د شفتالو حاصلات د پروسږکال په پرتله لس سلنه زیات دي

عزم (دوشنبه، ۱۳، زمری، ۱۳۹۹ل): د کرنې وزارت وايي، د هېواد په ګوټ ګوټ کې سږکال د شفتالو حاصلات د پروسږکال په پرتله ښه دي او لا هم د هېواد له ځینو ولایتونو د شفتالو حاصلات راټولېږي.

د دغه وزارت مسوولین وايي، د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې یې د شفتالو عصري بڼونه جوړ کړي، چې ورسره یې په حاصلاتو کې هم د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د کرنې وزارت د بڼوالۍ د برخې چارواکي وایي، افغانستان متنوع اقلیم لري، چې د شفتالو کرکېلي او تولید لپاره مساعد چاپېریال دی.«د کرنې وزارت د تېرکال د شمېرو او معلوماتو پر بنسټ په ټول هېواد کې د شفتالو اته زره او ۷۶ هکټآره لوی او واړه بڼونه جوړ شوي، چې په ۱۳۹۸یم کال کې له دغو بڼونو ۶۱ زره او ۳۶۱ مټریک ټنه شفتالو راټول او بازار ته وړاندې شوي دي. دغه بڼونه د کرنې وزارت د بڼوالۍ او مالدارۍ ملي پروژې «NHLP» په همکارۍ جوړ شوي، چې سږکال یې حاصلات د پام وړ ډېر دي.»

د چارواکو په خبره، سږکال یوازې د هېواد د ختیځو ولایتونو د شفتالو حاصلات لس زره ټنه وو، چې عواید یې ۵۰۰ مېلیونه افغانیو ته رسېږي. «تېر ۱۳۹۸یم کال کې د یادو ولایتونو د شفتالو ټولیز حاصل نهه زره ټنه وه، چې عواید یې ۴۵۰ مېلیونه افغانۍ وو. دې ته په کتو د ختیځو ولایتونو د روان ۱۳۹۹یم کال د شفتالو حاصلات د تېرکال په پرتله لس سلنه زیاته شوي دي.»

د دوی په خبره، په منظمه توګه اوبه ورکول او د ښاخونو پرې کول، بزګرو ته عامه پوهاوی ورکول، د ناروغیو میخانیکي مخنیوی، موسمي ورښتونو، ښې هوا او له بڼونو څخه په فني توګه څارنه او ساتنه هغه عوامل دي، چې د شفتالو حاصلات زیات شوي او پر وخت بازار ته وړاندې کولو ته چمتو شوي دي.

د کرنې وزارت له خوا دهېواد په یوشمېر ولایتونو کې د شفتالو دعادي بڼونو ترڅنګ د شفتالو ژر پخېدونکي ډول هم بزګرانو ته ورپېژندل شوي او د ژر پخېدونکو شفتالو بڼونه ورته جوړ شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: