کورنیو چارو وزارت: د میثاق امنیتي طرحې د پلي کېدو وروسته یې ۱۲۷ مجرمین نیولي

عزم (سه‌شنبه، ۰۷، زمری، ۱۳۹۹ل): د کورنیو چارو وزارت مسوولین وايي، په کابل کې د میثاق امنیتي طرحې د پلي کېدو وروسته یې تراوسه ۱۲۷مجرمین نیولي دي او دغه لړۍ تراوسه روانه ده.

د یاد وزارت ویاند طارق ارین وايي، د وروستیو درې اوونیو پر مهال، په کابل کې د امنیتي میثاق برنامې د تطبیق پایله کې د کابل ښار په ورودي دروازو او بېلابېلو نقطو کې پر الکترونیکي معلوماتو سمبال، ۶ ګرځنده ټېمونه توظیف شوي دي او  دغه راز د کابل- چهار آسیاب پر لویه لاره د اجراآتو پایله کې ۱۶ تنه، چې ۵ یې د ټولګټو وزارت مامورین او ۱۱ نور یې غیر مسوول وسله وال وو او د ټولګټو وزارت د مامورینو په ملتیا یې اخاذۍ اخیستې؛ نیول شوي دي.

د ارین په خبره، یاد ۱۲۷مجرمین د ۱۱ډلو غړي دي، چې ۵۹ یې د قتل او پاتې یې د وسله‌والو غلاوو، چپاولګرۍ او نورو جرمونو په تور نیول شوي. همدارنګه ۴۳۲ چې د خلکو د ازار او ځورونې لامل کېدل، د کابل ښار له بېلابېلو برخو څخه راټول شوي دي. «د وروستیو درې اوونیو پر مهال په کابل کې د ۳۰ عملیاتو په پایله کې د نشه یي توکو ۹۰ قاچاق وړونکي، چې ۱۸ یې غټ، ۳۰ یې متوسط او ۴۲ نور یې واړه قاچاق وړونکي وو، نیول شوي او عدلي او قضایي بنسټونه ته ورپېژندل شوي دي. په همدې حال کې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۲۵۶ روږدي راټول شوي او دغه راز د نشه یي توکو د پېر او پلور ۲۴ ځایونه هم تړل شوي دي.»

نوموړي ومنله چې په دغو غلاوو کې د امنیتي ادارو لوړ پوړي کسان هم ښکېل دي، چې ۲۶تنه یې د کنډکونو قومندانان وو، چې یادو قومندانانو په غلاوو، فساد او د یوه عسکر په تښتولو کې یې هم لاس درلود او همدارنګه ۱۴پولیس له دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې په تور هم نیول شوي دي.

پر جرمي شبکو د تمرکز له امله، چې د امنیتي منسوبینو لخوا رهبري کېږي، ۲۶ تنه، چې د دروازو د کنډکونو قوماندانان او د هغوی ۶ ملګري پکې شامل دي، په اخاذیو او فساد کې د لاس لرلو، یو سرتېری د اختطاف، درې جنایي کارکوونکي د ناوړه چلند او قتل، د جرایمو یو کارکونکی د نشه یي توکو د قاچاق او ۱۴ پولیس له دندې څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او اداري فساد په تور، نیول شوي دي.

«د وروستیو درې اوونیو پر مهال د ترسره شوې ارزونې له مخې، په ټولیز ډول د هېواد په کچه ۵۳۲ جنایي پېښې رامنځته شوي چې له دې جملې څخه ۳۵۱ پېښې کشف او په تړاو یې ۶۰۰ تنه شکمن کسان نیول شوي دي. همدارنګه په وروستیو درې اوونیو کې په ټولیز ډول ۱۸۹ اوپراتیفي عملیات تر سره شوي، چې په پایله کې یې ۲۰ بانډ ګروپونه ځپل شوي او ۱۱۸ قاتلین، ۱۳ لاروهونکي، ۵۱ د موټرو غله، ۴۷ د مالونو غله، ۱۳ وسله وال غله، ۷ تښتوونکي، ۶۶ د ناقونه وسلو وړونکي، ۲ د مالونو قاچاق وړونکي او ۲۸۳ د نورو جرمونو شکمن کسان نیول شوي دي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button