مالیې وزارت: نړیوال بانک د ملي دسترخوان او کرنې بېړنۍ پروژو لپاره ۳۸۰مېلیونه ډالر مرسته تصویب کړه

عزم (چهار‌شنبه، ۱۵، زمری، ۱۳۹۹ل): د مالیې وزرات وايي، د نړیوال بانک اجرائیوي بورډ د ۳۸۰ مېلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت د ملي دسترخوان او کرنې بېړنۍ پروژې او خوارکي توکو د خوندیتوب (EATS) لپاره د مرستو دوه بستې تصویب کړې.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه مرستې د کرونا له امله د منفي اقتصادي اغېزو سره د مبارزې موخه کېږي، چې د یادو پیسو له ډلې ۲۸۰ مېلیونه امریکایي ډالره د ملي دسترخوان د ملاتړ، چې د بېوزلو او زیانمنو کورنیو د حمایت لپاره ځانګړې شوې دي، له دې ډلې ۱۵۵ مېلیونه امریکایي ډالره د نړیوالې توسعې د انجمن (IDA) له لوري، چې د نړیوال بانک چتر لاندې فعالیت کوي او ۱۲۵ مېلیونه امریکایي ډالره یې د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق (ARTF) له لوري چې د ۳۴ هېوادونو په استازیتوب یې نړیوال بانک په مدیریت کوي ورکول کېږي. «له نوموړې پروژې به په ټول افغانستان کې ۲،۹ مېلیونه کورنۍ برخمنې شي، چې د ملي دسترخوان پروګرام د ولسي تړون له لارې مخته وړل کېږي، همدا شان ۹۰ په سلو کې هغه قشرونه چې زیانونه یې لیدلي او ورځني عاید یې دوه ډالره او یا هم له هغه کم دي تر پوښښ لاندې راولي.»

همدا شان د ۳۸۰ مېلیونه امریکایي ډالرو له کڅوړې، ۱۰۰ مېلیونه امریکایي ډالره د کرنې بېړنۍ پروژې او خوراکي توکو د خوندیتوب لپاره ځانګړي شوي دي، ۵۵ مېلیونه امریکایي ډالره یې د نړیوالې ودې ټولنې له لوري او ۴۵ مېلیونه امریکايي ډالره یې د افغانستان د بیا رغونې وجهي صندوق له لوري تامینېږي، چې د کوویډ ۱۹ د اغېزمن او غوره مدیریت او له اړمنو سره د مرستو لپاره د افغانستان له دولت سره مرسته شوې دي او موخه یې د لنډمهاله اقتصادي فرصتونو رامنځته کول او زیانمنو قشرونو ته د خوراکي توکو وړاندی کولو ملاتړ دی. دغه پیسې به د کرنې په برخه کې د اوبولګولو د خدمتونو وړاندي کولو، بزګرانو ته د کرنیزو اصلاح شویو تخمونو وېشلو په ځانګړي توګه غنمو چې د افغانستان د خلکو ۷۰ سلنه اصلي خوراکي توکی جوړوي ولګول شي. همدا شان به دغه پروژې په کلیوالو سیمو کې د لنډمهال لپاره د اوبو لګولو طرحې او کار موندنې په برخه کې مرسته وکړي.

ارګ تېره میاشت د ملي دسترخوان په نامه پروژه پیل کړه، چې ولسي جرګې یې مخالفت وکړ؛ خو حکومت د دې پروژې په پلي کولو ټینګار کوي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: