اقتصاد (economy)

لیکوال: محمد عیسی نبیل

اقتصاد دټولنیزو علومو یوه  مهمه  برخه یا څانګه ده  چې  د توکو دتولید ، توزیع، مصرف او پر توکو باندې دتحلیل او همدارنګه د خدماتو څخه بحث  کوي.

په ا نګلیسي کې  ورته economy  ویل کیږي او د ارسطو په اثارو کې Economicus   کلمه دهغې پانګې(ثروت) او شتمنۍ په مفهوم کارول شوې ده چې له  سو داګریزو هڅو څخه  لاسته راوړل کېدې . 

بنسټيزي اقتصادي ستونزي: زیاتي اوکمبود ((Reative Scarcity. مطلب دا چې ضروریات او نفسي غوښتنې بیخي زیاتې دي او امکانات ډېر محدود دي اقتصاد دا کار کوي چې څرنګه  دا لا محدود ضروریات او خواهشات په محدود وسائلو پوره کړو.

خو دلته باید یوه خبره وکړو چې د اسلام مقصود دادی چې لا محدود مادي اړتیاوي باید محدود کړل شي. 

اسلامي فقه موږ په دې پوهوي چې  دضروریاتو، حاجتونو او شهوتونو باید فرق وشي،  هغه ضروریات چې د هغه  پوره کول لازم دي لکه: دوه  وخت  ډوډۍ ، علاج، تعلیم ، واده او  د سر  د پناه  ځای … له دې پرته خواهشات (چې هغه زموږ په ژوند کې دعیش او عشرت لپاره کارول کيږي ، دا ډول وسائل که تر لاسه کړي او کې نه کړي کوم خاص توپیر نه لري. مثلا: ښه لوکس موټر او ماڼۍ) پوره کول یو ناممکن کار دی چې سبب  دغټي مایوسۍ ګرزي او کله چې په معاشره کې مایوسي زیاته شي بې شماره بدۍ زېږوي.

خو دا باید یاد وساتو چې مایوسي یواځي له خواهشاتو نه زیږي بلکه زموږ هغه اړتیا وي چې زموږ ژوند ورپوري تړلی وي تر دې زیاتي دمایوسۍ سبب ګرزي او مایوس انسان تر ټولو زیات زموږ تمدن او معاشرې ته زیان رسوي.

اقتصاد په څه وده کوي ؟

د یو هېواد لپاره تر ټولو اړین دی چې له خپلو شته وسائلو کار واخلي، هر هېواد لږ  یا ډېر خام وسائل لري  که یو هېواد پر خپلو خامو وسائلو کار وکړي هېواد به  ئې ډېر ژر پر پښو ودریږي.

مثلا : دافغان چارواکو له خولې چې افغانستان  تر درې ټرېلیونو زیاته  اندازه طبعي زیرمې لري که افغانان د متخصصینو او ښه مدیریت په مټ  دغه طبعي زیرمې  را وباسي نو افغان ولس د تل لپاره پر پښو دروي او له دې خوار او ستړي ژوند ئې ژغورلی شي.

افغانستان  طبعي زېرمو کې : ګاز، تېل، ليټیوم، یورانیم، مس، سره زر، ماربل(سنګ مرمر) او  اوسپنه لري .

لیټیوم: د پنټاګان د راپور له مخې افغانستان تر ټولو هېوادو زیات لیټيوم  لري،  افغانستان  تر  بولیویا چې تر ټولي نړۍ  ددې مادې زیات تولېدونکی هېواد دی هم زیات لیټيوم لري. د راپور له مخې افغانستان شپږ دېرش ۳۶ ټرېلیونه  یعني  زر بیلیونه (یو بیلیون = زر میلیونه) مکعب لیټیوم  لري ، راپور زیاتوي چې افغانستان ددې زېرمې په تولید سره داسې هېواد جوړېدلای شې لکه سعودي دتیلو په برخه کې.

خو د اقتصاد انحصار به یواځې دخام موادو پر تولید باندې هم نه وي ځکه همدغه خام مواد چې یو بل صنعتي هېواد کې تیار شې بیرته ئې پر دغه هېواد په  څوچنده زیات خرڅولای شي، ددې یوه پایله به معاشي بد حالي وي او بله  بدترینه نتېجه به ئې دا را ووزي چې همېشه به دصنعتي هېوادونو محتاج پاته شي  بیا که  بډایه او صنعتي هېوادونه خام مواد په هر څومره ټيټ او ارزانه قیمت غوښت ور کوي به ئې که نه نو خام مواد به پالتو پاتې شي.

ددې یو لنډ مثال : افغانستان په پراخه کچه  ماربل (مرمر) تولیدوي او پر ګاونډي صنعتي هېواد پاکستان ئې پلوري او هلته  په کراچي ښار کې همدغه  مرمر تراشل کېږي او بېرته ئې په څو چنده زیات پر افغانستان پلوري .

او یو بل مثال به لږ تفصیلا ووایو چې خبره ښه درته واضحه شي: د نړۍ دمعیشت دار مدار  پر تېلو باندې ولاړ دی او اسلامي عرب هېوادونه په پراخه پيمانه تېل تولیدوي، د یو زاړه راپور په حواله چې اسلامي هېوادونه ( چې او پیک OPECکې داخل وي) د ورځې ۲۵ ملیونه بېرل تېل تولېده وي، دا تېل پر صنعتي ملکونو باندې پلوري او هغه ئې په مقابل کې هغه صنعتي مواد چې د همدغو تېلو په مټ جوړ شوي دي په څلور چنده زیات بیرته پر اسلامي هېوادونو باندې پلورې .

او دوهمه نتېجه کې ئې د تېلو پر قیمت هم بیرته  د صنعتي هېوادونو (امریکا او… ) کنټرول جوړ شوی دی ځکه که اسلامي هېوادونه  پر دوی خام مواد وه نه پلوري د اسلامي هېوادونو لپاره پالتو بېلران ډک پاتېږي ځکه دوی هیڅ صنعتي شرکت نه لري چې خپل خام مواد پر کار واچوي .

مثلا: عربي هېوادونه یو بېلر تېل په  ۹ ډالره پر امریکا او نورو کفري هېوادونو خرڅوي داقیمت  تقریبا نیمه صدۍ مخکې اېښودل شوی دی، هغه مواد چې دده  په مټ جوړیږي اوس څلور چنده پورته شوي دي  که بالفرض موږ د تېلو قیمت هم څلور چنده پورته کړو نو یو بېلرل  به په ۴۴ پرېوزي یعني ۳۶ روپۍ به نور قیمت لوړ شي.

ټول اسلامي هېوادونه د ورځې ۳۰  ملیونه بېلر تېل تولیدوي او په دغه قیمت ئې پلورې اوس نو تاسو  ۳۰ ملیونه   په ۳۶ کې ضرب کړئ  دورځي (۱،۰۸۰،۰۰۰،۰۰۰)یو ملیارد او اتیا میلونه راځي  چې دا قیمت ټول له دوی څخه صنعتي هېوادونه (امریکا…) لوټه وي، که دغه قیمت بیرته دکال په ورځو کې ضرب کړې نو (۳۸۸،۸۰۰،۰۰۰،۰۰۰) درې سوه اته اتیا ملیارده  ډالره جوړیږي.

چې دا دافغانستان ۱۰ کلنۍ بودیجه پوره کیږي.؟؟؟؟؟

دا راپور تقریبا ۲۰ کاله مخته څېړنه کړې ده او اوس په غالب ګمان دهر شي قیمت  اته ۸ چنده پورته شوی دی .

نور نو تاسې حساب ورته وکړئ چې په نیمه پیړۍ کې به څومره حساب جوړیږي .

او داحساب ئې صرف دتېلو دی د نور خامو موادو حساب کتاب ئې موږ ندی کړی .

نو موږ باید پوهه شو چې که موږ یواځې خام مواد تولید کړو او صنعتي احساس ، پوهه او مدیرت ونه لرو پانګه کې به کمبود راشي او صنعت (لوی ماشینونه)پانګې ته ضرورت لري، کله چې یو هېواد صنعت ونه لري خام مواد هیڅ کله با ارزښته کولای نشي او نه ئې پلورلای شي. کله چې هېواد خپل  شته وسائل نشې پلورلای هغه دپیسو بهرنی ارزښت له لاسه ورکوي بیا به نو دماښام ګوله په ډېر مشکل سره پیدا کوې. 

دوهم : زراعت : کرنه  چې په اقتصاد کې لوی رول لوبوي دا بیا دځمکې په تولید پورې اړوند سکتور دی لکه : وریجي. غنم ، جوار، پنبه، جوار، مېوې….

هغه هېوادونه چې پراخ کرنیز امکانات لري اقتصاد ئې ژر وده کولای شي.

مثلا:افغانستان ښه حاصلخېزه خاوره لري او دژوندۍ کولو لپاره ئې خورا ډېري اوبه لري، که دغه اوبه او خاوره سم مدیریت شي ډېر ژر به افغانستان پر پښو ودریږي.

 د افغانستان ډېری عواید اوس هم  له کرني تمولیږي خو بیا هم دیاد سکتور لپاره ډېر لږ کار شوی دی. دنړیوال بانک د راپور پر اساس چې په ۲۰۱۸ کې خپور شوی دی  دافغانستان  ۷۰ سلنه وګړي په کلیو او بانډو کې ژوند کوي چې تقریبا ۶۱ سلنه عواید ئې له همدې سکتور تمولیږي .

خو یاد سکتور هم له ډېرو ستونزو سره  مخ دی،   افغانستان له خپلو اوبو تقریبا ۳۱ سلنه استفاده کوي د ابو د نه  مدیریت  له کبله ډېری ځمکې شاړي پاتي شوي دي، او له دې سره  دسړو خونو اونورو امکاناتو نه شتون ددې سبب ګرزېدلی دی چې ډيری مالونه  خرابیږي او یاهم په ډېره ټیټه بیه پلورل کیږي چې دزراعت دنه پر مختګ سبب جوړ شوی دی او د افغانستان اقتصاد له یو لوی ګواښ سره مخ دی.

که  دزراعت محصولاتو دپر مختګ لپاره لازم اقدامات وشي او د تولید لپاره ئې منظم  پروسیجرونه په موډرن اوعصري ډول رامینځ ته شي ، سړې خونې جوړي شي، او هغه توکي وکرل شي چې ډېره اړتیا ورته موجوده وي یو خو به  پر بهرنیو تولېداتو  اتکاء  کمه  شي او بل به دهېواد  د اقتصادي پر مختګ لپاره  مهم  رول ولوبوي.  

دلته هم یوه خبره ورزیاتوم : هغه دا چې که دشریعت یو ډېر  مهم حکم سمدلاسه  پلي شي او ځیني دولتي وسائل ددې لپاره ځانګړې  شي ، نو دا به پر کورني اقتصاد خورا  رغنده اغېزې  ولري .

د شریعت دا حکم د شاړو ځمکو آبادول دي، شریعت وائي: «مَنْ أَحْيَا أَرْضًا مَيِّتَةً فَهِيَ لَهُ»(ترمذی ) ژباړه:چاچې مړه(شاړه) ځمکه ژوندۍ(دکرني وړ) کړه هغه(ځمکه ) د هغه ده.

مَنْ عَمَرَ أَرْضًا لَيْسَتْ لِأَحَدٍ، فَهُوَ أَحَقُّ بِهَا. البخاري. قال عروة قضی به عمر في خلافته.احمد،نسائي (۲۳۳۵)

ژباړه : چاچې داسې (شاړه) ځمکه آباده کړه چې دبل چا ملکیت نه وي هماغه ئې زیات حقدار دی.عروة وائي: چې پر همدې (حدیث)حضرت عمر رضی الله تعالی عنه په خپل خلافت کې عمل وکړ .

که چېري په افغانستان کې پر دې پالیسي عمل وکړای شي او هغه شاړې دولتي ځمکې یا هغه ځمکې چې د چا ملک نه وي د ځانګړې اصولو له مخې هغو عامو مستحقینو خلګو ته ورکړل شي چې ځمکې ابادې ولی شی، هېواد به مو له بهرني احتیاج خلاص شي او بل یو مهم کار چې دبېکارۍ کچه به هم تر ډېره حده کمه شي.

او داکار ډېر آسانه هم کېدلای شي که دولت هغو کسانو ته چې ځمکې ابادوي او دزکوة مستحقین دي  د زکوة له پیسو مؤثره مالي مرسته ورکړي نو ډېر ژر به شاړې ځمکې آبادې شي او دزکوة پیسې به هم په یو داسې ځای ولګيږي چې آینده نسل به آباد کړي او غربت به ورک کړي.

او که  چېري په غیر مؤثره طریقه زکوة پر غریبانو خلګو تقسیم شي نو دا به دیو څو ورځو لپاره وږي ماړه کړي خو غربت نه شي ورکولای.

مثلا: یو سړی لس لکه افغانۍ زکوة ولري او پر زرو کسانو ئې تقسیم کړي نو زر زر روپۍ به ور ورسیږي دا غریبان به یوه یا دوې ورځې په نس ماړه شي خو غربت ئې نشو ختم  او که دغه لس لکه  لسو مستحقینو کسانو ته دیو کاروبار لپاره ورکړل شي  لس  به دغه کورونه  آباد شي او په آینده کې به دغه  هر یو لس لس نور کورونه آبادکړي او دارنګه به غربت ختم شي.   

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button