رسنيو ته د فېروز الدين فېروز د فساد  دوه نور لاسوندونه په لاس ورغلي

عزم (یکشنبه، ۵ زمری، ۱۳۹۹): د کابل حکومت د عامې روغتيا پخوانی وزير فېروز الدين فېروز، چې پنځه کاله وزير پاته شوی، يو له هغو لوړ پوړو چارواکو څخه دی، چې په دې وروستيو کې يې نوم د هېوادوالو د ژبې پر سر دی، البته د ستاينې په موخه نه بلکې له دې امله، چې زښته ډېر په فساد کې ښکېل دی.
د ده د وزارت پر مهال ۳۲ د تنفس مصنوعي دستګاوې پاکستان ته قاچاق کېدل، د کرونا فنډ کې پراخ فساد او د کرونا د مرکزونو د دستګاوو، آلاتو او درملو کې پيسې غلا کول، په رسنيو او ولسونو کې سرټکي وو.
رسنيو ته تازه په لاس ورغلي سندونه ښيي، چې فېروز له شفيق الله شهيم او هدايت الله ستانکزي سره يو مثلث جوړ کړی و. دغه مثلث په ګډه قيمتي پروژې داسې چا ته ورکولې چې د دوی ورسره لين و، يوه لويه پروژه د غزني ولايت د (دوهم کلسټر) پروژه وه، چې پرته له تدارکاتي پړاوونو يې هغې مؤسسې ته ورکړې وه، چې دوی پکې برخه لرله.
شهيم چې د GIA مؤسسې مالي او اداري مرستيال و، ده ورته لاره هواره کړې وه چې د عامې روغتيا وزارت مالي او اداري مرستيال شي. او هدايت الله ستانکزی يې خپل سلاکار ټاکلی و. ستانکزی پخوا د افغانستان د څېړنې او د روغتيا ادارې د مديريت د کورسونو مؤسسې رئیس و.
يو بل مکتوب چې په کاناډا کې د ۲۰۱۷ ز کال د قابلو د کانګريس په اړه دی، د ده د نوم ترڅنګ پکې د دغه وزارت د بشري سرچينو د رئيس، داؤد عظيمي او د وزارت د سکرتر، مصطفی شريفي نومونه هم پکې راغلي دي.
خو يوه مؤثقه سرچينه وایي: مصطفی شريفي د فېروز الدين فېروز زوی دی، چې د وزارت د کارکوونکي په حيث يې په دغه مکتوب کې تېر کړی و، تر څو کاناډا کې پناه واخلي.
د دغې سرچينې په وينا، څرنګه چې تمه وه، هماغسې د فېروز زوی بېرته وطن ته راستون هم نشو.
د روغتيا وزارت وياند، اکمل سمسور هم تائيدوي، چې دغه وزارت د مصطفی شريفي په نوم کارکوونکی نه درلود.
خو سمسور د فېروز الدين لخوا مؤسساتو ته د پروژو د ورکړې او د شهيم او ستانکري په ګډون د ياد مثلث او د ده لخوا د ګومارنو په هکله معلوماتو ورکولو ته تيار نه دی.
زهرا مرزايي، د قابلو د ټولنې رئيسه بيا وايي: دا مالومات نه لري چې هغه يو شمېر قابلې، چې په ۲۰۱۷ ز کې د قابلو يو دېرشم کانګريس ته کاناډا ته تللې وې، بېرته راګرځېدلې او که نه.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button