که مو موبايل په اوبو کې وغورځېد، دا چارې سرته ورسوئ ، چې وژغورل شي!

که څه هم نوي ماډل موبايلونه په اوبو کې د غورځېدلو مقاومت لري او ژر اوبه نه ورننوځي خو بيا هم که مو موبايل په اوبو کې درڅخه ولوېده ،لومړی هر څومره ژر چې کېږي موبايل مو له اوبو څخه راوباسئ، ځکه هرڅومره چې ډېر پکې پاتې کېږي هغومره یې د بچ کېدو امکان مشکل کېږي. ژر یې مه چارج کوئ : که مو له اوبو له را اېستلو وروسته له چارجر سره وصل کړ، کېدای په اوبو کې له غورځېدو څخه یې بدتر کړئ. که مو موبايل چالان و او په اوبو کې وغورځېده ، ژر یې خاموش کړئ، او که بند و، مه یې چالانوئ، که یې بېټرۍ اېستل کېدله ژر یې وباسئ، او هر هغه پرزه یې چې ترې جدا کېدای شي ترې لرې یې کړئ، سيم کارت، ميموري کارت، د موبايل پوښ او نور… ټول ترې جدا کړئ، او هره برخه چې لنده شوې وي په بشپړ ډول یې وچه کړئ، د وچېدلو په وخت کې موبایل ته ډېر ټکان مه ورکوئ (ډېر یې ښکته، پورته مه ښوروئ) ځکه چې اوبه یې نورو وچو برخو ته لاړې نشي. بله خبره دا چې د موبايل بټنونه مه ټينګوئ (کېکاږئ) ځينې کسان د موبايل د پرزو د وچولو لپاره د وېښتانو له وچونکي Hairdryer څخه کار اخلي، خو که یې له موبايل څخه په مناسب واټن او تودوخه کې ونه نيسئ کېدای شي د موبايل (سي پي يو) خرابه کړي، بايد په لږ لرې واټن کې یې بټن هغه بېخي کمې تودوخې ته ورسوئ، او بايد چې باد یې د سيم کارت، بېټرۍ او ميموري کارت سوريو ته وربرابر کړئ چې تودوخه یې له همدې سوريو ورداخله شي. خو په عام ډول ډېر مهم نه دی چې تاسې د وېښتانو له وچونکي کار واخلئ. يوه لنده بل جذبونکې ټوټه را واخلئ او هغه برخې ډېر پر احتياط او کراره وچې کړئ چې ټوټه ور رسېږي.
د موبايل د وچولو دری لارې:
۱- موبايل مو دوه تر دريو ورځو په داسې يو ځای کې پرېږدئ چې رطوبت ونه لري لکه د مېز روک او يا بل هرځای .
۲- موبايل مو په يوه لوښي کې چې له اومو او وچو وريجو ډک وي ښخ کړئ، چې رطوبت یې وريجي ورکش کړي.
۳ – په يوه کوتي کې موبايل کېږدئ او يو څو خلتې سيليکا ژېل Silica gel (هغه کوچنۍ خلتې چې له الکترونيکي سامانونو سره په څنګ کې اېښي وي او دننه پکې کوچنۍ ژيل دانې وې) او لندوالی جذبوي ورسره شاوخوا کېږدئ، يوه ورځ یې په دې سربسته کوتي کې کېږدئ کېدای شي رطوبت یې ورجذب کړي او موبايل مو سم شي. خو په ياد ولرئ چې دا لارې چې موږ درته وښودلې ۱۰۰ فيصده د حل لارې نه دي، او بايد چې د خپل موبايل سره ډېر احتياط وکړئ چې په اوبو کې درنه وغورځي او نه یې هم په لندبل او مرطوب ځای کې کېږدئ!

نور احمد عایل

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button