بلخ: په یو کال کې د کبانو د یو مېلیون بچیو د تولید فارم جوړ شو

عزم (دوشنبه، ۱۳، زمری، ۱۳۹۹ل): د بلخ د کرنې ریاست وايي، د دغه ولایت په دهداي ولسوالۍ کې یې داسې فارم جوړ کړی، چې په کال کې د کبانو یو مېلیون بچي تولیدوي.

د دغه ریاست مسوولین وايي، دغه فارم د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مرسته جوړ شوی، چې د ګرمو اوبو د کبانو د بچیو تولید یې هم پیل کړی او په کال کې به یو مېلیون د کبانو بچي تولیدوي.

د بلخ د کرنې له ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د کبانو د بچیو د تولید فارم په ۲۰جریبه ځمکه کې جوړ شوی او د دغه فارم کارکوونکي هم روزل شوي دي.

په تېرو څو کلونو کې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د کبانو د روزنې فارمونه جوړ شوي، چې ورسره د کبانو په وارداتو کې هم کموالی راغلی دی.

له دې وړاندې هېواد ته ډېر کبان له پاکستان او ایران څخه واردېدل، خو د کابل په ګډون اوس‌مهال یو شمېر ولایتونو کې د کبانو د روزنې فارمونه جوړ شوي، چې هر کال د کبانو ټنونه غوښه تولیدوي.

د کبانو د روزنې د فارمونو څښتنان وايي، که حکومت کورنیو فارمونو ته پام وکړي، نو په راتلونکو څو کلونو کې افغانستان د کبانو د غوښې په برخه کې پر ځای بسا کېدلی شي او بیا اړتیا نه‌شته چې هېواد ته له بهرنیو هېوادونو کبان وارد شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: