اېس سېؤن د سيلفي لپاره غوره ځېرک موبايل

د vivo په نامه د موبايلونو توليدولو يوې چينايي کمپنۍ د S7 په نامه نوی موبايل بازار ته را اېستلی.
د دې موبايل لويه ځانګړنه له 5G ټکنالوجي څخه ملاتړ او د سيلفي (ځانځور) تصوير اخيستلو لپاره غوره او پياوړې کېمره لرل دي.
دا ځيرک موبايل، چې څو ورځې مخکې پېرلو ته وړاندې شو، جلا ميموري کاډ نه خوري، خپله د فايل ثبتونې وړتيا لري، دغه راز پروسيسر يې سنپ ډراګن 765G ډوله دی، بيټرۍ يې هم ښه زوروره ده، چې ۴۰۰۰ ملي امپيره وړتيا لري او په ۳۳ واټ چټک چارجر باندې چارجيږي.
هغه ځانګړنه يې، چې پېرېدونکي را جلبوي، په مخکنۍ برخه کې د ۲ کېمرو درلودل دي.
الټرا وايډ انګل (خورا يا اضافه پراخه زاويه باندې عکس اخيستونکې) کېمره يې ۸ مېګاپکسله او بله يې ۴۴ مېګاپکسله ده.
بيې يې مختلفې دي، هغه چې ۸ ګېګا بايټ رېم او ۱۲۸ ګېګا بايټه د فايل ثبتونې وړتيا لري، په ۲۸۰۰ ين (نږدې ۳۱۰۰۰ افغانۍ) او هغه، چې رېم يې ۱۲ ګېګا بايټه دی او ۲۵۶ ګېګا بايټه د فايل ثبتونې وړتيا لري، په ۳۱۰۰ ين (تقريباً ۳۵۰۰۰ افغانيو) پلورل کيږي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button