د هرات د اینځرو سږني حاصلات ۸زره ټنو ته رسېږي

عزم (‌دوشنبه، ۲۷، زمری، ۱۳۹۹ل): د هرات د کرنې ریاست وايي، په دغه ولایت کې سږکال د اینځرو حاصلات نږدې ۸زره ټنو ته رسېږي.

د یاد ریاست مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د اینځرو د راټولولو موسم دی او اټکل کېږي چې سږکال به په دغه ولایت کې ۸زره ټنه د اینځرو حاصلات راټول شي.

د هرات د کرنې رئیس عبدالصبور رحماني وايي، سږکال په هرات کې د اینځرو حاصلات ښه شوي، خو لا هم نه دي توانېدلي چې د اینځرو لپاره ښه بازار پیداکړي.

دی وايي، د مرکزي حکومت چارواکو درې کاله وړاندې ژمنه کړې وه، چې په دغه ولایت کې به هم هوايي دهلېز پرانیزي، خو تراوسه دغه ژمنه یوازې ژمنه پاتې شوې ده او عملي شوې نه ده. «کابو درې کاله کېږي، خو تراوسه هوايي دهلېز چې ټاکل شوې وه په هرات کې فعال شي، فعال شوی نه دی.»

د رحماني په خبره، د هرات په زنده‌جان ولسوالۍ کې د اینځرو ډېر بڼونه دي او سږني حاصلات یې د نورو کلونو په پرتله ډېر ښه دي.

د هرات بزګران اینځر هم خام او هم وچ بازار ته وړاندې کوي، خو سږکال د بازارونو د نشتون له امله اندېښمن دي.

Show More

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button