مالیې وزارت: د پیسو نړیوال صندوق د حکومت د اعتباري اسانتیاوو په پروګرام هوکړه کړې ده

عزم (‌یکشنبه، ۲۶، زمری، ۱۳۹۹ل): د مالیې وزارت وايي، افغان حکومت او د پیسو نړیوال صندوق د ۳۶۴مېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د اعتباري اسانتیاوو په درې نیم کلن نوي پروګرام باندې هوکړه کړې ده، چې د دې پروګرام موخه په مالي سکټور کې بنسټیز اصلاحات، د لوی اقتصاد چوکاټ، د ملي عوایدو راټولېدل، ګمرکي اصلاحات، د ملي بودیجې په لګښت کې روڼتیا، بانکدارۍ سکټور، له فساد سره مبارزه، د اسعارو بیې ثابت ساتل، د خصوصي سکټور پیاوړتیا، اقتصادي وده او کارموندنه ده.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد پروګرام د کرونا وایروس اقتصادي منفي اغیزې کموي، همداشان په لوی اقتصاد کې اصلاحات پیاوړي کوي، اقتصادي اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ څخه ملاتړ کوي. «د دې پروګرام له مخې د افغانستان حکومت د یو لړ بنسټیزو شاخصونو په تر سره کولو سره کولی شي ۳۶۴ مېلیونه ډالر په راتلوونکو درې نیمو کلونو کې د پیسو له نړیوال صندوق څخه تر لاسه کړي.»

په دې پروګرام کې شاملې مرستې د ټولیزې ودې، د بې‌وزلۍ کموالي او ځان بسیاینې په ګډون د ۲۰۲۱ – ۲۰۲۵ کلونو لپاره د افغانستان د سولې او پراختیا ملي چوکاټ دویم سند (ANPDF-II) له موخو څخه د ملاتړ لپاره مهم دی.

همداشان د پیسو نړیوال صندوق نوی پروګرام په لوی اقتصاد کې د ثبات جوړولو، له ملي بودیجې څخه ملاتړ، د بودیجوي کسر جبران، د نویو پروګرامونو تمویل او د کرونا ویروس منفي اغېزو کموالي سبب کېږي.

ګڼ نړیوال بنسټونه له افغان حکومت سره هرکال مېلیونونه ډالر مرستې کوي، خو په حکومت کې د اداري فساد له امله دغه مرستې د څو تنو جېبونو ته ځي او په هېواد کې په اړینو برخو نه لګول کېږي.

تېره میاشت د حکومت له هغه فساد څخه پرده پورته شوه، چې د وچې ډوډۍ وېش په برخه کې یې ۱،۵مېلیارد افغانۍ غلا کړي دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button