جرګې هم مسخرې شوې!!

 

لیکوال: عزام حقاني

غواړم په دې لنډه مقاله کې د جرګې پر تعریف، اهمیت، تاریخچه، ډولونو او ضرورت بحث وکړم، او واضحه کړم چې جرګه څه وخت، په څنګه مسایلو د چا لخوا په کوم کیفیت دایرېږي او یا راغوښتل کېږي.
د اسلام مبارک دین او د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې کومې جرګې شوې دي؟

تر هرڅه وړاندې به د جرګې تعریف وکړو:
جرګه د پښتو لرغونی لغت دی، چې د (ج) په زور او د (ر) په سکون ویله کېږي. ځینې پښتانه یې په سپکه (ی) او سپک (واو) جېرګه او جورګه هم وایي: معنی د یوه هدف، سلا او مشورې لپاره د څو کسانو یا ګڼو کسانو راغونډېدل، ناسته او یوځای کېدل دي.
اصطلاح کې د افغانانو هغې تاریخي عنعنوي جلسې او غونډې ته وایي، چې د اوږدو زمانو په بهیر کې یې زموږ د اولس ټولې ټولنیزې قومي او ملي، سیاسي، اجتماعي، اقتصادي، کلتوري او حتی مذهبي شخړې، ستونزې، ناندرۍ، تاوتریخوالی او خنډونه له منځه وړي او حل کړي او په دې برخه کې یې غوڅې پرېکړې او فیصلې کړي او کوټلي تصمیمونه یې نیولي دي. (استاد رفیع الله رفیع)
اهمیت او مکانت یې: جرګه په هېواد کې د سیاسي او ټولنیزو ستونزو د حل تر ټولو ستره واکداره وسیله او د ملت د ارادې قوي مظهره ده. د اسلام مبارک دین کې هم د امت د لویو او وړو قضایاو د حل و فصل لپاره د مسلمانانو خلیفه، امام، امیر او مشر ته د امت د پوهانو، علماؤ او خبره اشخاصو سره د مشورې توصیه شوې ده او شورا په اسلام کې ځانګړی اهمیت او منزلت لري چې قرآن او نبوي حدیثو کې ورڅخه زیات ځایونه یادونه شوې او مسلمانان یې د کارونو په انجامولو کې په مشورې کولو مأمور کړي دي.
دا راز جرګه د افغانیت او ملي عنعنې یوه بنسټیزه برخه ده، چې خوشحال خان خټک یې اهمیت داسې بیان کړی :
بې جرګې نه به هیڅ کار په لاس وانخلي
چې خبر وي د جرګې په برکت
تاریخچه یې:
ګران هېواد افغانستان د اوږد تاریخ لرونکی هېواد دی، په دغه جغرافیه کې یو لوی ملت اوسېږي، ډیرې ژبې، ډیر قومونه او مختلف کتلورونه او دودونه پالي، جرګه هم د دغه ملت تر ټولو پخوانۍ ګډه ملي او قبیلوي عنعنه ده.
جرګه په افغانستان کې ډېره پخوانۍ ریښه لري چې د بحراني حالت څخه د هېواد د ایستلو، د سیاسي او ټولنیزو ستونزو د هواري په مؤخه په هر وخت و زمان کې شوې دي. چې تر ټولو مشهوره، مؤثره او لویه جرګه د کندهار په شیر سرخ مزار کې د افغاني اقشارو تر منځ د افغانستان لپاره د مشر د انتخاب په مورد وشوه.
چې کله هم د ۱۷۴۷ م کال د جون په ۱۹ نېټه نادر افشار د ده باوري منصبدارانو لخوا ووژل شو، یو ځل بیا د دې زمینه برابره شوه چې د ګران هېواد د خپلواکۍ توغ پورته شي، هغه و چې د دې مهمې سیاسي مسالې د حل لپاره د قومونو مشرانو بیا هم د لویې جرګې لمنې ته لاس وغځاوه او د کندهار د شېرسرخ په مزار کې د یوې لویې جرګې غونډې پیل شوې چې ٨ ورځې یې دوام وکړ چې په ترڅ کې یې احمدشاه بابا د ملنګ کابلي صابر شاه لخوا د افغانستان لپاره د باچا او مشر په توګه اعلان شو او د غنمو وږی یې په لنګوټه کې د شاهي تاج پر ځای ور وټومبه.
دا راز د تاریخ په اوږدو کې نورې هم ډیرې جرګې شوې دي.
ډولونه يې:
د افغانستان تاریخ په خپله حافظه کې درې ډوله جرګې ساتلې دي:

محلی جرګه

قومي جرګه

ملي جرګه ( لویه جرګه)
چې هره یوه یې د ځانګړو مساﺉلو د حل په مؤخه جوړیږي، چې تر ټولو زیاته مهمه او بااهمیته یې لویه یا مشورتي جرګه ده.
ضرورت او اړتیا یې: عموما لویه جرګه یا مشورتي لویه جرګه چې دافغانانو یو ملي عنعنوي دود او فرهنګ دی ځانته زماني او مکاني ارزښت لري د لویو لویو مسﺉلو د حلولو په مؤخه قومې، سیاسي او ټولنیزو شخصیتونو څخه په خاصو حالتو کې جوړېږي، چې تر ټولو لوی هدف یې دا دی چې وطن له بحراني او کړکیچن حالت څخه د سوکالۍ او امنیت په لور بوځي.
لویه جرګه د هېواد د قانوني او حقوقي مشر د شتون په وخت کې د ده لخوا په انتخابي او انتصابي شکل د مهمو قضایاوو د حل لپاره د ملت په درد خبرو او پوهانو لخوا په آزاده فضا کې راغوښتل کیږي.
یا هم چې کله هېواد د بهرني تیري لاندې راشي د هېواد واکمنه اداره ړنګه شي وطن اشغال شي مجاهدین راپاڅیږي د تصمیم نیونې عاجل مرکز جوړوي او بیا د ملت د مخورو، علمآؤ، پوهانو او قومي سپینږیرو څخه د یرغلګرو په خلاف د مقاومت د جبهو د پرانیستلو، د تیریګرو د شړلو او هېواد ته د خپلواکۍ د اعاده کولو په پار لویه جرګه یا هم د حالتو د خرابتیا په صورت کې محلي جرګې جوړوي څو په ګډه د اشغال په خلاف تصمیم ونیسي او یو ملي جبهه جوړه کړي.
له دې څخه ثابته شوه چې د بهرني تیري په نتېجه کې د یرغلګرو په وساطت جوړه شوې اداره قانوني جنبه نلري نو هره جرګه او جلسه یې هم غیر قانوني دی بلکې د هېواد د خپلواکۍ لپاره په د دې خاورې اوسېدونکي په ګډه ملي مبارزه کوي او هېواد ته به خپلواکي او بحراني حالت څخه نجات ورکوي.
اوس چې له تیرو ٢٠ کالو راپه دېخوا زموږ ګران هېواد د امریکایي یرغل لاندې شپې سبا کوي، د ملت واکمنه اداره او نظام له منځه تللی، د څو پردیپاله، ګوډاګیانو او اینجنټانو څخه یرغلګرو د خپل یرغل د بقاء او ګټو د خوندیتابه په مقصد یوه تش په نوم افغاني اداره جوړه او پر ملت تحمیل کړې ده.
افغان ولس ورسره په مقاومت او مبارزه بوخت دی.
د قانون او شرعې په رڼا کې داسې اداره مشروعیت او قانونیت نلري، هره پریکړه یې غیر قانوني او د ملت په سراسر زیان او د اشغالګرو د اهدافو د تحفظ لپاره دی.
طبعي ده چې کله هم کومه سیمه اشغال شي هلته د یرغلګرو لخوا د مستعمره سیمي د خلکو هرڅه او هر ارزښت ته په سپکه کتل کېږي او مسخره کېږي، چې له دې جملې نه یوه هم د لویه جرګه یا مشورتي جرګه ده چې د امریکایي اشغال په شتون کې څلور ځله د امریکايي اهدافو د بقاء او ساتنې په هدف د مزدورې ادارې د واکمنانو لخوا رابلل شوې دي، چې
په افغانستان کې د سولې تر نوم لاندې لومړۍ مشورتي لویه جرګه په ۲۰۱۰ز کال کې د افغانستان د جمعیت ګوند د مشر برهان‌الدین رباني په مشرۍ ترسره شوه چې د ګډونوالو شمېر یې ۱۶۰۰ کسانو ته رسېد.
دویم ځلې هم د حامد کرزي په وخت کې (۱۳۹۳لړم\ ۲۰۱۱): د اشغالګرو سره د امنیتي تړون یا هم د هېواد د خرڅلاوو د رسمي سند ورکولولپاره راغوښتل شوې وه چې مشري یې پخواني جهادي مشر صبغت الله مجددي کوله چې دې جرګې په غوڅ اکثریت له امریکایانو سره د هېواد د خرڅلاوو او د خارجیانو وحشتونو ته د برﺉت ورکولو د تړون ملاتړ وکړ خو د هغه وخت واکمن دا پیغور قبول نکړ او صبغت الله مجددي خپه د جرګې له تالاره ووتی.
دریمه مشورتي لویه جرګه د اشرف غني په واکمني کې د ۲۰۱۹ز کال په اپرېل کې جوړه شوه چې ۳،۲۰۰ کسانو پکې ګډون کړی وو او پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف ‌يې مشري کوله. چې دې جرګې اصلي بحث طالبانو ته د سولې په برخه کې حدود ټاکل ول او د اشغال د تمدید لپاره دلایل ارایه کول وو چې د ګډونوالو تر پېنځه ورځني بحثونو وروسته ‌يې کابل حکومت ته د ۲۳ مادو (نکتو) پرېکړه لیک وړاندې کړ.
او څلورمه یا اوسنۍ لویه مشورتي جرګه د ٤٠٠ طالب زندانیانو د خلاصون په اړه د تصمیم نیولو په مؤخه جوړه شوې ده چې په حقیقت کې د غني د حکومت دبقاء د سولې په پروسه کې د داسې شرایطو وضع کول چې د غني د رژیم ګټې خوندي کړي او هم د سولې او ثبات په مخ کې د خنډونو په ایجادولو د د دوحې توافقنامه زیانمه او د بین الافغاني مذاکراتو مخه ونیسي.
#نتېجه:
مشورتي لویو جرګو تر نوم لاندې په تیرو ٢٠ کلونو کې د افغانانو په دود او فرهنګ د غرب د تالي څټو تمسخر وشو.
دلته هرڅه مسخره شول، د جرګو حیثیت هم روغ پاته نه شو.
چې کله هم واکمنه اداره د بهرنیانو په زور د مستقیم تیري په صورت کې تحمیل شوې وي، جرګه یې هم تحمیلي او غیرقانوني ده.
زموږ هیڅ ارزښت بې بریده پاته نشو.
له دین، عقیدې، اخلاقو او فرهنګ نه نېولې آن عنعنات مو هم د پسخند او خندا شول.
د استعمار ګوډاګیانو زموږ اصیل اسلامي فرهنګ او افغاني دود هم تر سوال لاندې راوست.
افغانانو به جرګې د لویو او سترو بنسټیزو مسایلو د حل په مؤخه دایرولې خو د غرب اینجنټان یې د اشغال د بقاء د افغان وژنې د تمدید، د سر تاسري سولې او ثبات د مخنیوي، اسلامي نظام ته د رسیدلو په مخ کې د خنډونو د جوړولو، د ملي شتمنیو د چور او د پردیو د ګټو د تحفظ لپاره کوي.
زموږ هرڅه مسخره شول!!
زموږ هرڅه مسخره شول!!

نېټه: ١٣٩٩/٥/١٧ لمریز کال

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button
Close
Close
%d bloggers like this: