افغان حکومت له پنجاب سره رښتیا دُښمني لري؟

خط اول:
افغان ولس د امریکا، ناټو او نړیوالو ملگرو پر وړاندې خورا ښه مقاومت کړی او دغه مقاومت اوس هم روان دی. افغان ولس په تش لاس د نړۍ د ۵۲هېوادونو د عسکرو پر وړاندې جهاد پیل کړ. په ۲۰۰۱ز کال کې د امریکايي عسکرو سربېره په افغانستان کې د نړۍ ۱۵۰زره عسکر مېشت وو. له بهرنیو عسکرو سره د هېڅ شي کموالي نه و. دوی خورا ښه مجهز، عصري وسلې، پرېمانه پیسې او د افغانستان پر ځمکه او هوا مسلط و. دوی په خپله ویل چې په زرو مترو کې د یوې ستنې په اندازه شی هم لیدلی شي. ولس د طالبانو په مشرۍ د امریکايي او ناټو د یرغل پر وړاندې ودرېد. د پردیو عسکرو له هېڅ شي ونه وېرېدل. زرگونه افغانانو په روان جهاد کې خپل سرونه نذرانه کړل. زرگونه ځوانانو یوه نیمه لسیزه د ګوانتانامو، بگرام، څرخي‌پله او د امریکا پټ او ښکاره زندانونه تېر کړل. په زندانونو کې یې هر ډول شکنجې وزغملې او لسگونه یې بېرته په کمزورو بدنونو د زندان له پنجرو راووتل. لا هم زرگونه ځوانان په دې جرم بندیان دي، چې د روان امریکايي یرغل پر وړانددې یې مقاومت کړی دی. امریکا پر افغان ولس له هېڅ زور څخه لاس وانه‌خیست. دوی هر ډول وسلې استعمال کړې، کلي، جنازې، ودونه، خیراتونه، مسجدونه، مدرسې او عام بازارونه یې بمبار کړل. د کفري نړۍ په دغه نړیوال حشر«اشر» کې ورسره تش په نامه افغانان او افغان حکومت هم ملگری و. دوی په پوره بې‌غیرتۍ د امریکا هر ډول ظلمونه توجیه کړل. دوی د زنگاواټ د زړه بوږوونکي پېښې پر وړاندې هم غبرگون ونه‌ښود او د زنګاواټ په څېر په سلگونه ورته پېښو یې مرگونی سکوت اختیار کړ. دوی د کندوز د مدرسې پر ماشومانو د بمبار پړه هم پر خپله غاړه واخیسته. حتا امریکا بښنه وغوښته، خو د حکومت د پلاوي د څېړنې څرک تراوسه نه لګېږي.
د امریکا د یرغل پر وړاندې په افغانستان کې د هرې پېښې تر شا د «پنجاب» لاس ښودل کېده. که د هېواد په هر گوټ کې به کومه امنیتي پېښه وشوه، نو د امنیتي ادارو ویاندویانو به ژر وویل، چې دغه پېښه د پاکستان په پلاني ځای کې طرحه شوې وه. حکومت له هرې پېښې وروسته خبرېده، چې دغه پېښه د چا له لوري شوې او په کوم ځای کې طرحه شوې وه؛ خو د مخنیوي په اړه یې هېڅ هم نه‌کول. د امریکا پر وړاندې افغان ولس اوس هم قرباني ورکوي. خلک زموږ مري، کورونه، مسجدونه، مدرسې، بازارونه، جنازې او هرڅه زموږ بمبارېږي. هدیرې زموږ د ځوانانو په مړو ډکې شوې، خو دغه مقاومت په لوی لاس د پاکستان یادېده. هغه پاکستان چې د افغانستان په روانه جگړه کې له فقر څخه خلاص شو. د افغانستان د جگړې له برکته د پاکستان د پوځ ټول لگښت امریکا پر غاړه اخیستی و او هر کال یې مېلیاردونه ډالر ورکول. خو زموږ قرباني، سرښندنې، مرگ، زندانونه او سختۍ بیا هم د پآکستان یادېږي.
پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې پر کونړ او د ننگرهار په ځینو سیمو په وقفه‌يي ډول توغندیز بریدونه کوي. ډېر کله د دواړو هېوادونو د عسکرو له لوري نښتې هم کېږي. افغان حکومت چې له امریکا سره امنیتي تړون هم لري، تراوسه یې د دغو بریدونو مخه ونه‌نیوله. اشرف غني د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې فکر کاوه، چې افغان سوله د پآکستان په لاس کې ده. پاکستان ته یې سفر وکړ، پاکستاني مستنطقینو ته یې اجازه ورکړه، چې د افغانستان په زندانونو کې له پاکستاني طالبانو څېړنې وکړې. له پاکستان سره یې د SOPتړون لاسلیک کړ، چې په رسمي ډول یې د ډیورنډ فرضي کرښه ورسره رسمي کړه. دواړو لورو ته د تگ راتگ لپاره وېزه جبري شوه. د تورخم پر دروازه د سرحد کلمه ولیکل شوه او په پرانیسته کې یې د ننګرهار د والي سربېره د ترانسپورټ وزیر هم گډون وکړ. پاکستان د ننگرهار په دوربابا ولسوالۍ کې له ډیورنډ فرضي کرښې دې خوا دروازه جوړه کړه او حکومت د دوربابا ولسوال په دې خاطر له دندې گوښه کړ، چې ولې یې د دې دروازې مخالفت کړی دی. پاکستان هره ورځ له ډیورنډ فرضي کرښې دې خوا نوي تاسیسات جوړوي، مخکې راځي، نوې خاوره نیسي، خو له نړیوال ملاتړ برخه‌من حکومت یې پر وړاندې سپوڼ هم نه‌شي کولی. ایا اشرف غني او حکومت یې د پاکستان رښتیني غلامان نه دي؟

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button