افغانستان؛ د وارداتي برېښنا بندولو ګواښونه

 

د ستراتیژیکو او سیمه ییزو څېړنو مرکز

د روان کال اسد میاشتې په پېنځمه نېټه د افغانستان برېښنا شرکت په ناڅاپي توګه خبر ورکړ چې د سهار 7:30 بجو څخه راوروسته د اوبو کمښت له امله له تاجکستان څخه وارداتي برېښنا کچه د 350 میګا واټ څخه 40 میګاواټو ته راښکته کېږي.[1] په دې کار سره د پلازمیني کابل او یو شمېر نورو سیمو اوسیدونکي د برېښنا د نه شتون له سختې ستونزې سره مخ شول.

په تېرو دوو لسیزو کې په لویه کچه ترسره شویو مرستو سربېره لا هم په داخل کې د تولید کچه د نشت برابره ده؟ افغانستان به تر کوم وخت پورې په داخلي برېښنا بسیا شي، او وارداتي برېښنا به ترکوم وخت داخلي اړتیا پوره کړي؟ په یادو موضوعاتو دلته شننه شوې ده.

وارداتي برېښنا آخر تر کله؟
په داسې حال کې چې هره میاشت افغانستان د تاجکستان په ګډون ازبکستان او ایران هېوادونو ته د برېښنا واردولو په بدله کې 25 میلیون ډالر ورکوي چې په کلني حساب 300 میلیون ډالر کېږی. څو ورځې وړاندې په ناڅاپي توګه د تاجکستان هېواد له لوري افغانستان ته صادرېدونکې برېښنا لېږد په یاد هېواد کې د اوبو کموالي له امله د 350 میګاواټ څخه 40 میګاواټو ته راښکته شوه. د تاجکستان حکومت له دې ګام اخیستو وروسته د برېښنا شرکت خبر ورکړ چې له ازبکستان څخه به د 400 میګاواټو په کچه برېښنا هېواد ته راولېږدوي. په داسې حال کې چې د برېښنا صادروونکو هېوادونو له جملې ازبکستان بیا څو میاشتې وړاندې ګواښ کړی وو که د برېښنا مصارف له وړاندې ور نه کړل شي نو په افغانستان به خپله برېښنا بنده کړي. دا کار د دې څرګندويي کولی شي چې افغانستان ته د برېښنا نور صادرونکي هېوادونه خپلو اړتیاوو ته په کتو چې هر وخت وغواړي ورته ګامونه اخیستلی شي او افغانستان چې دا مهال یوازې 30 سلنه وګړي یې برېښنا ته لاسرسی لري له برېښنا بې برخې کولی شي. تردې دمه د وارداتي برېښنا لېږد په برخه کې په میلونونو ډالر مصرف شوي، که چېرته یاد مصارف په داخل کې د برېښنا تولید لپاره د اوبو په بندونو جوړېدو په برخه کې په اغېزناکه توګه لګېدلې وای نو لرې نه وه چې اوسمهال به له 30 سلنه زیات وګړي له داخلي برېښنا څخه ګټه پورته کړای وای.

د بهرنیو مرستو کمېدلو ترڅنګ د هېواد کمزوری اقتصادي وضعیت ته په کتو لرې نه ده چې برېښنا واردوونکو هېوادونو ته په خپل وخت د پیسو د نه ورکړې په صورت کې د برېښنا لېږد کچه نوره هم ټيټه شي.

له تېرو دوو لسیزو راپدیخوا افغان چارواکو او په ځانګړې توګه د برېښنا شرکت یوازې تشې وعدې ترسره کړي او د اوبو هغو بندونو جوړولو کې پاتې راغلي کوم چې د برېښنا تولید لپاره ترې باید کار اخیستل شوای وای.

د برېښنا داخلي بندونه؛ د ستونزې بنسټیز حل
په داسې حال کې چې افغانستان د 318 ګیګا واټ برېښنا تولید ظرفیت لري[2] دا مهال تقریباً 80 سلنه برېښنا له بهرنیو هېوادونو څخه واردوي او د 2500 میګاواټ په شاوخوا کې برېښنا ته اړتیا لري. یوازې د کابل ولایت برېښنا اړتیا له 750 میګاواټو څخه اوړي، په داسې حال کې چې اوسمهال یوازې 450 میګاواټ برېښنا ته لاسرسی لري. د برېښنا نه شتون نه یوازې داخلي پانګونه بلکې د بهرنۍ پانګونې د راتګ مخه ډبه کړې ده. دا چې د افغانستان 75 سلنه وګړي په کلیوالو سیمو کې اوسیږي یوازې 9 سلنه وګړي په یادو سیمو کې برېښنا ته لاسرسی لري په داسې حال کې چې د هېواد 67 سلنه ناخالص کورني تولیدات له یادو سیمو لاسته راځي.[3] د داخلي اوبو بندونو جوړېدو چارې د بېلګې په توګه د پکتیا ولایت احمد آباد ولسوالۍ اړوند مچلغو بند چې چارې یې نهه کال وړاندې په 1390 کال کې پیل شوې او تمه ښودل شوې وه چې د درې کلونو په موده کې به ګټې اخیستنې ته چمتو شي د فساد له امله یې کارونه وځنډېدل. د یاد بند جوړېدو چارې د دویم ځل لپاره په 1396 کال کې یو بل روسي شرکت او د درېیم ځل لپاره دا دی د یاد بند جوړېدو چارې د جمهوري ریاست عملیاتي ادارې ته وسپارل شوې او د امنیت ټينګښت په صورت کې یادې ادارې تمه ښودلې چې په راتلونکو 16 میاشتو کې به یې چارې بشپړې کړي. د یاد بند جوړېدو چاره د یو منظم پلان شتون په صورت کې کېدلی شوای، کلونه وړاندې ترسره شوای وای خو لیدل کېږي چې د 1.1 میلیارد افغانیو مصرف وروسته لا هم د مچلغو بند چارې یوازې 7 سلنه ترسره شوي دي.[4]

له دې پرته د یو شمېر نورو داخلي بندونو جوړېدو چارې هم څو څو ځل یوازې په نمایشي بڼه پیل شوي خو په پراخه کچه فساد له امله یې د بشپړېدو چارې له خنډ سره مخ کړي دي.

که افغان حکومت په رېښتونې توګه غواړي ترڅو د برېښنا ستونزې ته په داخلي توګه په بنسټیزه توګه حل لاره پیدا کړي، تر هر څه لومړی دې د وارداتي برېښنا په برخه کې د فساد مخه ونیسي. ځکه یو شمېر دولتي او خصوصي ادارې شتون لري چې د کلونو کلونو راهیسې د برېښنا مصارف نه پرېکوي[5]، د دې لپاره چې برېښنا شرکت د داخلي برېښنا تولید ته پاملرنه زیاته کړي صادرونکو هېوادونو ته د پيسو د ورکړې په برخه کې ځان مصروفوي او بهرنیو هېوادونو ته د پيسو د ورکړې لپاره افغان حکومت دې ته اړ کېږي ترڅو له ملي بودیجې هغه پیسې پرې کړي، چې د فساد له امله برېښنا شرکت ته نه ورکول کېږي. دا چاره د هېواد کمزوری اقتصادي وضعیت نور هم له خنډونو سره مخ کوي او د داخلي بندونو جوړېدو چارې د کمزوري اقتصادي وضعیت او فساد له امله نورې هم نامعلوم راتلونکې ته غځیږي، او په وارداتي برېښنا تکیه کولو ته لاره هواریږي.

نړیواله ټولنه باید د افغانستان داخلي برېښنا تولید په برخه کې نه یوازې مالي مرستې ترسره کړي، بلکې اړینه ده ترڅو په اغېزناکه توګه د برېښنا تولید په برخه کې هر اړخیزه څارنې لپاره هم لاس په کار شي. د برېښنا ماسټر پلان چې په 2004 کال کې جوړ شو بیا کتنې ته اړتیا لري چې ولې تر دې دمه هېواد ته د پراخو مرستو راتګ سره سره بیا هم د داخلي تولید کچه ډېره کمه ده؟ په دې کې شک نه شته چې د داخلي بندونو جوړېدو په برخه کې امنیتي ستونزې شته، مګر افغانستان د اوبو بندونو سربېره کولی شول د لمریزې او بادي برېښنا تولید په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودلې وای، مګر لیدل کېږي چې د کمزوریو پالیسیو له امله په یادو برخو کې هم اغېزمن ګامونه نه دي اخیستل شوي.

د دې لپاره چې د داخلي بندونو د نه جوړېدو په بنسټیزو حل لارو غور وشي زیاتره وخت چارواکي هڅه کوي امنیتي ستونزې بهانه وګرځوي او د بندونو جوړېدو په برخه کې امنیت لوی خنډ ګڼي. خو وروستۍ څېړنې ښيي د بېلګې په توګه د مچلغو بند جوړېدو په لومړيو څلورو کلونو کې هیڅ ډول امنیتي ستونزې شتون نه درلود، مګر بیا هم د یاد بند چارې په خپل وخت ترسره نه شوې، او یوازینی لامل یې پڅه څارنه او د فساد شتون وو چې یاد بند جوړېدل یې تر اوسه وځنډاوه.

څه باید وشي؟
که وکتل شي د افغان متخصصینو د ظرفیت جوړونې په برخه کې په میلونونو ډالر مصرف شول خو بیا هم د افغانستان برېښنايي شبکو ډیزاین او طرحو جوړولو په برخه کې د افغان متخصصینو پر ځای بهرنیو ډونرانو ستره ونډه درلوده. د امریکا د اوریګون پوهنتون د ماسټرۍ پروګرام فارغ او د انرژۍ د سکتور متخصص ښاغلی محسن امین پر وینا، نړیوالو مالي ادارو د نړیوال بانګ په ګډون هیڅکله و نه غوښتل ترڅو په افغانستان کې دننه د برېښنا لوی بندونه جوړ شي.[6]

که په رېښتونې توګه وغوښتل شي ترڅو په داخلي کچه د برېښنا تولید کچه زیاته شي، او په وارداتي برېښنا تکیه کمه شي، اړینه ده ترڅو د داخلي اوبو بندونو جوړېدو او ساتنې لپاره د ټول ګټو پروژو ساتنې ادارې پرته یوه داسې ځانګړې امنیتي اداره رامنځ ته شي، چې نه یوازې د بندونو امنیټ ټينګېدو بلکې د فساد مخنیوي په برخه کې هم ګوټلي ګامونه پورته کړای شي. مخالف مسلح ځواکونه چې د ټول ګټو پروژو ترسره کېدو په برخه کې ځانګړې سلنه ترلاسه کول غواړي باید د اوبو بندونو جوړېدو په برخه کې د یاد سهم اخیستو څخه په کلکه ډډه وکوي[7] او د بندونو ساتنې په برخه کې هر اړخیزې مرستې ته چمتوالی څرګند کړي، دا کار کولی شي په داخلي کچه هغه کسان رسوا کړي چې د بندونو جوړېدو په برخه کې فساد ترسره کوي، او نه غواړي افغانستان دې په داخلي برېښنا تکیه وکوي. اړینه ده چې افغان حکومت په یو وخت کې د زیاتو بندونو چارو پيل کېدو څخه ډډه وکوي ځکه تېرو کلونو کې ولیدل شول چې دې کار یوازې کمپایني اونمایشي بڼه درلوده، او ځینې بندونه چې چارې یې کلونه وړاندې ترسره شوې وې مګر د تېرو لسیزو ناخوالو له امله زیانمن شوي وو د یادو بندونو رغونې چارې هم په سمه توګه ترسره نه شوې. په یو وخت کې کمزوري اقتصادي او امنیتي وضعیت ته په کتو دې په هغو کم شمېر بندونو کار ګړندۍ کړای شي چې وخت ته په کتو زیات ګټور تمامیږي. دا کار کولی شي د بندونو جوړېدو په برخه کې پاملرنه ځانګړې کړي او کمزورۍ اقتصادي وضعیت له ننګونو څخه وژغوري. د بندونو جوړېدو په برخه کې باید عام وګړي په ملي روحیه د بندونو ساتنې لپاره وهڅول شي او په اوس وخت کې هغه وګړي چې برېښنا ته لاسرسی لري، د واردېدونکې برېښنا مصارف باید په خپل وخت اداء کړي، د فساد مخنیوي لپاره باید افغان حکومت نور اړین ګامونه پورته کړي ترڅو په بهر کې د افغانستان نوم بدنامولو ته نور زیان وا نه اړوي. غضنفر ګروپ د نړیوال بانګ سره د برېښنا تولید په برخه کې د نړیوال بانګ سره یو هوکړه لیک لاسلیک کړ چې له مخې به یې په مزار شریف کې د 89 میلون ډالرو په کچه د برېښنا تولید په برخه کې پانګونه ترسره کوي، افغان حکومت باید د خصوصي سکتور نور هم وهڅوي ترڅو په دې برخه کې لا زیاته پانګونه ترسره کړي او د هغوی امنیت په برخه کې دې کوټلي ګامونه واخلي.[8]

سرچینې:

[1] https://main.dabs.af/News/NewsDetail/3470

[2] https://www.sciencedirect.com/science/article/pii/S2352484717303219

[3] https://www.adb.org/sites/default/files/linked-documents/47282-001-ssa.pdf

[4] https://www.pajhwok.com/en/2020/08/03/decade-7pc-work-dam-costs-1b-afs

[5] https://www.bbc.com/pashto/afghanistan-52348132

[6] – ګردی میز – چې د ستراتېژیکو او سیمه ییزو څېړونو مرکز په ابتکار جوړ شوی وو.

[7] https://www.pajhwok.com/en/2020/08/03/decade-7pc-work-dam-costs-1b-afs

[8] https://ifcextapps.ifc.org/IFCExt/Pressroom/IFCPressRoom.nsf/0/52551D37792EEDA58525858A004249CF

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button