د پکتیا په ګڼو ولسوالیو کې به زغفران وکرل شي

عزم (شنبه، ۱۸، زمری، ۱۳۹۹ل): د پکتیا د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د پکتیا ولایت د مرکز ګردېز په کډون ددې ولایت د زرمت، لجه منګل، جاني خېل، ځاځی اریوب او میرزکې ولسوالیو پر یوشمېر بزګرانو د زعفرانو ننداریزو قطعو جوړولو په پار د زعفرانو پیاز وېشل شوي دي.

د پکتیا د کرنې رئیس انجنیر محمدالدین موموند وایي، چې ددې ولایت د مرکز او د زرمت، لجه منګل، جاني خیلو، ځاځی اریوب او میرزکې ولسوالیو پر ۱۰ مخکښو بزګرانو د زعفرانو د ۱۰ ننداریزو قطعو جوړولو په پار د زعفرانو پنځه زره کیلوګرامه پیاز، تقویتي سره او کرنیزې کڅوړې، چې په کې «ماسک، دستکشې، پینس، المونیمي قطی، پلاستیکي سبد او پلاستیکي سطل» شامل دي وېشل شوي دي.

د مومند په خبره، په پکتیا کې د زعفرانو کرکېلې ته به پام وکړي او بزګرانو ته هغه تخمونه ورکړي، چې ښه حاصل ورکوي.

«ددغو مرستو موخه په دې ولایت کې د زعفرانو د کرکېلي دودول او له دې لارې د بزګرانو د عوایدو زیاتول دي. د پکتیا ولایت اقلیم د زعفرانو کرکېلي لپاره مناسبه اقلیم دی او هیله یې وښوده چې په دې ولایت کې د زعفرانو کرکېله نوره هم پراخه شي.»

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button