وړکۍ حسینه: “د پلار د قبر ګلانو ته اوبه راوړم”

 ليکوال: جاوید افغان
دا نۀ کوم خوب دی او نۀ هم د فکر په ټال باندې زنګېدل، بلکي د يوې دردمنې او شهيدې کورنۍ رېښتونې کېسه ده کېدای شي په نېږدې راتلونکې به یې ويډيويي راپور هم نشر شي.
حسينه هغه ماشومه ده چې تراوسه يې د خپل شهید پلار جان او کاکا ګانو د مزارونو توپير نشوای کولای، چې ګنې په کوم یوه کې يې پلار او په کوم یوه کې یې کاکاخیل دفن دي!
نوموړې په میدان وردګو ولايت نرخ ولسوالۍ سرمردې کلي پورې تړاو لري.
د نوموړې پلارجان، او ګڼ اکا ګان د يرغلګرو او داخلي غلامانو له لورې په شپنۍ چاپه کې په شهادت رسېدلي دي، زه چې په سرمردې کلي کې سهار له یوه کور څخه راو وتم، ګورم ډېری ځوانان چې عمرونه يې د لسو او پنځلسو کلونو ترمنځ و ولاړ و، په دغه حالت کې یوځوان چې زموږ ورسره شپه وه راته و ویل وای مولوي صاحب دا ځوانان ټول یتیمان دي!
د دوی په کور چاپه ولوېده کاکاخیل او پلرونه یې ټول ورته شهيدان کړل!
د دې خبرې په اورېدلو سره ډېر سخت دردمن شوم، ویل مي کاش چې داصحنه مي بالکل ليدلې نه وای!
د نوموړیو ځوانانو سره په ګډه د دوی کورنۍ او د شهيدانو مقبرې ته لاړم تر څو هرڅه له نېږدې وګورم او واورم.
مقبرې ته ګڼ شمېر یتیمان چې اکثریت د يوې کورنۍ وو راغلل په هغوی کې یو ماشوم عبدالله او ماشومه حسینه هم ول چې په ډېر کم عمر یې د یتیم والي ترخه څکلی وو.
له ۷ کلن عبدالله څخه مي و پوښتل عبدالله جانه! پلار جان دي څه وخت شهيد شو او قبر يې کوم یو دی؟!
وای څه وخت مخکي شهید شو او زیاته يې کړه دامي د پلار جان مزار دی او دامي د یوه کاکا دا مي د بل کاکا او دامي د بل کاکا او…
تر ۷ زيات مزارونه يې په ژړا او سلګیو کې راته په ګوته کړل چې د نوموړي پلارجان او کاکا خيل پکي دفن ول!
د ۷ کلن ماشوم عبدالله خبره په ستوني کې خښه او سلګیو بنده کړه!!
نور ما هم د پوښتنې توان له لاسه ورکړ.
د ماشوم عبدالله څنګ ته یې وړه خورکۍ حسينه ولاړه وه هغه مي و پوښتله؟!
حسينې څرنګه راغلي یې؟!
په ماشومه ژبه يې راته و ويل، د پلال د کبل ګلانو ته اوبو لاولم!!
وای د پلار د قبر ګلانو ته اوبه راوړم، ماویل د پلار قبر دي کوم یودی؟!
د دې پوښتنې په اورېدلو سره يې یوه مزار ته اشاره وکړه وای هغه مي د پلار قبر دی، د دې اشارې ته د ۷ کلن ماشوم عبدالله هم پام شو، وای نا، دغه يې د کاکا مزار دی د دې د پلار دا بل یو دی!
حسبنا الله و نعم الوکیل!
يرغلګرو زموږ ماشومان په ډېره بي رحمۍ سره په دومره کم عمرۍ کې یتیمان کړل، چې د خپل پلار او کاکا خیلو د مزارونو ترمنځ توپير نشي کولای.
باید و وایم چې بد بختانه موږ له داسي سخت زړي، بزدله، مکار، او ظالم دښمن سره لاس او ګرېوان یو چې نۀ جنګي اصول لري، نۀ ماشوم پیژني، نۀ سپين ږیری، نه هم ښځې، نۀ بشریت ته درناوی لري، نۀ هم انسانیت او د انسانیت په نوم يوڅه!
د بشریت ترنامه لاندې (!) د بشر د حقوقو مدعیان او د جنګي جرمونو نړیوال څارونکي هم په داسي زړه بوږنوکو پېښو چپه خوله دي.
يوازې همدا کورنۍ نۀ ده چې کورنۍ او د کور غړي يې د راغلو يرغلګرو او د پردېپالو غلامانو له لورې په شهادت رسېدلي دي، بلکي ډېری داسي کورنۍ شته چې ماشوم عبدالله او حسینه ورته پاچاهان دي.
که د د اشغال په نتیجه کې د تحميل شوې جګړې لمن نور هم اوږدوالی و مومي، زور به یې بیا هم له مظلومو هېواد والو څخه وزي.
ارګ ميشتو او څوکۍ پرستو ته دي څرګنده وي چې هر عمل عکس العمل لري!
دا یتیمان به یو وخت ضرور د خپل پلار جان او کاکا ګانو د وژلو او شهیدانولو پوښتنه کوي او د عدالت میز ته به د دوي قاتلین او پردېپال راکش کاږي.
باید و وایم چې په جګړه کې د هغو کسانو زامن نه وژل کيږي کوم چې جګړه غواړي او د روانې سولې سره په څرګنده مخالفت کوي.
هغوی چې لاهم په بل شوې اور پطرول اچوي او په څرګنده د سولي هڅې سبوتاژ کوي په ډاګه کوم چې دا وطن د افغانانو دی افغانان هغه خلګ دي چې له شېدو سره يې ایمان رودلی دی.
افغانان په خپل ټاټوبي (امپراطوریو هدېرې باندې) پردي + پردې پال نه مني.
هېره دي نه وي پردي پال به افغانانو ته  د دې هر جنایت ځواب به حتمي ورکوئ.
باذن الله العزیز

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button