سږ، ۲۵ زره سېلانيانو د لوی اختر خوښۍ په باميانو کې تېرې کړې

د لوی اختر په ورځو کې تر ۲۵ زرو ډېرو سېلانيانو، چې بهرنيان هم پکې ول، باميانو ته مخه کړې وه، د دوی ډېره دلچسپي د بندامير، چې تازه د افغانستان ملي پارک اعلان شوی، په نندارو کې وه.
د سيمه ييزو چارواکو په وينا، دغه شمېره که څه هم د تېر کال په پرتله کمه ده، خو کرنتين او محدوديتونو ته په کتو اوس هم ډېر شمېر سېلانيان راغلي.
باميان ښار او د باميانو نورې تاريخي او تفريحي سيمې هم د کرونا وېروس د خپراوي له کبله د سيل و سياحت لپاره تړلې وې، د کرنتين په لېرې کېدو سره له تېرې يوې مياشتې راهيسې په زرګونو سېلانيان باميانو ته ورمات دي.
بندامير چې په يکه لنګ ولسوالۍ کې موقعيت لري، خورا په زړه پورې طبيعي ساحې او منظرې، ښکلي جهيلونه او امن ځايونه لري.
د شمېرو له مخې، تېر کال اختر کې له يو لکو زياتو سېلانيانو له دې ښکلې سيمې څخه ليدنه کړې وه. سږکال د کابل ــ باميان پر لويې لارې نا امني، د هوايي پروازونو نه شتون، د کرونا له کبله محدوديتونه، بېوزلي او د امکاناتو کمي د باميانو سياحت ته سخته ضربه رسولې وه. خو اوس چې غټ شمېر سېلانيان باميانو ته مخه کوي، نو د دغه ولايت کسب کاران او د تفريحي او سياحتي ځايونو پلورونکي هم خوشحال دي. په خبره يې، دوی به کړی زيان جبران کړي.
سېلانيان وايي، خام سړک، د موټر د مناسب تمځای نه موجوديت، د معياري هوټلونو او حمامونو کمښت، لويې ستونزې دي بايد حکومت او د چاپېريال ساتنې اداره پاملرنه ورته وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: