ارګ: بین الافغاني مذاکرات به راتلونکو څو ورځو کې پیل شي

عزم دوشنبه ۲۰ زمری، ۱۳۹۹):په داسې حال کې چې لا هم د ۴۰۰طالب زندانیانو خوشې کیدلو لړۍ نه ده پیل شوې، تازه د ارګ ځینو چارواکو رسنیو ته ویلي چې پلان کې ده تر راتلونکې یکشنبې ورځې بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
بي بي سي، پژواک او ځینو نورو مخکښو خبري سرچینو د ارګ په حواله ویلي چې ټاکل شوې د افغان دولت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې په راتلونکو درې یا څلورو ورځو کې په دوحه کې پیل شي.
د معلوماتو پر اساس د کابل حکومت مذاکراتي پلاوی د چهارشنبې په ورځ دوحې ته روانیږي او د راتلونکې یکشنبې په ورځ به له طالبانو سره خبرې پیل کړي.

بلخوا بیا ملي تلویزیون د خبرو د پیل ورځ د دوشنبې ورځ او د اګست ۱۶مه نیټه ښوودلې خو تر اوسه نه حکومت او نه هم طالب ویاندویانو په رسمي توګه رسنیو ته په دې هکله څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې اشرف غني لا هم د ۴۰۰طالب زندانیانو د خلاصون فرمان نه دی صادر کړی او بي بي سي د امنیت شورا له قوله ویلي چې ښایي نن یا سبا دا فرمان لاسلیک شي.

په ورته مهال طالبانو د لویې جرګې لخوا د بندیانو د خلاصون غوښتنه ښه اقدام بولي او وایي چې کله یې هم زندانیان آزاد شول، دوی به له ژمنې سره سم په یوه اونۍ کې دننه، بین الافغاني مذاکراتو ته تیاری ونیسي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button