هلمند کې د ممیزو ۱۵۱خونې د جوړېدو په حال کې دي

عزم (چهار‌شنبه، ۰۸، زمری، ۱۳۹۹ل): د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي، په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو د مدیریت د پروژې په اډانه کې د ۱۵۱ عصري ممیزخونو د جوړولو چارې پیل شوې، چې اوس د بشپړېدو په درشل کې دي او ډېر ژر به یې پاتې چارې بشپړې او د انګورو بڼوالو په واک کې به ورکړل شي.

د هلمند د کرنې رئیس زلمی الکو وايي، دغه عصري ممیزخونې ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، نادعلي، ناوې، ګرمسېر، مارجې او نهرسراج ولسوالیو کې جوړېږي.«هلمند هر کال زرګونه ټنه انګور توليدوي، پر دې سربېره چې تازه انګور خرڅوي، د انګورو د وچولو او ممیزو لپاره هم عصري ممیز خونو ته اړتيا لري، چې دغه اړتيا اوس د کرنې وزارت له خوا پوره کېږي.»

د الکو په خبره، یادې ممیزخونې په دې ولایت کې د کرنیزو محصولاتو مدیریت، د ممیزخونو د صنعت د ترویج، د بڼوالو د اقتصاد لوړولو او د انګورو باغونو د محصولاتو د ارزښت لوړولو په پار په معیاري ډول جوړېږي. ددې ترڅنګ دغه ممیز خونې د معیاري او ښه کیفیت لرونکي ممیزو د تولید لامل کیږي او همداراز د انګورو د ضایعاتو مخه نیسي.

نوموړی زیاتوي، له دې وړاندې په هلمند کې ۲۷د ممیزو خونې وې، چې د ټولو اړتیاوې یې نه شوې پوره کولی، خو له دې خونو سره به د ډېرو بزګرانو اړتیاوې پوره شي.

«هلمند څخه هر کال نورو ولایتونو ته زرګونه ټنه انګور لېږل کیږي او کله نا کله د بڼوالو انګور په ډېره ټېټه بیه پلورل کیږي، دې ته په کتو د عصري ممیز خونو جوړول کولای شي، چې بڼوالو سره مرسته وکړي ترڅو په ښه او عصري بڼه یې انګور په ممیزو بدل شي او له دې لارې ښه عاید ترلاسه کړي.»

د هلمند ځايي بزګران وايي، له دې وړاندې یې ممیزو وچول، خو د عصري خونو د نشتوالي له امله یې کیفیت خرابه و او په بازار کې نه پلورل کېدل.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button