څېړونکي: د امريکا له لوري د چين کونسلګري بندول، د سړې جګړې پېل ګڼل کیږي

وروسته له هغې، چې امريکا د ټکساس ايالت په هيوسټن کې د چين کونسلګري د ناسم چلند او د څېړنو د غلا په تور وتړله او امکان دی چې سان فرانسيسکو کې به د چين يوه بله کونسلګري هم د امريکا د داخلي استخباراتو ادارې د هغه تور له کبله، چې وايي، د چين کونسلګري کې يو چينايي څېړونکی، چې د چين له فوځ سره تړاو لري، پناه اخيستلې، وتړل شي.

   چينايي برېښنايي او خواله رسنۍ هم له پېکېنګ څخه غواړي، چې په هانک کانګ کې د امريکا د کونسلګرۍ په تړلو سره په امريکا متحده ايالاتو سخت ګوزار وکړي. 

   څېړونکي وايي، د يو او بل د کونسلګريو په تړلو سره به د دغو پياوړو دولتونو ترمنځ اړيکې نورې هم خرابې شي. 

   د سانګ پا په نوم يو هانک کانګی سياسي څېړونکی وايي، دا د سياسي جنګونو ډېرېدل او يو نوی سوړ جنګ دی، چې امريکا او چين پړاو پر پړاو شروع کړی.

   د چين د پلازمېنې د ريمن پوهنتون د نړيوالو اړيکو يو پروفېسور، شي ينګهانګ وايي: د کرونا له شيوع او په خاصه توګه د هانک کانګ د ملي امنيت د قانون له تطبيق راهيسې د امریکا او چين اړيکې تر بل هر وخته تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې.

   پروفېسور شي، د کونسلګريو بندول او لا نور خراب ګامونه پورته کول، هغه جواري بولي، چې ټرمپ يې د ده پر اند، په مرسته غواړي چې د امريکا په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې پرې خپل ځای لوړ کړي.

   نيويارک ټايمز ورځپاڼې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د يو کارکوونکي، ډېوېډ سټېلوېل له قوله کښلي: د چين دغه تړل شوې کونسلګرۍ په ناسم چلند کې ښکېله ده او د ساينسي څېړنو د غلا مرکز دی.

   ډېوېډ زياته کړې، چې دوی د چين جنرال کونسل او ۲ نور ډپلوماټان هغه مهال په هيوسټن هوايي ډګر کې ونيول، چې چينايي مسافر يې يوې چارټر الوتکې ته رسول.

   خو په هيوسټن کې د چين د دغې کونسلګرۍ جنرال کونسل مطبوعاتو ته وويل، امريکايي چارواکي دروغژن دي.

هغه زياته کړه: “د دې خبرې لپاره شواهد چېرې دي؟”

   ياده ډې وي، چې د امريکا متحده ايالات له چين سره د تجارت او د څېړنو د غلا په سر بيا بيا شخړې کوې، چې تازه اقدام يې په هيوسټن کې د چين د کونسلګرۍ بندول او د لا نورو کونسلګريو تړلو ګواښ کول دي. 

   څېړونکی پا وايي: دا شخړې به په آسانۍ ختمې نه شي، ځکه د سړې جګړې غوندې مخالفتونه د امريکا او چين ترمنځ مخ په زياتېدو دي. 

   له بلې خوا، د چين د بهرنيو چارو وزارت په غبرګون کې لا د کوم اقدام اعلان نه دی کړی، خو وياند يې د امريکا لخوا د کونسلګريو د تړلو په مورد کې تورونه په بشپړه توګه ردوي او زياتوي: د کونسلګري بندول زمونږ اړيکې زيانمنوي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ملګرتيا پُل ورانوي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button