مشورتي جرګه؛ که د افغانانو او نړیوالو د غولونې یوه بله هڅه؟

په دې وروستیو کې چې کله د سولې په پروسه کې د خنډ جوړولو په موخه د کابل ادارې د چارواکو له لوري د ۴۰۰ طالب بندیانو په نه ازادۍ ټینګار وشو؛ له هر لوري د ارګ مېشتو چارواکو په وړاندې غبرګونونه را وپارېدل او د کابل ادارې دا پرېکړه خورا وغندله شوه. کېدای شي د کابل ادارې دا هڅه په خپله خوښه کړي وي؛ خو قوي احتمال دا دی لکه څنګه چې د کابل اداره دا اتلس کاله د پردیو په خوښه ګډېدلې، همداسې اوس هم د خپلو ډونرانو په خوله څري او هیڅ پرېکړه د امریکا له امر پرته نشي کولای.
دا چې لویه جرګه د څه لپاره او د دوی په لاس د جوړ شوي قانون له مخې په کومو حالاتو کې یې اړتیا ده؟ بېل بحث دی.
دلته به دې ټکي ته کتنه وکړو چې ایا رښتیا هم غني و ملګری یې سولې ته ژمن دي او که هسي افغان ملت او نړیوال غولوي؟
کله چې د اسلامي امارت او امریکا ترمنځ د اشغال د خاتمې تړون لاسلیک او د غني واک یې وننګاوه، له همغه پیله غني، مامورین او هغه بهرنیانو چې د افغان جګړې څخه خړوبېږي د دې پروسې د لغوه کولو هڅې پیل کړې. کله چې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل نېټه راورسېده، دوی خود سرانه ځانونه ولسمشران اعلان کړل. بیا یې په خپلو کې د جنجال د ختمولو په بهانه میاشتي وخت ضایع کړ. کله چې د امریکا ښکاره فشار زیات شو، ع و غ دستي سره جوړ او سیاسي توافق یې وکړ. دغه کړنه یې د ټولو اوسنیو قوانینو نقض و. بیا یې وروسته د کابینې په جوړولو میاشتي- میاشتي وخت ونیو چې اوس هم لا دا جنجال روان دی…
کله چې د نړیوالو فشار بیخي زیات او غني و ملګرو یې نور په خپل پلان کې پر مخ نشوای تلای؛ نو یې د ۴۰۰ بندیانو له خلاصون څخه ډډه وکړه او ویې ویل چې د دوی واک نه دی. ځینو به ویل چې نړوال یې خلاصون نه غواړي او ځینو به ویل چې ملت یې نه غواړي او…
خو اوس چې څرګنده شوه چې هم ملت او هم نړیوال د بندیانو په خلاصون خوښ دي او د ژر خلاصون غوښتنه یې کوي؛ مګر د ارګ چارواکي بیا هم په دې موخه چې د ملت او نړیوالو په سترګو کې خاورې وشندي، د تبلیغاتو د پیاوړتیا په موخه یې دغه نمایشي جرګه راوغوښته ترڅو وکولای شي د خپل واک د دوام لپاره اذهان مغشوش کړي.
نو ویلای شو چې دغه نمایشي جرګه به هم لکه د پخوانیو هغو په څېر وي او هغه څه چې د ارګ خوښه وي پکې به پرېکړه ورباندې کېږي.
بس خلاص…

 

عنایت الله خاموش

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button