بین الافغاني خبرې…ټاکونکی پړاو!

ذاکر جلالي
د طالبانو پنځه زره بندیان د دوحې له هوکړې سره سم په لسو ورځو کې، یعنې د ۱۳۹۸ل کال د کب تر ۲۰مې خوشې نه شول. وروسته له ډېرو انکارونو، پلمو او ګڼو سرو او شنو کرښو له یادولو بالاخره ډاکټر اشرف غني ومنله چې پاتې ۴۰۰تنه طالب زندانیان به خوشې کوي. له دې کار سره د بین الافغاني خبرو پر لار اساسي خنډ له منځه ولاړ او تمه ده چې د یوې اوونۍ شاوخوا بین الافغاني خبرې د قطر په پلازمېنه دوحه کې پیل شي.
تر اوسه لا د بین الافغاني خبرو پر اجنډا بحث نه دی شوی. د افغان حکومت مرکچي پلاوی پر اوربند ټینګار کوي. طالبانو هم له اوربند انکار نه دی کړی؛ خو وايي چې د اجنډا برخه به اوربند هم وي. بین الافغاني خبرو کې به اصلي او اساسي بحث د افغانستان د راتلونکي نظام بڼه وي.
اوس پوښتنه دا ده، چې څه ډول نظام کولای شي هم ګڼو افغان لوریو ته د منلو وي، هم طالبانو ته، هم د افغانستان دیني او ملي ارزښتونه خوندي کړای شي او هم نړۍ سره د تفاهم او شراکت ګډه ژبه ولرلای شي. دا مهمه مسئله ده. د بین الافغاني خبرو تر ټولو مهمه او اساسي مسئله به همدا وي. د نظام بڼه ډېره مهمه ده. دې سره د راتلونکي افغانستان خیر او شر تړلی دی.
یو ټکی واضح دی. د بین الافغاني خبرو اړتیا او پر یوه نوي ټولمنلي نظام بحث او سلا یو شی ښيي چې اوسنی سیاسي جوړښت چې بُن (ډسمبر ۲۰۰۱) کې یې بنسټ کېښودل شو، منتفي دی. که څه هم افغان حکومت وخت نا وخت ټینګار کوي چې «جمهوریت سره کرښه» ده. اوسنی سیاسي جوړښت ځکه منتفي دی چې که دا د منلو وای نو د بین الافغاني خبرو اړتیا به نه وه. پخپله بین الافغاني خبرې د نوي سیاسي جوړښت اړتیا جوتوي. د دې تر څنګ امریکایانو طالبانو سره د دوحې په هوکړه کې راتلونکي کې «نوي افغان اسلامي حکومت» سره خپلې اړیکې تعریف کړې دي. دا هم په وضاحت سره ښيي چې اوسنی جوړښت نفې شوی دی.
طالبانو له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ د «افغانستان اسلامي امارت» تر سرلیک لاندې واکمني وکړه. د طالبانو د وزیرانو شورا «سرپرسته شورا» ګڼل کېده. معنا یې همدا وه چې دا مقطعي او لنډمهاله جوړښت دی. ځیني طالب مشران وايي چې له جګړې وروسته په پام کې وه چې د ټولو افغانانو په اشتراک به یو نظام رامنځ ته کېږي. خو د امریکا یرغل هر څه بدل کړل. دا ښيي چې «امارت» هم کوم حتمي انتخاب نه دی.
اوس د عنوانونو پر ځای، په کار ده افغان لوري پر داسې یوه جوړښت سلا شي، چې دیني ارزښتونه پکې وپالل شي او هم د نظام لمن پراخه وي چې ټول افغانان په کې ځانونه وګوري. موږ اکثر تپلو سیاسي جوړښتونو سره مخ وو. اوس پکار ده چې افغان لوري د افغانستان اړتیاوو ته په پام سره پر یوه جوړښت سلا شي. موږ د شرقي او درېیمې نړۍ مسلمان هېواد یو، کوم څه چې د ډیموکراسۍ په نامه په تېرو نوولسو کلونو کې دلته پلي شول زموږ شاوخوا سیمه او اسلامي نړۍ کې يې بېلګه نه لرو. که چاته دا ډیموکراسي «سره کرښه» وي، نو د ولسي جرګې او ولسمشرۍ تېرې ټاکنې دې لږ په خلاصو سترګو وڅېړي. د افغانستان د ولسمشرۍ تېرو ټاکنو وښوده چې ولس اوسنی جوړښت تحریم کړ.
زموږ شاوخوا د نظامونو ډېرې بېلګې شته. کمونیستي چین له لیبرال اقتصادي جوړښت سره نن د نړۍ دویم اقتصاد دی او تر ټولو چټک غوړېدونکی اقتصاد دی. منځنۍ اسیا کې د جمهوریتونو په نامه مطلق استبدادي نظامونه واکمن دي. زموږ لوېدیځ کې ایران دی. د ولایة فقه مذهبي سیاسي جوړښت یې له غربي ډیمورکراسي سره داسې اغږلی چې یو نوی حکومتي ماډل یې جوړ کړی. د ایران همدغه نظام له ۱۹۷۹ راهیسې د سیمې یو مهم لوبغاړی دی. همداسې پاکستان د فډرال پارلماني نظام بل ماډل دی چې د دولت رسمي دین اسلام دی او مذهبي اقدار تر یوه ځایه په کې ساتل کېږي.
دا څو نمونې وې. موږ په نړۍ کې ګڼ نظامونه لرو چې هر چا د خپل هېواد او خلکو له اړتیا او شرایطو سره سم یو ماډل جوړ کړی او تر یوه بریده خدمات وړاندې کوي. هېڅ سیاسي جوړښت ایډیال نه دی. اوس چې د افغانستان سیاسي لوري یو ځل بیا د نظام‌جوړونې فرصت پیدا کوي، پکار ده چې د بې‌ضرورته عنوانونو څخه تېر شي او د بې‌ځایه سرو او شنو کرښو پر ځای د افغانستان د خلکو دیني او ملي ارزښتونه او ورسره په یوویشتمې پېړۍ کې د حکومتدارۍ اړتیاوې په پام کې ونیسي او یو ځواب‌ورکوونکی جوړښت رامنځ ته کړي. موږ په تېرو څلورو لسیزو کې له کمونیستي ناتار نیولې تر د مجاهدینو او طالبانو حکومتونو او ډیموکراسي پورې ټول تجربه کړل. دغه اوږده موده او د نظامونو ادلون بدلون باید د بین الافغاني مذاکراتو لوریو ته کافي درسونه ولري.
د یوه خپلواک او سوله‌ییزو افغانستان په هیله!

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button