درې سوه دېرش ميليونه افغانۍ او ايکي يوه د خټو پوزه!

 

عبدالرحمن سعيد
د کابل رژيم مشر اشرف غني پرون (جمعه) د مشورتي جرګې په ناسته کې خلکو ته وويل چې د څلور سوه طالب بنديانو د خلاصون په هکله فيصله به ستاسې وي، ځکه دی يې مستقيماً د خلاصون صلاحيت نه لري!
حقيقت دا دی چې د هېواد روان وضعيت، له تېرو نولسو کلونو راهيسې د تپلي حکومت کړنو او په تېره د غني ناقانونه چلند ته په کتو د دغسې يوې موضوع لپاره د جرګې رابلل، پرته له شکه هر افغان ته د تعجب او حيرانتيا خبره ده.
ان د موجده غونډې ګډونوال هم چې ښايي زياتره به يې دغه چکر او مېلمستيا ته د بلل کېدو له امله د چارواکو ممنون هم وي، ښه پوهيږي چې د رئيس اصلي موخه يې څه ده. مانا ټول پوهيږي چې اصلاً غني د افغان ولس پر وړاندې دا ثابتول غواړي چې نوموړی واقعاً يو خپلواک او منتخب ولسمشر دی. تر دې چې ان امريکا هم نه شي کولی، نوموړي زندانيان پرې خوشې کړي.
البته دا واقعيت خو له هيچا پټ نه دی، چې امريکې له طالبانو سره د پنځو زرو بنديانو د ازادولو ژمنه کړې او په هر صورت چې وي، دا يې هم کولی شول چې څو ورځو کې يې تول بنديان پرې ازاد کړي وای. خو ښايي امريکايان به هم د خپلو کابلي انډيوالانو دومره ډېره سپکه او بې پتي نه غواړي يا دا چې په نورو ډېرو مواردو کې له خپل مسؤليته تېښته وکړي او ټول بار او تاوان په کابل ادارې واچوي، نو له همدې کبله يې دا پروسه وځنډوله او بيا يې آخر کې جرګه هم پرې راوبلله، څو غني ته د خټو يوه کوچنۍ پزه ورجوړه کړي.
مطلب د بنديانو ازادولو موضوع به حتماً انجام ته رسېدله، خو اوس چې سبا جرګه فيصله وکړي، نو غني به وايي چې دا دی د خپلو خلکو خبره يې په سر سترګو ومنله او طالبان خوشې کوي.
په دې توګه غني هڅه وکړه چې د درې سوه او دېرش ميليونه افغانيو په لګښت سره د خلکو سترګو ته خاورې ايرې وپاشي او وښيي چې دا دی پزه يې نه ده پرې، بلکې روغه جوړه ورپورې ده.
ځينې خلک فکر کوي چې ښايي غني له ډېر اوږده غيابته وروسته، چې عمر يې د پرنګي پر غولي تېر کړ، اوس د افغانانو تر منځ د اوسېدو له برکته يو ځل بيا دومره زده کړي وي، چې دا او هغه چارې دلته شرم او پېغور دي او تر دې کچې د خارجيانو غلامي خو بيخي ستره بې ننګي هم ګڼل کيږي. ځکه خو اوس هڅه کوي څه نا څه د افغانولۍ «ضد» هم خلکو ته وښيي. خو بل لور ته دا ولس هم اوس هماغه پخوانی ساده زړی ملت نه دی. اوس خلک ډېر چلباز دي، فقط پيسې ترې وهي او خپل جيبونه ډکوي. کنه ټول ښه پوهيږي چې که پرون دې يو لوی جاني او قاتل ته د مارشالۍ رتبه ورکولی شوه، نو لږ تر لږه څو کسه نور يوازې له بنده ولې نه شې آزادولی؟ او چې څلور نيم زره له بنده خلاصولی شې، پاتې ولې ناشوني درته ښکاري؟
حال دا چې په سلګونو همداسې ناشونې او ناقانونه چارې دې څو څو ځله د همدې ملت تر سترګو لاندې تر سره کړې دي. له بده مرغه زموږ افغانانو کم بختي همدا ده چې که هر څومره انجينرانو، ډاکترانو او پروفيسرانو پسې لاړ شو او هيله ورته وکړو، په هماغه کچه مو وهي، ځپي او له ستونزو سره مخ کوي. تر دې چې دلته به يو وخت ځينو افغانانو د غرب شاګردانو ته خورا ډېرې هيلې لرلې او ګومان به يې کاوو چې يوازې همدا اشخاص د هېواد په ودانولو او يوه غوره نظام جوړولو ډېر ښه پوهيږي. خو البته د الله تعالی اراده به همداسې وه – او ښه هم شوه – چې د غرب مشربه وګړو اصلي څېره يې پاک زړي افغان ولس ته وښووله. څو تر پېړيو بيا په داسې کسانو ونه غوليږي. اوس زموږ خلکو په رڼو سترګو وليدل چې د کمونيستانو په نسبت دوی لا زيات فاسد، غله او بې ننګه دي، خو په عين حال کې د بې دينۍ په خپرولو کې انتهايي ډېر فعال او مخلص.
قادر او متعال خدای رب دې ژر تر ژره دا ملت ترې خلاص او يوه سوچه اسلامي نظام راولي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button