ ویشتلو له کبله دوه ملکیان وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي.


دوی وايي چې تر هغو به خپلو مظاهرو ته دوام ورکړي، څو چې له سیمې د ملي اردو اړوند پوستې تخلیه شوې او سیمه یې پرې ایښې نه وي.
د غزني ځايي چارواکو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې له دریو میاشتو راهیسې، له کله چې په سیمه کې پوستې جوړې شوې، خپل کورونه ورته سور اور ګرځېدلي او هره ورځ د ملي اردو له لورې د وړو او غټو اسلحو ړندې مرمۍ وريږي، چې موږ یې سخت زیانمن کړي یو.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم دغه جنایت غندلی او پر خپله ټوېټر پاڼه یې لیکلي: “دغزني ولایت د مرکز اړوند ارزو سیمه کې مزدورو عسکرو دملکي خلکو کورونه په هاوان و ویشتل، چې له امله یې ۲ تنه ملکیان په شهادت و رسیدل”.
د یادونې ده چې د غزني په ډېری سیمو کې نژدې هره ورځ د حکومتي عسکرو په ډزو کې ملکیانو ته مرګ-ژوبله اوړي، خو حکومتي چارواکې په خپلو اعلامیو کې یاد کسان طالبان یادوي او یا یې پړه پر طالبانو ور اچوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button