طالبان:د بندیانو لیست کې مو کوم جنایي کس نشته

عزم یک شنبه ۱۹ زمری، ۱۳۹۹):وروسته تر هغه چې د اشرف غني پخواني حقوقي سلاکار “عبدالستار سعادت”پر خپله فسبوک پاڼه ادعا وکړه چې ګواکې یوې مور ورته شکایت کړی چې د زوی او د کورنۍ د نورو غړیو قاتل یې په هغه ۴۰۰کسیز جنجالي لیست کې دی چې طالبان یې د آزادولو غوښتنه لري؛ په غبرګون کې طالبانو د یاد بندي په هکله بشپړ تحقیقات کړي او نن یې پایلې رسنیزې کړې دي.
د طالبانو یوه مطبوعاتي چارواکي احمدالله وثیق پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «د زندانیانو د لیستونو په اړه ځینو اشخاصو ته اندیښنه پیدا شوې وه چې د رحمت الله په نوم یو کس چې دشخصي قتل دسیه لري د بندیانو په لیست کې ځای شوی او ازادیږي.د اسلامي امارت د بندیانو کمیسیون دا موضوع جدي ونیوه د مقتول له کورنۍ سره یې اړیکه ونیوه، د یاد کس مشخصات یې ترلاسه کړل او پوره پلټنه یې وکړه.»

نوموړی زیاتوي چې ددوی له پلټنو وروسته معلومه شوه چې رحمت الله د عصمت الله زوي د بغلان اوسیدونکی چې د قتل “شخصي‌دوسیه” لري، ‌د پلچرخي په ۶ بلاک کې بندي دی او په خبره یې چې« دامارت د بندیانو په لیست کې یې نوم نشته. »

وثیق ویلي چې ددغه بندي جریان یې د مقتول له کورنۍ سره شریک کړی او د هغوی قناعت یې ترلاسه کړی دی.

د طالبانو تر پلټنې وروسته ښاغلي سعادت هم د څیړنې پخلی کړی دی

ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو لخوا د دغه ډول پر وخت اجراءاتو تود هرکلی شوی او ګڼو فعالانو یې دا اقدام ستایلی دی.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button