«په هېواد کې هره ورځ ۱۶ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوړي»

عزم (شنبه، ۰۴، زمری، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، په هېواد کې د جګړې له امله هره ورځ ۱۶ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوړي.

د یاد کمېسیون د خپرونو مشر ذبیح الله فرهنګ وايي، په هېواد کې جګړه هره ورځ ډېرېږي، چې ورسره د ملکیانو په مرګ‌ژوبله هم زیاتوالی راځي.

د فرهنګ په خبره، په هېواد کې د ناامنیو په وروستیو پېښو کې تر ډېره ملکیانو او هغو کسانو ته مرګ ژوبله اوړي، چې په جګړه کې هېڅ ونډه نه لري.

د ده په خبره، د روان ۲۰۲۰ز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۶۳۰ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده او کېدای شي دغه شمېره له دې هم لوړه وي.

«څومره چې جګړه اوږدېږي، بشري حقونه هم تر پښو لاندې کېږي، موږ له ټولو اړخونو چې د افغانستان په جګړه کې ونډه لري، غوښتنه کوو چې د اوربند لپاره ګامونه واخلي او د تاوتریخوالي کمېدو په موخه باید اساسي ګامونه واخیستل شي. له بده مرغه ملکي کسان، غیرنظامي او بې دفاع کسان اصلي قربانیان دي، چې دا موږ ته د اندېښنې وړ خبره ده.»

نوموړي د هرات وروستۍ پېښې ته په اشاري وویل، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ افغان حکومت د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو بمبار کړی، چې له امله یې ۱۲ملکیان وژل شوي او ۲۰نور ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو کمېسیون داسې مهال پر ملکي مرګ‌ژوبلې اندېښنه ښودلې، چې په دې وروستیو کې افغان حکومت په ګڼو بمباریو کې ملکي کسان په نښه کړي دي او لسګونه ملکیانو ته یې مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د افغان حکومت امنیتي چارواکي لا هم نه مني، چې په هرات کې یې ملکي کسان بمبار کړي، خو د پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د هرات په وروستۍ پېښه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي، چې د ملکیانو وژنه په هېڅ ډول د توجیه وړ نه ده.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button