اشرف غني کوم کار د لویې جرګې په مشوره کړی؟

خط اول:
د تېر لوی اختر په ورځ اشرف غني په خپله وینا کې وویل، چې د پاتې ۴۰۰طالب بندیانو د خلاصون لپاره لویه مشورتي جرګه راغواړي. ده وویل چې د دې ۴۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو صلاحیت دی نه لري او مجبوره دی، چې د دوی خلاصون په اړه لویه مشورتي جرګه پرېکړه وکړي. «د افغانستان حکومت ته د طالبانو په ورکول شوي لېست کې ۴۰۰ داسې زندانیان شامل دي چې د هغوی په اړه د افغانستان ولسمشر د هېواد د اساسي قانون او د جزا قانون په اساس له زندان څخه د هغوی د خوشې کولو صلاحیت نه لري.»
اشرف غني په تېرو شپږو کلونو کې سلګونه ځلې خپلسرې پرېکړې کړي، چې حتی کابینه یې هم پرې راضي نه وه، خو ولې د پاتې ۴۰۰طالب بندیانو د خلاصون په اړه مشورتي جرګه راغواړي.
«غواړم په ډېره کمه او نږدې موده کې د افغانستان عظیم ولس ته مراجعه وکړم او له هغوی څخه مشوره وغواړم. بیا تکراروم زه د دوی د خوشې کولو صلاحیت نه لرم. زه باید ملت سره مشوره وکړم او د دغه ۴۰۰ طالب زندانیانو د سرنوشت په اړه مشورتي لویه جرګه رابولم، ترڅو د ولس استازي مشوره راکړي او بیا د هغوی د مشورې په اساس موږ فیصله وکړو. لویه جرګه به په ډېره کمه موده کې له خیره سره ترسره شي.»
قانون او لویه جرګه
د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې نه پنځه میاشتې تېرې شوې، خو په پرله‌پسې ډول د حکومت له لوري د سولې مخالفت او د سولې په لاره کې د خنډونو د جوړولو له امله تراوسه دغه هوکړه عملي شوې نه ده. نه د طالبانو ۵زره بندیان خوشې شول، نه بین الافغاني خبرې پیل شوې او نه جګړه کمه شوه. د طالبانو په ۵زره بندیانو کې ډېر یې د جگړې په تور نیول شوي وو. طالبانو په تېرو ۱۹کلونو کې د امریکا، ناټو او افغان حکومت پر ضد وسله‌وال مبارزه کړې او بندیان یې هم د جګړې له امله وو. کله چې ۴۶۰۰بندیان خوشې کېږي، نو ولې د ۴۰۰بندیانو لپاره لویه جرګه راغوښتل کېږي. اشرف غني ته چا د ۴۶۰۰بندیانو د خوشې کولو صلاحیت ورکړی و؟ ایا لویه مشورتي جرګه حقوق العباد بښلی شي؟ په انس حقاني د حکومت درې محکمو د اعدام حکم کړی و او کله چې درې محکمې پر یوه کس د اعدام حکم وکړي، بیا ولسمشر هم حق نه لري چې دغه ډول بندیان خوشې کړي. خو انس حقاني خوشې شو، هغه وخت مشورتي جرګه ولې نه جوړېده؟
حکومت علي‌پور ونیو، خو وروسته یې په ډېر درناوي خوشې کړ. قیصاري یې ونیو، وروسته یې خوشې کړ. دغه دواړه په جنګي جرمونو تورن دي او په خپلو سیمو کې یې سلګونه بې‌ګناه خلک شهیدان کړي. که احیاناً مشورتي جرګه پرېکړه وکړي چې پاتې ۴۰۰بندیان دې هم خوشې شي او علي‌پور او قیصاري دې بېرته بندیان شي. ایا حکومت یاد جنګي مجرمین بېرته نیولی شي؟
کرونا او لویه جرګه
حکومت د تېرې سې شنبې په ورځ پرېکړه وکړه، چې پوهنتونونه پرانیزي خو ښوونځي به لا هم تر نامعلومې نېتې پورې تړلي وي. په هېواد کې لا هم کرونا په بشپړ ډول ختمه شوې نه ده، بلکې اوس هم هره ورځ لسګونه تازه پېښې ثبتېږي. حکومت تراوسه خپلې غونډې په انلاین«پرلیکه» بڼه کوي، خو د ۴۰۰بندیانو لپاره دومره جرګه راغواړي. ایا حکومت وېره نه لري چې په دومره غونډه کې به څومره کسان پر کرونا ککړ شي؟
اقتصادي حالت او د لویې جرګې لګښت
د حکومت د اقتصاد وزارت سربېره ګڼ نړیوال بنسټونه وايي، په افغانستان کې هره ورځ د فقر کچه لوړېږي. په دغه مشورتي لویه جرګه ۳۳۰مېلیونه افغانۍ لګښت راځي. هغه حکومت چې د خپلو عسکرو میاشتنی معاش هم د پردي خیرات نه ورکوي، نو ولې دومره بې‌ځایه لګښت وکړي؟
افغان حکومت ته پکار وه، چې د پاتې ۴۰۰بندیانو د خلاصون هر ډول پلمې نه وی کړی، بلکې دغه بندیان یې هم خوشې کړی وی، چې ورسره بین الافغاني خبرې هم پیل شوی وی او روانې جګړې ته یو سوله‌ییز حل پیدا شوی وی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: