طالبانو په هلمند کې د بلک هاک چورلکه نسکوره کړې

عزم (دوشنبه، ۰۶، زمری، ۱۳۹۹ل): د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي وايي، نن سهار یې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د افغان حکومت د بلک هاک په نامه یوه چورلکه نسکوره کړې ده.

ښاغلي احمدي پر خپل ټوېټر د چورلکې له انځور سره لیکلي« دهلمند دکجکي ولسوالۍ په مرکز کې نن سهار ددښمن هغه بلک هاک چورلکه چي سيمې ته دبمبارد لپاره راغلې وه د مجاهدينو له لوری په ډزو رانسکوره شوه»

خو د هلمند د والي ویاند عمر ځواک بیا وايي، نن لس بجې د هلمند په شمال کې د افغان عسکرو یوې چورلکې د تخنیکي ستونزو له امله بېړنۍ ناسته کړې ده.

دی وايي، په دغه پېښه کې دوه تنه ټپیان شوي او اوس‌مهال په روغتون کې دي.«یو ساعت مخکې د کجکي ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د ملي اردو یوه هلیکوپټر بېړنۍ ناستې ته اړه شوې چې لايې هم لامل معلوم نه دی خو په دې پېښه کې ۲ تنه سربېرن ټپیان شوي چي خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.»

په هلمند کې د ۲۱۵میوند قول اردو مسوولین وايي، یاده الوتکه د بلاک هاک نظامي الوتکه وه، چې له سیمې یې ټپیان شوي عسکر لېږدول.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button