لغمان کې د امونو ونو مثبته پایله ورکړې ده

عزم (پنج‌شنبه، ۱۶، زمری، ۱۳۹۹ل): د لغمان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې په دې ولایت کې د امونو ونو د ترویج په پار د امو بڼونه یې جوړ کړي او د یادې مېوې ونې یې تر روزنې لاندې نیولي دي، چې پایلي یې مثبتې دي.

د لغمان د کرنې رئیس محمد جمیل خوشحال وایي، چې لغمان د کرنې او بڼوالۍ لپاره مناسبه هوا، پرېمانه اوبه او ښه خاوره لري، نو په همدې اساس د کرنې اداره په پام کې لري، چې د امو ونو د تکثیر او ترویج په پار د امو بڼونه جوړ کړي دي.

د خوشحال په خبره، د لغمان د مرکز مهترلام په ګډون ددې ولایت په علیشنګ، علینګار او قرغیو ولسوالۍ کې په نږدې لس جریبه ځمکه کې د امونو ۳۰۰ ونې اېښودل شوي، چې تېر ۱۳۹۸یم کال کې یې حاصلات ۶۰۰ کیلو ګرامه وو او سږ کال یې حاصلات زر کیلو ګرامو ته رسېږي.

نوموړی زیاتوي، د لغمان د کرنې ریاست فني او مسلکي کارکوونکي ژمن دي، چې د یادې مېوې د ترویج او پراختیا په پار له لغماني بڼوالو سره هر اړخیز، فني او مسلکي همکاري وکړي تر څو دوی وهڅيږي چې راتلونکي کې د امو بڼونو ته پراختیا او وسعت ورکړي.

په دې وروستیو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د هغو مېوو د کرکېلې هڅې روانې دي، چې له دې وړاندې په هېواد کې نه کرل کېدې. په هلمند کې د کېلې او خُرما، ننګرهار کې د خُرما او مالټو او په یو شمېر نورو ولایتونو کې ځینې بڼونه جوړ شوي، چې پایلې مثبتې دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button