کاپيسا: د ګرانبيه ډبرو ناقانونه کيندل لا هم روان دي

 

عزم (سه شنبه، ۱۴ زمری، ۱۳۹۹): د کانونو د ماهرينو په وينا، که څه هم په غير مسلکي او ناقانونه توګه د کانونو کيندنه خورا خطرناکه وي، خو راپورونه وايي چې په کاپيسا ولايت کې لا هم د ګرانبيه ډبرو ناقانونه کېندنه روانه ده.
په کاپيسا کې د ګرانبيه ډبرو مرمرو او جغل ترڅنګ د ګارنيټ، بريلو، زمرودو او نورو قيمتي توکو زښته ډېر کانونه تثبيت شوي.
کوهبند د کاپیسا هغه ولسوالۍ ده، چې د ګرانبيه ډبرو ارزښتمنې زېرمې او کانونه لري، خو اوسېدونکي يې شکايت کوي، چې په ولسوالۍ کې يې ناقانونه کيندنې روانې دي.
د کاپيسا ولايت چارواکي هم دغه څرګندونې تائيدوي.
د کوهبند ولسوالۍ هستوګن سعيد حميدي وايي: دغو کانونو ته پاملرنه نه ده شوې، د حکومت لخوا پانګونه او کار نه دی پرې شی، خلک يې ناقانونه کني، که څه هم ډېر څه په لاس نه ورځي.
په دغه ولسوالۍ کې د بېروجو او نورو ګرانبيه ډبرو کانونه زښته ډېر دي چې د افغانستان په سطحه پانګه بلل کيږي، خو غيرفني او ناقانونه کيندنه يې روانه ده.
د کاپيسا د کانونو رئيس عزيزالله وايي: په تګاب او کوهبند ولسواليو کې مرمر، د ښيښي ډبرې، کواتيتا او کاني جواهر شته. خو په خبره يې، د شپې له مخې په ناقانونه توګه کیندنې کیږي.
د سيمې اوسېدونکي غواړي چې کانونه يې په قانوني او مسلکي توګه وکيندل شي، چې په دې سره به دوی ته هم د کار زمينه برابره شي.
د کاپیسا د کانونو رئیس عزيز الله په دې اړه وايي: ځينو شرکتونو لېوالتيا ښودلې، چې قانوني استخراج وکړي او د قراردادونو مشکل هم حل شوی، د سيمې خلک کولای شي د کانونو وزارت سره قرارداد وکړي، قانوني کيندنې تر سره او ګټه ترلاسه کړي.
د کاپيسا د کانونو رياست نور چارواکي بيا وايي، چې ګڼ شمېر زورواکي هم د کانونو په غيرقانوني سپړنه کې ښکيل دي. په خبره يې، دوی له دې ليارې ډېرې پيسې پيداکوي.
د امريکا د تازه ارزونو له مخې، په افغانستان کې تر يو ټريليون د زيات ارزښت زېرمې شته، خو د کابل حکومت د کانونو او پيټروليم وزارت په وينا، ۱۴۰۰ کانونه په غيرقانوني بڼه کيندل کيږي.
د راپورونو په اساس د کانونو په ناقانوني کیندنه او همداراز د غرنیزو ځنګلونو په وهلو کې مستقیماً د کابل حکومت یو شمېر لوړ پوړي چارواکي او زورواکان شامل دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button