۶۰۰ بندیان ولې نه خوشي کېږي؟

عنایت الله خاموش
طالبان د خپل خوځښت له پیله تر دې مهاله په خپل دریځ ټینګ پاتې شوي او کومه خبره چې وکړي بیا هیڅکله نه ورڅخه په شا کېږي. د اشغال په وړاندې مبارزه، په دې لاره کې بریا او له اشغالګرو سره د اشغال د خاتمې تړون؛ ټول هغه څه دي چې د طالبانو په ژمنتیا او خپل دریځ باندې په ټینګوالي دلالت کوي.
هغوی له امریکا سره د هوکړه لیک په متن کې پر امریکایانو دا منلې چې له بین الافغاني مذاکراتو مخکې به له دواړه لوریو ۶۰۰۰ بندیان خوشي کېږي او بیا به د خبرو په جریان کې د اسلامي امارت ټول بندیان خوشي کېږي. امریکايي لوري هم دا منلې چې د تړون متن ته به ژمن پاتې کېږي او په بشپړه توګه به یې هم دوی او هم د دوی په لاس جوړه شوې د کابل اداره عملي کوي. دا چې تر اوسه امریکايي لوری څومره ژمن پاتې شوی، بېله خبره ده؛ خو اسلامي امارت تر اوسه لا په خپل دریځ او ژمنه ټینګ ولاړ دی.
له بله پلوه د کابل اداره، د دې لپاره چې د اسلامي امارت-امریکا ترمنځ شوی تړون نقض او دې ته زمینه برابره کړي چې تړون لغوه او د دوی واک تمدید شي. په دې توګه چې امریکا په خپله ژمنه وفا ونه کړي او له افغانستان څخه بهر ولاړ نه شي؛ ترڅو د دوی ملاتړ وکړي او دوی خپلو جنایتونو ته دوام ورکړي. له مختلفو لارو په استفاده یې هڅه وکړه چې خنډونه ایجاد کړي، مګر د امریکا د فشار له کبله یې له وسه پوره نشوه او هغه یې وکړل چې امریکا ورته ویل.
اوس مهال یې چې له هر لورې تمه ختلې او غواړي یو ځل بیا امتیازات ترلاسه کړي، نو تازه یې د ۶۰۰ بندیانو د نه خلاصون موضوع را برسېره کړې او په وار-وار دا اعلامیې خپروي چې هیڅکله به دغه ۶۰۰ بندیان خوشي نه کړي. خبره لا معلومه نه ده چې دوی په خپله خوښه دا چاره ترسره کوي، که د نورو په اشاره او آیا په خپل دريځ به ولاړ پاتي شي، که نه؟
خو دوی پوهېږي چې اسلامي امارت له خپلې خبرې په شا کېدونکی نه دی او تر څو چې یې مکمل ۵۰۰۰ بندیان ازاد شوي نه وي، بین الافغاني مذاکرات به پیل نه کړي.
په همدې خاطر په خپله دې خبره ټینګ ولاړ دي چې ۶۰۰ طالب بندیان به خوشې نه کړي او طالبان باید د دغه کسانو پر ځای بدیل لېست ورکړي. که خبره هر څه ده؛ خو دا روښانه خبره ده چې د کابل ادارې د خپل مکر له مخې د دغو کابو ۶۰۰ بندیانو په نه خلاصون ځکه ټینګار کوي، ترڅو له یو پلوه له امریکا څخه امتیاز ترلاسه کړي او څو ورځې نور هم پر تخت پاتې شي او له بله اړخه طالب لوری داسې وښيي، چې ګویا دوی جګړه غواړي او سولې و بین الافغاني مذاکراتو ته ژمن نه دي.
نو په پای کې ویلای شو چې د ارګ دننه او بهر ځینې داسې کړۍ شته چې نه غواړي په افغانستان کې سوله راشي او یو خپلواک اسلامي نظام قائم شي. ځکه خو په دې موخه د ارګ چارواکي دې ته هڅول کېږي چې د سولې پروسه سبوتاژ او په دې سره دوی خپلې شومې موخې ترلاسه کړي. کنه د ۶۰۰ بندیانو د نه خلاصون موضوع دومره جدي نه ده او نه هم ارګ د دې صلاحیت لري چې د خپل بادار له امر څخه سرغړونه وکړي. خبره ټوله د دې ده چې ځینې خاصې کړۍ په دې موخه دغه پروسه ځنډوي تر څو دوی وکولای شي، دغه د چنه بازۍ په دوره کې خپلې موخې، چې فساد او د شتمنیو لوټ ده، ترلاسه او هرڅه په بېغمه زړه بهر ته انتقال کړي. نوره هیڅ خبره نشته!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button